Position Title: نرسنګ پوهنځي علمي کادر دايمي بستونه (لوړ ترين معاش)
Activation Date: 14 August, 2025 Announced Date: 14 August, 2025 Expire Date: 13 September, 2025
- Job Location: Nangarhar
- Nationality: Afghan
- Category: Education
- Employment Type: Full Time
- Salary: As per SIHE Salary Scale Base
- Vacancy Number: SIHE-HR-23
- No. Of Jobs: 1
- City: Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
- Organization: Spinghar Institute of Higher Education (NGR)
- Years of Experience: د لوړو زده کړو وزارت د اړوند لايحې مطابق د نويو کانديدانو تقرر پر مهال د تدريس په برخه کې کاري تجربه نه غوښتل کيږي
- Contract Duration: دایمي
- Gender: Male
- Education: په افغانستان يا له هېواد څخه بهر له نرسنګ پوهنځي څخه فارغ وي او نرسنګ پوهنځي ليسانس يا ماسترۍ تحصيلي درجې د فراغت تائيد شوي اسناد (دیپلوم او ترانسکرپت) ولري
- Close date: 2025-09-13
About Spinghar Institute of Higher Education (NGR):
:سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) پېژندنه
سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه (ننګرهار) په ۱۳۸۸ لېږديز لمریز کال کې ايجاد او د لوړو زده کړو وزارت سره په نولسم (۱۹) مه ګڼه ثبت او د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې يې پر فعاليت پيل وکړ
سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسې (ننګرهار) په پیل کې يو پوهنځی (معالجوي طب) درلود، د يو کال په تېرېدو سره د لوړو زده کړو وزارت د مثبتې ارزونې په پايله کې ورته د دوو نورو (غاښونو طب، او طبي تکنالوژي) پوهنځيو د فعاليت اجازه هم ورکړل شوه. سپين غر د لوړو زده کړو مؤسسه د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د تضمين او اعتبار ورکونې رياست لخوا ترسره شوې بهرنۍ مسلکي ارزونه کې د اعتبار اخستنې په دويم پړاو کې د ۷۲.۱۲ سلنه نمرو په ترلاسه کولو سره په ۲۵/۰۱/۱۴۰۱ نېټه بريالۍ شوې ده. سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه په خپل ملکيت کې دايمي ودانۍ او د هېواد په کچه په لوړو معيارونو برابرې تدريسي او کاري اسانتياوې لري؛ د محصلینو معیاري زده کړو او روزنې په موخه کادري استادان، لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوی درسي نصاب، معيارونو برابر بهترين درسي چاپېريال، ۱۴ مجهز لابراتوارونه، ۲۴ ساعته پرمختللی تدریسي او معالجوي روغتون، د عصري ټکنالوژۍ او اړوندو وسائلو درلودونکی تحقیقاتي مرکز او نورې ټولې اصلي او کومکي درسي او کاري اسانتياوې لري
Job Description:
:د استاد د دندو لايحه
د تحصیلي کال په پېل کې د انفرادي کړنو پلان جوړول او په پای کې یې د تطبیق راپور وړاندې کول
د نويو بستونو تحريري ازموينو په برخه کې د مؤسسې کارکوونکو چارو آمريت/تقرر او انفکاک کمېټې سره همکاري کول
د لوړو زده کړو وزارت څخه د پوهنځي تائيد شوي نصاب او درسي مفرداتو پر بنسټ محصلينو ته درسي لوست توکي چمتو کول
له انټرنټ څخه د سلايډونو ترلاسه کولو، له اړين ايډټ او نصاب سره مطابقت پرته محصلينو ته د هغې له تدريس څخه ډډه کول
د سمستر له پېل څخه وړاندې د خپلو مضامینو لپاره د نصاب اصلي او فرعي کمېټو لخوا پر پايلو ولاړې محصل محوره زده کړو د معيارونو سره سم کورس پالیسیانې ترتیبول او د ډيپارټمنټ آمریت او کرېکولم کمېټې څخه یې تائیدول
د سمستر په پېل کې د خپلو مضامینو اړوند تایید شويو کورس پالیسیانو هارډ کاپي محصلینو ته ورکول
د پوهنځي لخوا ترتيب شوي او تائيد شوي کرېډټ پلان او درسي مهالويش مطابق د خپل مسلک اړوند مضامينو تدريس کول
د درسي پلانونو او عملي کارونو لارښود (رهنمود) مطابق په اړوندو لابراتوارونو کې د ټکنيشن په مرسته محصلينو ته عملي کارونه تر سره کول
د پوهنځي/ډيپارټمنټ پرېکړې مطابق په هر سمستر کې د يو ټولګي محصلينو لپاره د لارښود په توګه معلوم مسؤليتونه ترسره کول
د محصلينو روغتوني عملي کارونو په برخه کې په تدريسي روغتون کې اړوندې چارې تر سره کول
د تدريس لپاره د ټکنالوژيکي وسائلو څخه ګټه پورته کول او محصلين د يادو وسائلو کارولو ته هڅول
محصلینو ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې ورکول او له دقيقې کره کتنې وروسته د اصلاح په موخه محصلينو ته کتبې فیډبیک ورکول
د محصلینو حاضري په دقیق ډول اخېستل
ځانګړي تائيد شوي فورم په مرسته د تر سره شوي تدريس په هکله د محصلينو څخه فيډبیک ترلاسه کول ( ځان ارزونه کول)
د تضمين کيفيت آمريت لخوا ترتيب شوي چک لست له مخې د انفرادي کړنو فايل اړوند اسناد په دوامدار ډول پوره کول او په خپل فايل کې ساتل
د پوهنځي څېړنو فرعي کمېټې د پلان له مخې د علمي څېړنو لپاره د معلوم پروسیجر مطابق موضوعات او پروپوزلونه د تائيد په موخه د علمي څیړنو فرعي کمېټې ته سپارل او جاري څېړنې د نشر په موخه بشپړول
پروپوزلونه د تائيد په موخه د علمي څیړنو فرعي کمېټې ته سپارل او جاري څېړنې د نشر په موخه بشپړول
د پوهنځي اړوند فرعي کمېټو څخه حد اقل په یوه کمېټه کې د کمېټې د مسؤل یا غړي په توګه په مسؤلانه توګه اړوند کارونه تر سره کول
د پوهنځي ریاست او ډيپارټمنټ سره په اکاډميکو او اداري کارونو کې مسؤولانه تعامل کول
د نظري تدریس، عملي تدریس، آزموینو او کمېټو کارونو ترسراوي په هکله د پوهنځي او مؤسسې اړوندو مسؤلینو ته معلومات ورکول
د سمستر په جریان کې د تدریس تر څنګ، محصلینو ته د مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو سمینارونه وړاندې کول
د سمستر په پای کې د تدريس شویو مضامينو تدريس د تکمیل راپورونه د ټاکلي فارمټ سره سم چمتو کول او د تحصيلي نصاب/ کرېکولم فرعي کمېټې ته يې د کتنو او تائيد لپاره سپارل
د هر سمستر دازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو د آزموینو سوالونه د لوړو زده کړو وزارت د اړوند طرزالعمل او اصولو سره سم ترتیبول او په خپل وخت یې د پوهنځي د آزموینو او نتایجو کمېټې ته سپارل
د سمستر په پای کې د اړوندو مضامينو حاضريانې د پرنټ او لاسليک لپاره تدريسي مديرانو ته سپارل
د محصلینو د ازموېنو او ارزونو نمرې په دقیق ډول په شُقو او ډيټابيس سستم کې درج کول
د سمستر منځنۍ (شل فیصده)، نهايي او چانسي ازموينو پر مهال د پوهنځي رياست په غوښتنه د ممتحن او مميز استاد په توګه ټاکلي مسؤوليتونه سرته رسول.
په بهرنيو سيمينارونو او ورکشاپونو کې د مؤسسې غوره استازيتوب کول
د تدريس کيفيت لوړونې په موخه د تر سره شويو ارزونو پايلو څخه ګټه پورته کول
د پوهنځي د ټولو فرعي کمېټو سره د يادو کمېټو په غوښتنه په هغو چارو کې چې د استادانو اړوند دي، همکاري کول او دوی ته معلومات ورکول
د پوهنځي رياست، ډيپارټمنټ آمریت، پوهنځي علمي شورا لخوا سپارل شوي نور اړوند کارونه تر سره کول
Job Requirements:
:د تحصیل او کاري تجربې شرایط
په افغانستان يا له هېواد څخه بهر له نرسنګ پوهنځي څخه فارغ وي او نرسنګ پوهنځي ليسانس يا ماسترۍ تحصيلي درجې د فراغت تائيد شوي اسناد (دیپلوم او ترانسکرپت) ولري، ماستر او دکتور ته ډېر ارزښت ورکول کیږي. له هېواد څخه بهر د معتبرو پوهنتونونو څخه فارغ شوي کانديدان چې د نرسنګ تحصيلي دورې د فراغت اسناد يې د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائيد شوي وي، د تقرر پروسه کې ګډون کولای شي
د ليسانس دورې د نمرو عمومي اوسط له (۷۵) سلنه او د ماسترۍ تحصیلي دورې نمرو عمومي اوسط یې له (۸۰) سلنه څخه کم نه وي. د نرسنګ تحصيلي سند لرونکو د نمرو عمومي اوسط باید د اړوند پوهنتون د معيار سره سم د بی ګريډ څخه کم نه وي
کانديد باید په مختلفو مضامینو کې تر دوه ځله زیات نه وي مشروط شوی
په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت نه وي محکوم شوی
کانديد باید د هېڅ ډول قومي، ژبني، سمتي، ډله ییز او سیاسي تعصبونو او تمايلاتو لرونکی نه وي
کانديد باید د تدريسي او کاري مهارتونو لرونکی، په ملي او انګليسي ژبو د لیکلو او مفاهمې وړتیاوې ولري.
Submission Guideline:
سپین غر د لوړو زده کړو مؤسسه(ننګرهار) د علمي کادر بستونو لپاره په پورته شرایطو برابر اشخاصو ته ضرورت لري. په شرایطو برابر نوماندان دې لاندې اسناد له ۲/سنبله/۱۴۰۴ هـ ش نېټې څخه تر ۲۲/سنبله/۱۴۰۴هـ ش نېټې پورې په حضوري ډول د کار کوونکو چارو آمریت ته وسپاري
خلص سوانح (حتمي)
تحصیلي اسناد (په ملي ژبه ترانسکرپت او دیپلوم) ( اصلي اسناد حتمي)
د هېواد له امارتي پوهنتون څخه د فراغت اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت لخوا تائيد شوي وي. بهرني هېواد کې له پوهنتون څخه فارغانو په انګليسي ژبه ترانسکرپت د منلو وړ دی ليکن د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو تحصيلي سندونو د ارزونې او معادلت رياست تائيدي اړينه ده
:نرسنګ علمي کادر څلور بستونه
د نرسنګ بنسټونه/اساسات نرسنگ ډيپارټمنټ: (دوه بستونه) لومړی ځل اعلان
اختصاصي نرسنګ ډيپارټمنټ: (دوه بستونه) لومړی ځل اعلان
رِفرنسونه/مأخذونه (د تحريري ازموينې سرچينې)
لکچرنوت/چپتر درسی (اصول و مهارت های نرسنګ۱) از پوهنمل رجب نظری، ۱۳۹۲؛
لکچرنوت/چپتر درسی ( نرسنګ صحت جامعه ۱) ترتیب شده توسط استادان دیپاتمنت صحت جامعه، سال ۱۴۰۳؛
لکچرنوت/چپتر درسی (رسنګ کاهلان ۱) از محترم پوهنمل نورالحق حیدری که به شکل کتاب در سال ۱۴۰۲ در انتشارات جهان اسلام چاپ شده است؛
لکچرنوت/چپتر درسی ( مراقبت های بحرانی یا وخیم) که از طرف استادان دیپارتمنت مراقبت های جدی تهیه و ترتیب شده است، سال ۱۴۰۱ ؛
نرسنګ داخله اطفال از پوهاند صاحب فقیری سال ۱۳۹۸ و لکچر نوت (صحت مادر)۲ از استادان دیپارتمنت اساسات نرسنګ سال ۱۳۸۸؛
یادونه : نوماندان کولی شي د اړوندو ریفرنسونو ترلاسه کولو لپاره په حضوري ډول د کارکوونکو چارو آمریت ته مراجعه وکړي يا د نرسنګ پوهنځي کاندیدانو د واټساپ ګروپ چې لینک یې لاندې شتون لري، په سافټ بڼه ترلاسه کړي
Follow this link to join my WhatsApp group: https://chat.whatsapp.com/IRwehTeX1YM3abcaHc0M8X?mode=ac_t
Submission Email:
jobs@spingharuniversity.edu.af
