Position Title: د معلوماتي سیستم د پراختیا ، حفظ او مراقبت کارشناس
Activation Date: 31 August, 2025 Announced Date: 30 August, 2025 Expire Date: 15 September, 2025
- Job Location: Kabul
- Nationality: Afghan
- Category: Government
- Employment Type: Full Time
- Salary: د اترا ادارې د معاشاتو د سکیل مطابق
- Vacancy Number: 004
- No. Of Jobs: 2
- City: kabul
- Organization: ATRA
- Years of Experience: حداقل ۴ کاله مرتبطه کاري تجربه
- Contract Duration: permanent with 6 months probationary period
- Gender: Male
- Education: حداقل لیسانس د کمپیوټر ساینس او کمپیوټر آپلیکیشن
- Close date: 2025-09-15
About ATRA:
د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د هیواد په سطحه د مخابراتي او انترنتي خدمتونو د کنترول او څارنې اداره ده چې به هیواد کې د مخابراتي خدمتونود ودې او پرمختیا ، د مخابراتي مارکیټ د تنظیم او څارنې ، مخابراتي خدمتونو ته د هیوادوالو لاسرسی ، مارکیټ ته د مخابراتي خدمتونو د آپریټرانو یا وړاندې کوونکو له تبعیض پرته لارموندنه ، د هیواد به سطحه د مخابراتي مارکیټ پیاوړتیا ، د هغه خدمتونو د کمیت او کیفیت د لوړولو په غرض او د نورو اړونده چارو مسئوله اداره ده .
Job Description:
مسؤلیت های وظیفوی:
۱ – د معلوماتی سیستمونو د پراختیا او کارونې لپاره د پالیسۍ او طرزالعملونو جوړول.
۲ – د سیستم تحلیل ، ډیزاین ، پراختیا او د کاروونکو لارښود اسنادونو ترتیبول.
۳ – د معلوماتي سیستمونو پراختیا او د بهتره عملکرد لپاره یې د سکرپټونو ترتیب.
۴ – د سیستمونو په مختلفو ماډیولونو کې د Unit testing اجرا کول .
۵ – د سیستمونو ارتقا اړتیا معلومول او د اړتیا پرمهال یې آپګریډ کول .
۶ – د سیستمونو فعالیت ارزول ، ستونزې موندل ، او دښه والي وړاندیزونه وړاندې کول.
۷ – د کاروونکو حسابونه جوړول ، د لاسرسي کچې ټاکل او تخنیکي ملاتړ برابرول.
۸ – د شته معلوماتي سیستمونو ارزونه او ښه والي لپاره تخنیکي تحلیلونه وړاندې کول .
۹ – د شبکې، سرورونو او ذخیره سازۍ ( Storage ) وسایلو مدیریت او تنظیم کول .
۱۰ – د سافټویرونو تازه / آپګریډ کول او د نوي ټکنالوجۍ سره یې تطابق یقیني کول .
۱۱ – د معلوماتو بک اپ او د بیړنۍ رغوني پلانونو جوړول او څارنه.
۱۲ – د مجازي ماشینونو ( Virtual Machines ) تنظیم او مدیریت.
۱۳ – د سیستم اړوند د معلوماتو مستند سازي او راپور ورکول.
۱۴ – د قانون ، مقرراتو او طرزالعملونو پر بنسټ د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول .
۱۵ – د اړتیا پر مهال د ورځې او شپې په شفتونو کاې کارکول.
Job Requirements:
تحصیلات، تجارب او لازم مهارتونه :
- د تحصیل درجه او رشته : حداقل لیسانس د کمپیوټر ساینس او کمپیوټر آپلیکیشن
2. تجارب لازمه ( حداقل ۴ کاله مرتبطه کاري تجربه ):
- مهارتونه او کورسونه:
1 – Front-end : HTML, CSS, Bootstrap, Angular, Vue, React
2 – Back-end/ Server-side: Java, Spring, Spring Boot, Python, Bash, PHP
3 – Database : PostgreSQL, MongoDB, MySQL, Redis.
4 – Big Data: Hadoop Ecosystem
5 – Operating System: Linux
او په SQL ژبه کې پوره مهارت ولري
Submission Guideline:
د محترمو کاندیدانو څخه هیله کیږي چې تر څو د اړونده بست لپاره څانګړې فورمه ډکه او لاندې بريښنالیک ته يې راواستوي او همدارګه کولای شي چې یاده فورمه د کارکوونکو چارو ریاست د استخدام د آمریت څخه ترلاسه کړي .
پته : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ۱۸ پوړیزه ودانۍ پنځلسم منزل د استخدام آمریت
بریښنالیک jobs@atra.gov.af
د اړیکي شمیره : 0202100763/ 0707969090
نوټ : د ټولو محترمو کاندیدانو څخه هیله کیږي چې که چیرې ستاسو تحصیلات او یا هم کاري تجربه د پورته بست سره سمون نه خوري لطفا خپل غوښتنلیک مه را استوئ او همدارنګه خپل ټول تحصیلي اسناد ( ديپلوم یا ترانسکریپټ چې د لوړو زده کړو د وزارت تائیدي ولري) د کاري تجربې اسناد لکه ( لکله قرار داد خط ، د منابع بشري تائیدي ، او که مو دولتي رسمي دنده اجرا کړې وي خلص د سوانح چې د صدور د نیټې څخه یې ۶ میاشتو څخه ډیره موده نه وي تیره شوې) پهPDF فایل کې چې اندازه یې د 5MB څخه لوړه نه وي راواستوئ .
په درنښت
د فورمې د ترلاسه کولو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ.
https://www.acbar.org/applicationform
Submission Email:
jobs@atra.gov.af
