Position Title: د امیندوارۍ روغتیا مدیره

Activation Date: 10 September, 2025   Announced Date: 10 September, 2025   Expire Date: 19 September, 2025

  • Job Location: Kabul
  • Nationality: Afghan
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: As per Organizational Salary Scale
  • Vacancy Number: hr@0094
  • No. Of Jobs: 1
  • City: کابل
  • Organization: ARCS
  • Years of Experience: په ورته دنده کې لږ تر لږه ۳ کاله کاري تجربه لرل
  • Contract Duration: رسمی بست 4
  • Gender: Female
  • Education:  د قابلګی برخه د فراغت سند چې د عامې روغتیا وزارت له لورې تایید شوی وي
  • Close date: 2025-09-19
 

About ARCS:

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لنډه پيژندنه:

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۹۳۴زیږدیز کال کې تاسیس شوې، یوه خپلواکه، بشردوستانه اداره ده چې د افغانستان دولت لخوا د دولتي ادارو لپاره د مرستندویه په توګه پیژندل شوې .د ناورین سره د غبرګون خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. خپل فعالیتونه د بشرپالنې، ناپيیلتوب، ناپلوۍ،خپلواکۍ، د خپلې خوښې خدمتونه، یووالي او نړیوالتوب له اصولو سره سم ترسره کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنه د نورو په منځ کې، دنده لري چې د ناورین ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي، بیړني سرپناه چمتو کړي، زیانمنونکو خلکو ته د مرستې توکي وویشي، ټولنې ته بیلابیل روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې کړي .دا ټولنه د ۷سیمه ایزو څانګو او ۳۴ ولايتي څانګو او له  ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو کارمندان او روزل شوي رضاکاران لري.د  دې ټولنې مهم کاري شریکان د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیداراسون د سره صلیب نړیواله کميټه د ناروې سور صلیب، هلال احمر قطري او داسې نور دي

Job Description:

د امینداواری روغتیا مدیره د مرکزی دفتر په سطحه  د ټولو روغتیایی مرکزونو  د امیندواری روغتیا د چارو څارنه ، ظرفیت لوړونې او صحی ارقامو دقت او صحت څخه اطمینان ترلاسه کولو مسؤلیت لري او د مور او ماشوم روغتیا د عمومي مدیرې تر مستقیم نظارت لاندې به کار کوي.د امینداواری روغتیا مدیره د مرکزی دفتر په سطحه  د ټولو روغتیایی مرکزونو  د امیندواری روغتیا د چارو څارنه ، ظرفیت لوړونې او صحی ارقامو دقت او صحت څخه اطمینان ترلاسه کولو مسؤلیت لري او د مور او ماشوم روغتیا د عمومي مدیرې تر مستقیم نظارت لاندې به کار کوي.

  1.  د روغتیایی مرکزونو د آمرینو سره په همغږی د روغتیایي مرکزونو د  امیندواری روغتیا  د خدمتونو څارنه او تعقیب مسؤلیت لري.
  2. د نظارت په مهال د روغتیایي مرکزونو راجستر د MAIR  سره پرتله کول او ډاډ ترلاسه کول چې یو له بل سره سمون لري او هېڅ ډول تفاوت شتون نه لری.
  3. د RH سکورکارد د څارنې پر مهال په ټولو روغتیایي مرکزونو کې تطبیقوي او قابلو ته ملاتړیزه څارنه برابروي.
  4. د امیندواری د روغتیا د عمومی مدیر سره نږدې  کار کوي، او د تخنیکي ټیم او روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو لپاره لوړ کیفیت تخنیکي مرسته او ملاتړ برابروي.
  5. د قابلو، نرسانو او ښځینه واکسناتورانو څارنه ، ترڅو د  مور او ماشوم روغتیا خدمات په سمه توګه وړاندې شي.
  6. د کارکوونکو د پوهې کچه ارزول او د هغوی روزنه او دنده باندی پوهای ترسره کول. په ځانګړي ډول د قابلو سره په  روغتیایي مرکزونو کې د کار پر سر روزنه
  7. د روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو سره د خوندي چاپېریال په برابرولو کې د نورمال او مرسته شویو زیږونونو د ترسره کولو لپاره مرسته.
  8. د تخنیکي ټیم سره د امیندواری روغتیا د شاخصونو په ټاکلو کې مرسته کول.
  9. د امیندواری روغتیا اړوند د پلان جوړونې او پرېکړو لپاره دقیق، باوري او پر وخت معلومات او راپورونه برابرول.
  10. وخت پر وخت د شاخصونو پر وړاندې پرمختګ ارزول او د تشو موندل  او حل لارې پیدا کول.
  11. د معلوماتو د راټولولو او ډیټابېس ته د داخلولو لپاره د روغتیایی سیستم له عمومی مدیر سره همغږی.
  12. د خپلو فعالیتونو د میاشتنی او ربعوار راپورونو ترتیبول .
  13. د خپلی پوهې د لوړولو لپاره په غونډو/ورکشاپونو کې ګډون.
  14. د اړوندو نورو دندو ترسره کول چې د مربوطه مافوق مسؤلینو له لوري ورته سپارل کېږي.

Job Requirements:

  •  د قابلګی برخه د فراغت سند چې د عامې روغتیا وزارت له لورې تایید شوی وي.
  •  په ورته دنده کې لږ تر لږه ۳ کاله کاري تجربه لرل.
  •  د کمپیوټر د پروګرامونو (MS Office) ښه مهارت.
  •  د ښه اړیکو، همکارۍ او راپور ورکولو وړتیا.
  • د محلي ژبو (دري او پښتو) او انګلیسي د لوستلو، لیکلو او خبرې کولو مهارتونه.

Submission Guideline:

ګرانو کاندیدانو

.د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ

.یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي

د اړیکې شمېره

0701436832

 

Submission Email:

hr@arcs.af





 

Similar Jobs