Position Title: د امیندوارۍ روغتیا عمومی مدیره
Activation Date: 10 September, 2025 Announced Date: 10 September, 2025 Expire Date: 19 September, 2025
- Job Location: Kabul
- Nationality: Afghan
- Category: Health Care
- Employment Type: Full Time
- Salary: As per Organizational Salary Scale
- Vacancy Number: hr@0095
- No. Of Jobs: 1
- City: کابل
- Organization: ARCS
- Years of Experience: د مور او ماشوم او امیندوارۍ په برخه کې 4 کاله تجربه ولري
- Contract Duration: رسمی بست 3
- Gender: Female
- Education: باید د ډاکټرۍ (ام دی) سند ولري. او نسایی ولادی متخصص ته اولیت ورکول کیږي
- Close date: 2025-09-19
About ARCS:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې لنډه پيژندنه:
د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۹۳۴زیږدیز کال کې تاسیس شوې، یوه خپلواکه، بشردوستانه اداره ده چې د افغانستان دولت لخوا د دولتي ادارو لپاره د مرستندویه په توګه پیژندل شوې .د ناورین سره د غبرګون خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. خپل فعالیتونه د بشرپالنې، ناپيیلتوب، ناپلوۍ،خپلواکۍ، د خپلې خوښې خدمتونه، یووالي او نړیوالتوب له اصولو سره سم ترسره کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنه د نورو په منځ کې، دنده لري چې د ناورین ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي، بیړني سرپناه چمتو کړي، زیانمنونکو خلکو ته د مرستې توکي وویشي، ټولنې ته بیلابیل روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې کړي .دا ټولنه د ۷سیمه ایزو څانګو او ۳۴ ولايتي څانګو او له ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو کارمندان او روزل شوي رضاکاران لري.د دې ټولنې مهم کاري شریکان د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیداراسون د سره صلیب نړیواله کميټه د ناروې سور صلیب، هلال احمر قطري او داسې نور دي.
Job Description:
- عمومي مسؤلیتونه
د مرکزي دفتر په سطحه د ټولو روغتیایي مرکزونو د مور او ماشوم روغتیا چارو مسؤل دی. ډاډ ورکوي چې ټولې د مور او ماشوم روغتیا اړوند فعالیتونه د اوسني معیارونو او تګلارو پر اساس ترسره شي. هغه لوړ کیفیت تخنیکي ملاتړ او مرسته د تخنیکي ټیم او روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو لپاره برابروي، چې دا د روغتیایي چارو د ریاست د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
- ځانګړې دندې
- د روغتیایي مرکزونو د قابلو، نرسانو او ښځینه ډاکټرانو منظم څارنه او سرپرستي د دې لپاره چې د مور او ماشوم روغتیا خدمات په سمه توګه وړاندې شي.
- د ولایتونو د د عامی روغتیا د ریاست ، په ځانګړي ډول د امیندواری روغتیا له مسوول سره همغږي او اړیکه.
- روغتیایي مرکزونو کارکوونکو ته د مور او ماشوم روغتیا کې لوړ کیفیت تخنیکي ملاتړ او په کاري ځای کې روزنه ورکول.
- د روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو لپاره د مور او ماشوم روغتیا ، د مور او ماشوم روغتیا په اړه روزنه ورکول .
- د روغتیایي مرکزونو د کارکونکو لپاره د مور او ماشوم روغتیا د شاخصونو د هدف په ټاکلو کی مرسته کول.
- د مور او ماشوم روغتیا اړوند شاخصونو پر اساس ارزونه او د پرمختګ په وړاندې تشې موندل، او ریاست سره په همغږی یې په وړاندې اجراآت کول.
- د مور او ماشوم روغتیا تازه تګلارې او لارښودونه ترتیب کولو کې برخه اخیستل.
- د امیندواری او مور روغتیا اړوند لارښودونو او تبلیغاتی موادو انتقال څخه ټولو اړوندو روغتیایی مرکزونو ته ځان مطئین کول.
- د مور او ماشوم روغتیا د ښه خدمت وړاندې کولو لپاره د وسایلو برابرول.
- په ولایتي کچه د نورو تخنیکي کارکوونکو سره همغږي کول.
- د روغتیا ټیم سره د میاشتني او ربعې راپورونو په چمتو کولو کی مرسته کول .
- د تخنیکي او مدیریتي پوهې د لوړولو لپاره د مور او ماشوم روغتیا غونډو او ورکشاپونو کې ګډون کول .
- د افغانی سری میاشتی د فعالیتونو همغږي د مربوطه ولایتونو د عامی روغتیا د مور او ماشوم روغتیا څانګو ، نورو شریکانو او ذیربط ادارو سره.
- د مور او ماشوم اړوند معلومات منظم راټولول او اړوندو اړخونو سره د سپارښتنو په شمول شریکول.
- د روغتیایي مرکزونو د کارکوونکو د مور او ماشوم روغتیا په برخه کې د ظرفیت لوړولو لپاره روزنیز ورکشاپونه دایرول.
- نورې دندې چې د مستقیم آمر لخوا ورکړل شوي وي.
- د ټولو مور او ماشوم ټاسک فورس غونډو او فرعي کمیټو کې ګډون.
- میاشتني پلانونه او راپورونه چمتو کول او آمر ته سپارل.
Job Requirements:
- باید د ډاکټرۍ (ام دی) سند ولري. او نسایی ولادی متخصص ته اولیت ورکول کیږي.
- باید د مور او ماشوم روغتیا او امیندوارۍ په برخه کې لږ تر لږه ۴ کلنه تجربه ولري.
- د روغتیایي مرکزونو کې د روغتیایي خدماتو بنسټیزو بسته وو( بی پي اچ اس)د تطبیق څارنې وړتیا ولري.
- د کمپیوټر د پروګرامونو (MS Office) ښه مهارت.
- د ښه اړیکو، همکارۍ او راپور ورکولو وړتیا.
د محلي ژبو (دري او پښتو) او انګلیسي د لوستلو، لیکلو او خبرې کولو مهارتونه
Submission Guideline:
گرانو کاندیدانو
د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.
د اړیکې شمېره
0701436832
Submission Email:
hr@arcs.af
