Position Title: Orphanage Manager

Activation Date: 15 October, 2025   Announced Date: 15 October, 2025   Expire Date: 25 October, 2025

  • Job Location: Kabul
  • Nationality: National
  • Category: Education
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: As per Organization salary scal
  • Vacancy Number: HAS-Orphange-047
  • No. Of Jobs: 1
  • City: Kabul
  • Organization: Humanitarian Assistance Society - HAS
  • Years of Experience: 1. لږ تر لږه په عین دنده باندی حد اقل څلور (۴) کاله کاري تجربه د روزنیزو، خیریه یا اداري چارو په برخه کې. 2. د مدیریت، ښوونې، ټولنیزو چارو یا ورته برخې لیسانس سند. 3. واده شوی شخص وي او د ماشومانو د چلند په برخه کې صبر او حوصله ولري. 4. د اداري چارو، راپو
  • Contract Duration: one Year with possibility of extention
  • Gender: Male
  • Education: حداقل تحصیلات (Minimum Education): داشتن سند لیسانس (Bachelor’s Degree) از یک نهاد معتبر آموزشی در یکی از رشته‌های ذیل: علوم اجتماعی (Social Sciences) روانشناسی (Psychology) تعلیم و تربیه (Education) جامعه‌شناسی (Sociology) حقوق و علوم سیاسی (Law &
  • Close date: 2025-10-25
 

About Humanitarian Assistance Society - HAS:

Humanitarian Assistance Society (HAS) is a non- profit, non-political, and non-governmental organization. It is registered with the Ministry of Economy under license # 5824, HAS works to support the struggle against poverty, hunger, and social injustice. We work in a variety of sectors including health and nutrition, water, sanitation and hygiene (WASH), good governance, capacity building, social justice awareness-raising, advocacy, and human rights promotion and protection. HAS has been helping vulnerable Afghan communities since 2005 through launching different interventions in more than 30 provinces of Afghanistan

Job Description:

. د دندې عمومي موخه:

د دارالایتام مدیر د مسؤل شخص په توګه د یتیمانو د ژوند، تعلیم، روزنې، تغذیې، پاکوالي، او ټولنیز پرمختګ د ښه‌والي لپاره کار کوي. نوموړی د دارالایتام ټول اداري، لوژستیکي او روزنیز فعالیتونه تنظیموي، د کارکوونکو د کړنو څخه څارنه کوي او د روزنتون د عمومي رئیس ته منظم راپور ورکوي.

۲. د دندې اساسي مسؤلیتونه او دندې:

الف – د اداري او تنظیمي چارو په برخه کې:

  1. د دارالایتام د کلني، میاشتني او اونیز پلان جوړول، تطبیق او ارزونه.
  2. د دارالایتام د استادانو، کارکوونکو، خدمت‌کوونکو او شاګردانو د نظم او دندو څارنه.
  3. د ادارې د پریکړو، اصولو او کړنلارو د تطبیق څخه څارنه.
  4. د دارالایتام د ټولو چارو د شفافیت او منظم اسنادو ساتنه (حاضري، مصارف، مواد، راپورونه).
  5. د شاګردانو د داخلېدو، خارجېدو او انضباطي مواردو په اړه د ادارې له پریکړو سره سم اقدام.
  6. د مسؤلینو، ښوونکو، او شاګردانو ترمنځ د همغږۍ او سالمې اړیکې تامین.

ب – د روزنیزو او اخلاقی چارو په برخه کې:

  1. د یتیمانو د سلوک، اخلاقو، عبادت، او ټولنیز نظم څارنه او مثبت چاپېریال رامنځته کول.
  2. د شاګردانو د ذهني، رواني او ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره د ښوونکو او روزونکو همکاري تنظیمول.
  3. د دارالایتام د تعلیمي او مهارتي پروګرامونو ملاتړ او د هغوی د پرمختګ لپاره د نوو ابتکاراتو وړاندیز کول.
  4. د شاګردانو د ښې روزنې، د مطالعې چاپېریال او د سالمې تفریح تنظیم.

ج – د لوژستیک او خدماتي چارو په برخه کې:

  1. د خوراکي موادو د منلو، تسلیمۍ، ذخیره کولو او مصرف منظم څار.
  2. د خوراکي توکو د کیفیت، اندازې او صحي شرایطو ډاډ ترلاسه کول.
  3. د پاکوالي، حفظ‌الصحت، او چاپېریالي صفا د دوام څارنه (مسجد، طعام‌خوری، تشنابونه، خوبځایونه).
  4. د اړتیا وړ توکو، تجهیزات، جامې او درملو د غوښتنې او مصرف منظم راپور ورکول.

د – د راپور ورکونې او څارنې برخه:

  1. د دارالایتام د ورځنیو، اونیزو او میاشتنیو فعالیتونو مفصل راپور د روزنتون اداري ته وړاندې کول.
  2. د شاګردانو د پرمختګ، اخلاقو، حاضری او ستونزو په اړه د منظم راپورونو جوړول.
  3. د دارالایتام د عایداتي او مصرفي چارو شفاف راپور د مالي څانګې سره شریکول.
  4. د شاګردانو د ژوند کیفیت، زده‌کړې، روغتیا او تغذیې په اړه منظم څار او مستند راپور ورکول.

هـ – د اړیکو او پرمختګ برخه:

  1. د روزنتون د علمي او اداري مدیریت سره دوامداره همکاري او د ستونزو شریکول.
  2. د بنسټ له تګلارې سره سم، د نورو مؤسسو او مرسته کوونکو سره د همغږۍ او همکارۍ هڅې.
  3. د کارکوونکو او شاګردانو د ظرفیت لوړونې لپاره د لنډمهاله کورسونو او روزنیزو غونډو د ترسره کولو هڅه.

د دارالایتام د ښه مدیریت لپاره د نویو مفکورو، پلانونو او ابتکاراتو وړاندیز کول.

Job Requirements:

. اړین شرایط او وړتیاوې:

  1. لږ تر لږه په عین دنده باندی حد اقل څلور (۴) کاله کاري تجربه د روزنیزو، خیریه یا اداري چارو په برخه کې.
  2. د مدیریت، ښوونې، ټولنیزو چارو یا ورته برخې لیسانس سند.
  3. واده شوی شخص وي او د ماشومانو د چلند په برخه کې صبر او حوصله ولري.
  4. د اداري چارو، راپور جوړونې، د اسنادو تنظیم او څارنې مهارت.
  5. د رهبري، د ټیم مدیریت، او د ستونزو د حل وړتیا.
  6. د اسلامي اخلاقو، ملي ارزښتونو او د ماشوم د حقونو رعایت.
  7. د پښتو او دري ژبو ښه مهارت، د انګلیسي بنسټیزه پوهه غوره ګڼل کېږي.
  8. د کمپیوټر د بنسټیزو پروګرامونو لکه Word او Excel کارولو وړتیا.

Submission Guideline:

Interested and qualified candidates are encouraged to apply through the below  link:


👉https://forms.gle/V5Sd6mVFYaAz84P18

Note: Only shortlisted candidates will be contacted for the written test and interview.

 

 

 

 

Submission Email:

https://forms.gle/V5Sd6mVFYaAz84P18





 

Similar Jobs