Position Title: د انجنیري پوهنځي تدریسي مدیر
Activation Date: 05 November, 2025 Announced Date: 05 November, 2025 Expire Date: 15 November, 2025
- Job Location: Nangarhar
- Nationality: Afghan
- Category: Education
- Employment Type: Full Time
- Salary:
- Vacancy Number: دالفلاح پوهنتون د معاشونو د لايحې مطابق
- No. Of Jobs: 1
- City: Jalalabad
- Organization: Alfalah University
- Years of Experience: په اداري او اکاډمیکو چارو کې لږترلږه درې کاله عملي تجربه لرل
- Contract Duration: دايمي، د درې میاشتنۍ ازمایښتي مودې له بشپړېدوڅخه وروسته
- Gender: Male
- Education: د انجنیري پوهنځي څخه د لسانس تائید شوي سند درلودل
- Close date: 2025-11-15
About Alfalah University:
د الفلاح پوهنتون لنډه پېژندنه
الفلاح پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو پر بنسټ له راجسټر کېدو وروسته په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې د هېوادوالو لپاره د غوره، پرمختللو او معیاري لوړو زده کړو وړاندې کولو په موخه تاسیس شو
الفلاح د ختيځ زون لومړنی او د هېواد په کچه شپږم بشپړ اکاډمیک اعتبار لرونکی خصوصي پوهنتون دی، چې اوس مهال د انجینري، کمپیوټرساینس اقتصاد، شرعيات، ژورناليزم او حقوق او سياسي علومو پوهنځي چې په یادو پوهنځيو کې نږدې دوه نیم زره محصلين د لېسانس په کچه په لوړو زده کړو بوخت دي. د لوړو زده کړو د تدريس چارې يې د ماسترۍ او دوکتورا لرونکو مجربو دايمي استادانو له خوا ترسره کېږي د يادو پوهنځيو ټول استادان د خپلو محصلينو لپاره د نړۍ او هېواد په کچه له معاصرو تدريسي مېتودونو څخه کار اخلي، څو محصلين وکړای شي، د نړۍ نويو او عصري علمي تجاربو څخه خبر او په راتلونکي کې له همدې اغيزمنو تجربو څخه ګټه پورته کړي
د بشپړ اکاډمیک اعتبار ترلاسه کولو سره سم، الفلاح پوهنتون د کار بازار او ټولنه کې د لوستي قشر غوښتنو ته په کتو د خپل پنځه کلن ستراتېژیک پلان پر بنسټ د نویو برنامو د ایجاد لپاره هلې ځلې پیل کړې، چې بیا د لوړو زده کړو وزارت مقام عالي شورا (۲/۳/۱۴۰۲) نېټې پرېکړې له مخې د الفلاح پوهنتون لپاره، شرعیاتو پوهنځي په چوکاټ کې د «تفسیر او حدیث» د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې «نړیوال حقوق» ماسټرۍ برنامې منظوري شوي چې او سمهال محصلین په کې زده کړي کوی
Job Description:
د دندې لنډیز
تدریسي مدیر د پوهنځي د رئیس تر مستقیمې لارښوونې او همغږۍ لاندې د پوهنځي د تدریسي او اداري چارو د اغېزمن تنظیم، مدیریت او څار مسؤلیت لري. نوموړی د سمستر له پیل وړاندې د استادانو د درسي تقسیم، اوقات او مفرداتو د ترتیب او تنظیم چارې د محصلینو د حاضری، درسي اسنادو او ازموینو د پروسو څخه منظمه څارنه کوي، د پوهنځي دعلمي شورا پرېکړو ثبت او ابلاغ، د علمي غونډو او ورکشاپونو تنظیم، او د اکاډمیکو راپورونو ترتیب داستادانو د حاضریو څارنه او دصنفونو څخه په خپل وخت نظارت ترسره کول د تدریسي مدیر له عمده کړنو څخه ګڼل کیږي
:د تدريسي مديريت مسؤليتونه
دسمستر د پیل څخه مخکې د پوهنځي د رئیس په لارښونه دټول استادانو تقسیم او قاتونه جوړ او د پوهنځي درئیس د تایید وروسته یي ټولو استادانو او د محصلینولپاره په اړونده ځایونو کې نصبول
دسمستر د پیل څخه مخکې د استادانو د فایلونو ټول ضرورتونه پوره کول
د پوهنځی درئیس دلوری تایید شوي مفردات د سمستر په پیل کې استادانو ته سپارل
د ازمویني کمیټې سره په تفاهم صنفونو ته د کامیابو محصلینو معرفی کول د صنفو نو د ګنجایش په نظر کې نیولو سره
د سمستر د پیل تر مخه د محصلینو د حاضریانو د مشکلاتو حلول
دمحصلینو ټول اړوند اسنادونه چې د پوهنځي مر بوطیږی په فایلونو کې منظم ساتل
داستادانو ترقي تعلیم څخه روزانه څارنه د مفرداتو سره سر ورکول او په اړه یي د پوهنځي رئیس ته اونیز راپور چمتو کول
د استادانو د حاضریو او درسي فعالیتونو دوامداره څارنه او راپور ورکول
د محصلینو د حاضریانو څخه دوام داره څارنه او راپور ورکول
داستادانو د تقسیم او قاتونو څخه په ورځني ډول نظارت کول
داستادانو صنفونو ته د تګ او بیرته راوتلو د وخت څارنه کول
په صنفونو کی د محصلینو تر منځ د ګروپونو په جوړولو کې د استاد سره کومک او ریکا رډ یي په فایل کې ساتل
د ۲۰ی٪ او نهایی امتحاناتو تقسیم اوقات جوړول او د پوهنځي د رئيس له موافقی او امضا څخه وروسته اعلانول
د ټولو مجالسوفیصلي استادانو او محصلینو ته اعلانول او په فاییل کې ساتل
د پوهنځي د ضرورت وړ قرطاسیه باب تهیه کول
په ټولو امتحاناتو کې د استادانو سره همکاري کول
د پوهنځي د شورا پرېکړې ثبتول، ابلاغول او په منظم ډول ساتل
د پوهنځی مربوط خبرتیاوي،اعلانونه او استعلامونه استادانو او محصلینو ته په مناسب وخت کې رسول او استحضاري اخستل
د پوهنځي د رئيس په هدایت د سیمنارونو او ورکشاپونو ترتیب او تنظیمول
د صنفونو د نماینده ګانو نومونه او تلفون شمېري ساتل
د محصلينو او استادانو مجالسو لپاره اړين ترتيباب نيول
روزمره داستادانو د حاضری څخه نظارت کول او راپور يې دمیاشت په اخیر کې د بشری سرچینو امریت ته سپارل
داستادانو تدریسي تقسیم اوقات او درسي مفردات د ځانه سره ساتل
او نور ټول هغه کارونه چې د پوهنځي د رئیس لخوا ورته سپارل کیږي په وخت او په موثره توګه ترسره کول
Job Requirements:
وړتیاوې
د انجنیري پوهنځي څخه د لسانس تائید شوي سند درلودل
خارج مرز فارغ اسناد باید د لوړو زده کړو وزارت لخوا تایید شوي وي او د انسجام او اکاډمیکو چارو ریاست مکتوب ولري
کاري تجربه
په اداري او اکاډمیکو چارو کې لږترلږه درې کاله عملي تجربه لرل
فني مهارتونه
د کمپیوټر په (ایم اس افس) او انټرنټ کارولو پوره تسلط درلودل
د تدریسي مدیریت اړوند سافټویرونو سره آشنایي یو مثبت امتیاز ګڼل کېږي
په پښتو او دري ژبو رواني خبري کول
په انګلیسي ژبه بشپړ تسلط درلودل
د کاري ژمنتیا، د وخت مراعتول او په دنده کې دوامداره حضور
په انفرادي توګه او په ټیم کې د اغیزناکه کار کولو وړتیا درلودل
د همکارانو سره مثبت او مسلکي اړیکې ساتل
د ښې مفاهمې، خبرو اترو او مدیریت ځانګړنې
د ستونزو حل، لومړیتوب ټاکل او پریکړه کولو وړتیا درلودل
Submission Guideline:
په شرايطو برابر کاندیدان کولی شي خپله سي وي یا خلص سوانح د غوښتنلیک سره یو ځای د روان 2025 میلادي کال د نومبر میاشتې تر 15 نېټې پورې د لاندې برېښنالیک له لاري د الفلاح پوهنتون بشري سرچينو آمريت ته واستوي
او یا دې خپل خلص سوانح او د لوړو زده کړو وزارت څخه تائيد شوي د فراغت اسناد الفلاح پوهنتون بشري شرچینو آمریت ته په حضوري بڼه وسپاري
لطفا د خپل بریښنالیک په موضوع کې ددندې عنوان او اعلان شمېره په واضحه توګه ذکر کړي
Submission Email:
career@alfalah.edu.af