Position Title: د اقتصادی خوندیتوب همکار
Activation Date: 24 November, 2025 Announced Date: 24 November, 2025 Expire Date: 03 December, 2025
- Job Location: Balkh
- Nationality: Afghan
- Category: Other
- Employment Type: Full Time
- Salary: 35000
- Vacancy Number: hr@0146
- No. Of Jobs: 1
- City: مزاری شریف
- Organization: ARCS
- Years of Experience: د یو غیر دولتی اداری سره یا بین المللی اداری سره کاری تجربه به یو پانګه وی، عموما باید ۲-۳ کالو مسلکی تجربه ولری، د هغی څخه حد اقل ۱ کلنه مشابه فعالیت تجربه ولری
- Contract Duration: قراردادی
- Gender: Male
- Education: د کمپوټر پروګرامونو مهارت ولری، په انګلیسی ژبه او محلی ژبو (پشتو او دری) پشپړ حاکمیت ولری.د حوادثوبخش او یا د غذای امنیت اړوند د پوهنتون او یا حرفوی تحصیلی سند ولری
- Close date: 2025-12-03
About ARCS:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې لنډه پيژندنه:
د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۹۳۴زیږدیز کال کې تاسیس شوې، یوه خپلواکه، بشردوستانه اداره ده چې د افغانستان دولت لخوا د دولتي ادارو لپاره د مرستندویه په توګه پیژندل شوې .د ناورین سره د غبرګون خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. خپل فعالیتونه د بشرپالنې، ناپيیلتوب، ناپلوۍ،خپلواکۍ، د خپلې خوښې خدمتونه، یووالي او نړیوالتوب له اصولو سره سم ترسره کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنه د نورو په منځ کې، دنده لري چې د ناورین ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي، بیړني سرپناه چمتو کړي، زیانمنونکو خلکو ته د مرستې توکي وویشي، ټولنې ته بیلابیل روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې کړي .دا ټولنه د ۷سیمه ایزو څانګو او ۳۴ ولايتي څانګو او له ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو کارمندان او روزل شوي رضاکاران لري.د دې ټولنې مهم کاري شریکان د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیداراسون د سره صلیب نړیواله کميټه د ناروې سور صلیب، هلال احمر قطري او داسې نور دي.
Job Description:
:موخه
د حوادثو مامور وظیفه د سری میاشتی د حوادثو اداری د شمال ختیځ زون- کندز لپاره د ټولو مشترکه فعالیتونو ارزونه، همغږی او ملاتړ لپاره رامنځ ته شوی چی د سری میاشتی او د سره صلیب د اقتصادی تامیناتو څانګی ترمنځ د شمال ختیځ زون په کچه همکاری کوی. هغه د سری میاشتی شمال ختیځ زون د ولایتونو په همغږی د سری میاشتی او اقتصادی تامیناتو مشترک فعالیتونه د هوکړه لیک او لارښود مطابق اداره، عملی او د هغی اړوند راپور ورکوی.د حوادثو مامور باید د اقتصادی تامیناتو څانګی ، سری میاشتی مرکزی حوادثو اداری او د شمال ختیځ زون ترمنځ د مینځګړی رول ولوبوی تر څو مشترکه فعالیتونه د هوکړه لیک مطابق ترسره شی. ددی ترڅنګ چی اوږدمهاله مشترک ملاتړ شتون لری د هغی د جملی څخه د ظرفیتونو د لوړوالی اطمینان هم حاصل شی. د حوادثو مامور د پروژو د ښه تطبیق لپاره دواړه اړخونو سره ښی اړیکی لری. ددی وظیفی د کار ځای (د سری میاشتی شمال ختیځ زون- کندز) دی ، خو د ټولو مشترکه فعالتیونو څخه باید د سری میاشتی ولایتونو په کچه لیدنه او حمایه وکړی.
رول او مسولیتونه:
- دشمال ختیځ- کندز حوادثو ساحوی مدیر تر نظارت لاندی، د حوادثو مامور باید د سری میاشتی ساحوی تیم چی د سری میاشتی ولایتونو کی موجود دی د هغوی سره د نزدی څخه کار وکړی، تر څو د اقتصادی تامیناتو او سری میاشتی مشترکه پروژی په ښه توګه تطبیق کړی. مثلا د څو اړخه نغدی پروژه انتقالول، د کرهڼی پروژه او د کار په مقابل کی د پیسو پروژه او همداسی نوری اضطراری پروژی.
- د حوادثو ساحوی ټیم باید د پروژی د دوری (ارزیابی، د پروژی پلان، تطبیق ، لیدنه او راپور) او د مشترکه پروژو په اړوند حمایه او لارښودنه وکړی.
- په شمال ختیځ زون کی د رضاکارانو او د سری میاشتی نورو کامندانو لپاره کورسونه دایر کړی، همدغه شان د سره صلیب د ترینراو د سری میاشتی مرکزی حوادثومدیر سره ښه همغږی ولری.
- د ساحوی کارمندانو راپورنه چی د اقتصادی تامیناتو او سری میاشتی مشترکه پروژو اړوند دی بیا لیدنه تری وکړی، مثلا د ارزیابی راپورونه، د پروژی وړاندیز، توزیع او د توزیع نظارت د مرکزی حوادثو مدیر سره په همغږی ترسره کړی.
- د کار اړوند اړخونه تعقیب کړی او د شمال ختیځ زون حوادثو مدیر د مشترکه فعالیتونو په اړوند با خبره وساتی.
- د پروژی اسنادو ترجمه د انګلیسی څخه په محلی ژبو اود هغی برعکس ژباړنه وکړی او د هغی ملاتړ وکړی.
- دشمال ختیځ زون حوادثو مدیر سره په ټولو اداری امورو او نورو پروسیجرو کی چی د اقتصادی تامیناتو او سری میاشتی مشترک فعالیتونو اړوند دی کمک وکړی.
Job Requirements:
د وظیفی شرایط
د حوادثوبخش او یا د غذای امنیت اړوند د پوهنتون او یا حرفوی تحصیلی سند ولری.
په انګلیسی ژبه او محلی ژبو (پشتو او دری) پشپړ حاکمیت ولری.
د کمپوټر پروګرامونو مهارت ولری
عموما باید ۲-۳ کالو مسلکی تجربه ولری، د هغی څخه حد اقل ۱ کلنه مشابه فعالیت تجربه ولری
د یو غیر دولتی اداری سره یا بین المللی اداری سره کاری تجربه به یو پانګه وی
Submission Guideline:
ګرانو کاندیدانو
د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.
د اړیکې شمېره
0701436832
Submission Email:
hr@arcs.af