Position Title: د عمومي داخله ، عصبي جراحي ناروغیو او لېپراسکوپیک جراحي متخصصین

Activation Date: 10 December, 2025   Announced Date: 10 December, 2025   Expire Date: 25 December, 2025

  • Job Location: Nangarhar
  • Nationality: Afghan
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: As per SMCH Salary Scale Base
  • Vacancy Number: SU-HR-024
  • No. Of Jobs: 4
  • City: Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
  • Organization: Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital
  • Years of Experience: په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله کاري تجربه
  • Contract Duration: درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي
  • Gender: Male
  • Education: د عمومي طب پوهنځي څخه فارغ او د عامې روغتیا وزارت څخه تائید شوی د تخصص سند لرل.
  • Close date: 2025-12-25
 

About Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital:

:د روغتون لنډه پېژندنه

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون چې د هېواد په ختيځ کې د سپين غر پوهنتون تدريسي روغتون دی  په کال ۱۳۸۸ کال کې په فعاليت پېل کړی دی او تر دې دمه يې د تېرې شوې مودې پرمهال په ګڼو برخو کې پراخ معالجوي او تدريسي فعاليتونه ترسره کړي دي

معلومه ده چې د طب په برخه کې د لوړو زده کړو یو پوهنتون چې له کوم وخت نه فعاليت پېلوي نو اړتيا او اصولو ته په کتو لازمه ده چې خپلو محصلينو ته د نظري زده کړو ترڅنګ په عملي برخه کې هم پاملرنه ولري او د يوه روغتون شتون اړين بلل کېږي

اوس مهال ياد روغتون د عمومي داخلې، عمومي جراحي، کوچنيانو څانګې، نسايي ولادي،زړه/ قلبي څانګې، هیمو ډیلایزس څانګه، غاښونو څانګه، سترګو څانګه، غوږ پزې او ستونزې څانګه، انتاني، جدي مراقبت څانګه، عقلي عصبي څانګه، جلدي څانګه او هډوکو څانګې فعالې دي چې د سيمې په کچه د مجربو متخصصو ډاکټرانو په درلودلو سره د مُجهزو طبي وسايلو پرمټ د هر ډول ناروغيو غوره تشخيص او ډاډمنه درملنه  کوي

سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون له کلونو راهيسې د ښې سابقې او غوره نوم په درلودلو سره د ولس په زړه او ذهن کې ځای لري چې د ولس شته باور به ساتي او تر  ممکن حده به په بې پرې شکل معالجوي خدماتو وړاندې کېدو سربېره خپلو محصلينو ته د عملي تدريس لا منظم چاپيریال رامنځنته کوي

 

Job Description:

:اول:د عمومي داخله ناروغیو متخصص د دندو لایحه

د داخله  ناروغانو او پی ډی ترسره کول

د داخله ناروغانو بستر او درملنه کول

د او پی ډی مياشتنى راپور جوړول

په وارډ کې د همکارانو تر منځ د سالم کاري محيط رامنځته کول

د درملنې پر مهال د عامي روغتيا وزارت ټول ستندردونه او معيارات په نظر کې نيول او عملي کول

د پرسونل مياشتنۍ غونډه کې برخه اخيستل

په دوسيه کې د پرستار د کارونو څارل

د نوي پرسونل په لارښوونه کې همکاري کول

په وارډ کې د انتان د مخنيوي د قوانينو پوره مراعت کول

د روغتون په روزنېزو کنفرانسونو کې برخه اخېستل

د ستاژر ممحصلانو سره په ستاژ کې مرسته کول

د محصلانو د عملي درسونو تدريس کول د (اړتيا په صورت کې)

د داخله وارډ د نظم او ډسپلين ساتل

د روغتون د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د روغتيايي پرسونل تشويق کول

د روغتون د رسمي يونيفورم اچول

د ناروغانو سره ښه سلوک، احترام او رازساتنه کول

د روغتون د اُصولو او قوانينو سره د اړونده آمر لخوا د سپارل شويو کارونو ترسره کول

:دویم: عصبي جراحي ناروغیو متخصص د دندو لایحه: 

 د  اعصابو جراحی اړوند  ناروغانو او پی ډی ترسره کول

د اعصابو جراحی  عمليات کېدونکو ناروغانو ته د ټولو معايناتو پوره کول

د جراحي اُصولو سره سم د اعصابو  جراحی  ناروغانو لپاره د عملياتونو د دوسيو منظم پوره کول

د جراحي اُصولو سره سم د اعصابو  جراحي  ناروغانو لپاره د عمليات د پلان تعقيب

په وارډ کې د همکارانو تر منځ د سالم کاري محيط رامنځ ته کول

د درملنې  پر مهال د عامي روغتيا وزارت ټول ستندردونه او معيارات په نظر کي نيول او عملي کول

د او پی ډی  مياشتنى راپور جوړول

د پرسونل  مياشتنۍ غونډه کې برخه اخيستل

نوي پرسونل ته کاري لارښونې کول

په وارډ کې د انتان د مخنيوي د قوانينو پوره مراعت کول

د روغتون په روزنېزو کنفرانسونو کې برخه اخېستل

د ستاژر محصلينوسره په ستاژ کې مرسته کول

د روغتون د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د روغتيايي پرسونل تشويقول

د روغتون د رسمي يونيفورم اچول

د ناروغانو سره ښه سلوک، احترام او رازساتنه

د روغتون د اُصولو او قوانينو سره د اړونده آمر لخوا د سپارل شويو کارونو ترسره کول

د  اعصابو جراحی  میتودونو او تخنیکونو اړوند علمی څیړنی کول

د کال په پیل کی د روغتون عملیاتی پلان ته په کتو خپل کاری پلان جوړول

صنفی او فاینل ستاژرانو ته عملی زده کړی ترسره کول

په سهارنی راپور کی په فعاله ډول ګډون کول

د ضرورت په بنا د شپی لخوا د عملیاتونو اجرا کول

د ام ډی ډاکترانو په ظرفیت لوړونه کی برخه اخیستل
 

:درېیم: د لېپراسکوپیک جراحي متخصص د دندو لایحه

 د جراحی اړوند  ناروغانو او پی ډی ترسره کول

د لیپراسکوپیک جراحی  عمليات کېدونکو ناروغانو ته د ټولو معايناتو پوره کول

د جراحي اُصولو سره سم د لپرا سکوپیک جراحی  ناروغانو لپاره د عملياتونو د دوسيو منظم پوره کول

د جراحي اُصولو سره سم د لیپراسکوپیک جراحي  ناروغانو لپاره د عمليات د پلان تعقيب

په وارډ کې د همکارانو تر منځ د سالم کاري محيط رامنځ ته کول

د درملنې  پر مهال د عامي روغتيا وزارت ټول ستندردونه او معيارات په نظر کي نيول او عملي کول

د او پی ډی مياشتنى راپور جوړول

د پرسونل  مياشتنۍ غونډه کې برخه اخيستل

نوي پرسونل ته کاري لارښونې کول

په وارډ کې د انتان د مخنيوي د قوانينو پوره مراعت کول

د روغتون په روزنېزو کنفرانسونو کې برخه اخېستل

د ستاژر محصلينوسره په ستاژ کې مرسته کول

د روغتون د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د روغتيايي پرسونل تشويقول

د روغتون د رسمي يونيفورم اچول

د ناروغانو سره ښه سلوک، احترام او رازساتنه

د روغتون د اُصولو او قوانينو سره د اړونده آمر لخوا د سپارل شويو کارونو ترسره کول

د  لیپرسکوپیک جراحی  میتودونو او تخنیکونو اړوند علمی څیړنی کول

د کال په پیل کی د روغتون عملیاتی پلان ته په کتو خپل کاری پلان جوړول

صنفی او فاینل ستاژرانو ته عملی زده کړی ترسره کول

په سهارنی راپور کی په فعاله ډول ګډون کول

د ضرورت په بنا د شپی لخوا د عملیاتونو اجرا کول

د ام ډی ډاکترانو په ظرفیت لوړونه کی برخه اخیستل

 

Job Requirements:

:د ګمارنې شرایط

د تابعیت تذکره درلودل

خلص سوانح(سی وی)  درلودل

:د عامې روغتیا او یا دلوړو زده کړو وزارت څخه تائید شوی د تخصص سند لرل

:کاري تجربه

له تخصص څخه وروسته په یاده برخه کې حد اقل درې کلنه پرلپسې کاري مخینه او تجربه درلودل

* هغه کاندیدانو ته چې په یاده برخه کې د معتبرو روغتونونو څخه کاري تجربه ولري، لومړیتوب ورکول کېږي

:کاري مهارتونه او وړتياوې

د سپين غر مومند ۵۰ بستریز معالجوي او تدريسي روغتون د داخله ناروغیو، عصبي جراحي ناروغیو او لیپراسکوپیک جراحي متخصصین بايد د لاندې وړتياوو او کاري- مسلکي مهارتونو درلودونکي وي

 کاري تقوا، شخصي نظم او د روغتون د پرمختګ ژمنتیا درلودل

په خپلو چارو کې د روڼتيا او ټاکلو معيارونو د تطبیق اراده او وړتيا درلودل

 د معالجوي، تدريسي، اداري، خدماتي او نورو ټولو کار کوونکو سره اصولي او مسلکي تعامل وکړای شي

ناروغانو او ناروغ لرونکو افرادو رضايت مطالعه کولو او لوړولو وړتيا درلودل

د شپنۍ نوکریوالۍ د ترسراوي توان درلودل

Submission Guideline:

په شرایطو برابر کاندیدان کولای شي د راتلونکې قوس/ لیندۍ میاشتې تر ۳۰ نېټې پورې خپل اسناد د لاندې برښنالیک له لارې راولېږي او یا هم په حضوري شکل د روغتون اداري مدیریت ته وسپاري

administration.hospital@spingharuniversity.edu.af

د اړیکو شمېره:  78 619 07676

پته: لومړۍ ناحيه، چشمه خانجي څلور لارې، سپين غر پوهنتون په لور غزيدلی سړک، جلال آباد ښار
 

:څلور بستونه
د عمومي داخله ناروغیو متخصص (دوه بستونه)
د عصبي جراحي ناروغیو متخصص (یو بست)
د لېپراسکوپیک جراحي متخصص (یو بست)

 

Submission Email:

administration.hospital@spingharuniversity.edu.af hr@spingharuniversity.edu.af





 

Similar Jobs