Position Title: (Midwife) قابله

Activation Date: 22 December, 2025   Announced Date: 22 December, 2025   Expire Date: 31 December, 2025

  • Job Location: Oruzgan
  • Nationality: National
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: د دفتر د پالیسی مطابق
  • Vacancy Number: OPHCD-HR-058
  • No. Of Jobs: 1
  • City: د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اړوند دلنګر ساحه
  • Organization: OPHCD
  • Years of Experience: د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۲) کاله کاري تجربه ولري
  • Contract Duration: یوکال
  • Gender: Female
  • Education: په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي صحي علومو انسټیټوټ،قابلګۍ څانګې څخه فارغه شوی وي، د ازیګزیټ امتحان يي ورکړي وي او نتایج يي په لاس ولري
  • Close date: 2025-12-31
 

About OPHCD:

د ارتقآ صحت او انکشاف جامعه مؤسسه (OPHCD) یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په ۲۰۱۷ کې تاسیس شوی او په ۴۱۶۰ شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د ۷۶۲ شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجسټر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او ACBAR غړیتوب لري. OPHCD د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، WASH، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي.

Job Description:

:مسؤليتونه

د بی پی ایچ اس د رهنمود مطابق د زیږون وړتیا لرونکو سی بی ا  امیندواره او شیدی ورکونکو میندو ته د مور او ماشوم اړین اساسي روغتیایي خدمات وړاندې کول.

په ټاکلي رسمي وخت کښې په روغتيايي مرکز کى کار کول

د امیندوارۍ په دوران کښی، مخکې له ولادت څخه، د ولادت په وخت کښی او د ولادت څخه وروسته ميندو ته روغتیایي خدمات وړاندې کول، د صحت اړوند یی ورته لارښونې کول او د مور او ماشوم سره مرسته کول

د خوندې (مصؤن) امیندوارۍ او ولادت په اړه ميندو ته معلومات ورکول

میندوته د شيدو ورکولو د ګټو او د اوسپنې لرونکو خوړو په اړه د معلوماتو بيانول

د روغتيايي مرکز د آمر د غوښتنې سره سم د بيړنيو ناروغانو معاینه کول

د پلان مطابق مراجعینو ته روغتیايي زده کړی ورکول

د خپلې پوهې او مهارتونو لوړولو لپاره په ورکشاپونو اوميټينګونو کى برخه اخيست

د روغتيايي مرکز د کارکونکو د پوهی او مهارتونو د لوړولو په خاطر د هغوي سره خپله پوهه او تجربي شریکول

د انتان (ميکروب) د خپريدو د مخنيوي لپاره د مختلفو لارو چارو په کار اچول او څارل

په ټاکلي وخت سره د شپې د نوکريوالي اجراکول او د اړتیا پر مهال د شپې له لورې د ولادتونو اجرا کول

د خپلو ټولو راپورونو جوړول او مستقيم امر ته سپارل

د لا زياتو معلوماتو د حاصلولو او د کارکونکو د تخنیکی ظرفیت لوړونې په موخه په کلینیک کی اونيز او نورو اړینو ميټينګونو کی برخه اخيستل

د مياشتنې او ربع وارو راپورونو  په شمول د کلینیک د مور او ماشوم د برخی د راپورونو جوړول او مستقيم امر ته سپارل

د روغتيايي مرکز د ځينو اداري چارو سنبالول او د حاضري پابندي

دخپل مستقیم امر لخوا د دندې اړوند یو شمیر نورو اړینو فعالیتونو ترسره کول            

Job Requirements:

تعلیمې کچه، کاري تجربه ، وړتیا او مهارتونه

په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي صحي علومو انسټیټوټ،قابلګۍ څانګې څخه فارغه  شوی وي

د ازیګزیټ امتحان يي ورکړي وي او نتایج يي په لاس ولري

د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۲) کاله کاري تجربه ولري

مهارتونه او وړتیاووي

په پښتو او دري ژبو د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل

د روغتیایې مرکز د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپیریال جوړولو مهارت درلودل

د روغتیايې مرکز د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې مهارت درلودل

Submission Guideline:

د ایمیل له لارې خپل تعلیمي او کاري اسناد دغه ایمیل ادرس ته واستوئ 

jobs.ophcd@gmail.com

او هم کولاي شئ مستقیمآ يي په ارزګان  ولایت  کې د او پی اچ سی دی  ولایتې دفتر ته وسپارئ

:یادونه

هغه کسان چی دی بست ته غوښتنلیک استوی باید د ایمیل په سبجیکت برخه کی د بست نوم او د ویکنسی نمبر په واضح ډول ذکر کړی 

 

د ولایتې دفتر ادرس:   ارزګان ولایت، ترینکوټ ښار، څلورمه ناحیه، عمربلال 20 بستریز روغتون ته څیرمه د سیف الله تعمیر 6 نمبر کور د او پی اچ سی دی ولایتی دفتر 

Submission Email:

jobs.ophcd@gmail.com





 

Similar Jobs