Position Title: واکسيناتور
Activation Date: 22 December, 2025 Announced Date: 22 December, 2025 Expire Date: 31 December, 2025
- Job Location: Oruzgan
- Nationality: National
- Category: Health Care
- Employment Type: Full Time
- Salary: د دفتر د پالیسی مطابق
- Vacancy Number: OPHCD-HR-059
- No. Of Jobs: 1
- City: د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اړوند دلنګر ساحه
- Organization: OPHCD
- Years of Experience: د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۳) کاله کاري تجربه ولري
- Contract Duration: یو کال
- Gender: Male/Female
- Education: په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي صحي علومو انسټیټوټ او یا د دولسم صنف څخه فارغ شوی وي د ایی پی ای درې میاشتنۍ اساسي روزنه یا کورس يي اخیستي وي
- Close date: 2025-12-31
About OPHCD:
د ارتقآ صحت او انکشاف جامعه مؤسسه ( او پی اچ سی دی ) یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی په ۲۰۱۷ کې تاسیس شوی او په ۴۱۶۰ شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د ۱۳۱۶ شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجسټر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. او پی اچ اس دی د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، ،واش محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي
Job Description:
مسؤليتونه
د روغتیایي مرکز د پوښښ په ساحه کی ټولو د هدف وړ ماشومانو او ښځو ته د ایی پی ای او بی پی اچ اس پالیسيو سره سم د واکسیناسیون خدمتونه وړاندی کول.
د واکسینو د ضیاع څخه د مخنیوی په موخه د عامی روغتیا وزارت او یونیسف د پروتوکولونو سره سم د واکسینو د سوړ زنځیر سیسټم اداره کول
د ان ای دی اس پر مهال د پولیو واکسینو د ملی کمپاینونو کی همکاری، فعال ملاتړ او روغتیایی مرکز کی د واکسینو د ثابت مرکز فعال ساتل
ناروغانو، کورنۍ او ټولنې ته د واکسین کولو او د روغتیا په اړوندو برخو کې مشوره او عامه پوهاوی ورکول
د طبي، قابله ګۍ او نرسنګ زده کونکو او ټولو مسلکي کارمندانو سره د دوی د دندې اړتیاو په اړه پوهه او مهارتونه شریکول
محدود، اداري دندې ترسره کول لکه د واکسینو د مراجعینو ثبت کول، د فعالیتونو راپور ورکول، د کلینیک او د هغه اړوند تآسیساتو او وسایلو ساتل او مدیریت او د کلینیک د پرسونل او ټولنې په کچه د واکسینو په رابطه د ځانګړو تعلیمي یا پوهاوي پروګرامونو همغږي کول
د اړتيا په وخت کی ټولنی ته ځانګړی مرستې سرته رسول
د روغتیايي مرکز اړوند د مایکروپلان ترسره کول
د واکسینو اړوند غیر حاضر په منظم ډول تعقیبول
د خپلې پوهې او مهارتونو لوړولو لپاره په ورکشاپونو اوميټينګونو کى برخه اخيستل
د روغتيايي مرکز د کارکونکو د پوهی او مهارتونو د لوړولو په خاطر د هغوی سره خپله پوهه او تجربی شریکول او د همدی موخی لپاره د روغتیایی مرکز په اونیزو مجلسونو کی اشتراک کول
د انتان (ميکروب) د خپريدو د مخنيوي لپاره د مختلفو لارو چارو په کار اچول او څارل
هر هغه ستونزه چې د خدماتو وړاندې کولو یا د پروګرام اهدافو په ترلاسه کولو کې مانع واقع کیږی سمدستي د روغتیایی مرکز امر او دفتر سره د حل لاری د موندلو په موخه شریکول
د معلوماتو د شریکولو او د پروګرام د پرمختګ په اړه د بحث لپاره د روغتیایی مرکز په اونیزه غونډه کې ګډون کول
دخپل مستقیم امر لخوا د دندې اړوند یو شمیر نورو اړینو فعالیتونو ترسره کول
Job Requirements:
تعلیمې کچه، کاري تجربه ، وړتیا او مهارتونه
په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي صحي علومو انسټیټوټ او یا د دولسم صنف څخه فارغ شوی وي
د ایی پی ای درې میاشتنۍ اساسي روزنه یا کورس يي اخیستي وي
د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۳) کاله کاري تجربه ولري
مهارتونه او وړتیاووي
په پښتو او دري ژبو د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل
د روغتیایې مرکز د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپیریال جوړولو مهارت درلودل
د روغتیايې مرکز د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې مهارت درلودل
Submission Guideline:
د ایمیل له لاری خپل تعلیمی اوکاری اسناد دغه ایمیل ته واستوی
jobs.ophcd@gmail.com
او هم کولاي شئ مستقیمآ يي په ارزګان ولایت کې د او پی اچ سی دی ولایتې دفتر ته وسپارئ
:یادونه
هغه کسان چی دی بست ته غوښتنلیک استوی باید د ایمیل په سبجیکت برخه کی د بست نوم او د ویکنسی نمبر په واضح ډول ذکر کړی
د ولایتې دفتر ادرس: ارزګان ولایت، ترینکوټ ښار، څلورمه ناحیه، عمربلال 20 بستریز روغتون ته څیرمه د سیف الله تعمیر 6 نمبر کور د او پی اچ سی دی ولایتی دفتر
Submission Email:
jobs.ophcd@gmail.com