Position Title: تغذی نرس

Activation Date: 22 December, 2025   Announced Date: 22 December, 2025   Expire Date: 31 December, 2025

  • Job Location: Oruzgan
  • Nationality: National
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: د دفتر د پالیسی مطابق
  • Vacancy Number: OPHCD-HR-060
  • No. Of Jobs: 1
  • City: د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اړوند دلنګر ساحه
  • Organization: OPHCD
  • Years of Experience: لږ تر لږه یو کال کاري تجربه ولري په روغتیايي کلینیکونو کې دتعذي اړوند برخه کې حد اقل (۱) کاله کاري تجربه ولري
  • Contract Duration: یوکال
  • Gender: Female
  • Education: د نرسنګ او یا قابله ګی څانګی څخه فارغ وی او سند یی د عامی روغتیا وزارت څخه تائید وي
  • Close date: 2025-12-31
 

About OPHCD:

د ارتقآ صحت او انکشاف جامعه مؤسسه ( او پی اچ سی دی ) یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په ۲۰۱۷ کې تاسیس شوی او په ۴۱۶۰ شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د ۱۳۱۶ شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجسټر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. او پی اچ اس دی د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، ،واش محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي.

Job Description:

مسؤلیتونه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټولو پالیسیو، ستراتیژیو او تړون ته ژمنتیا او د ټولو کلینیکي اصولو او مقرراتو مراعات کول

د ارتقاء صحت او انکشاف جامعه ټولو پالیسیو، اصولو او قوانینو ته درناوی

د میاشتنۍ ریکویست اماده کول د  او پی دی مم او او پی دی سم   موادو دپاره او د  پرګرام پورې اړوند موادو سم راجسټریشن کول

د  او پی دی مم او او پی دی سم    اړوند موادو سم مدیریت او ذخیره کول او په اړونده راجسترو او کارتونو کې د ویشل شوي موادو ثبت کول

د 5 کالو څخه د کم عمر ټولو ماشومانو د تغذیې وضعیت سکرینینګ او ارزونه 

او په سؤتغذی اخته ماشومان د لارښوونو سره سم  راجسټرکول، د تداوی او تعقیب کارتونه ورته جوړول 

په سؤتغذی اخته ماشومانو ته د اشتها تست اجرا کول

د ای مم پروتوکول سره سم د معتدل متوسط او شدید خوارځواکۍ او امیندواره او شیدې ورکونکو میرمنو ماشومانو ته د ار یو اس اف ،  سوپر سیریال او  ار یو تی اف خواړو ویشل

د تعقیبي  یا فالو اپ اصولو تطبیق  کول هغو ناروغانو ته چې غذايي مواد ترلاسه کوي 

د اختلاطی ناروغانوریفرکول اړونده څانګو ته

د شفایاب شوو ، دایمی غیرحاضرانو ، ریفر شوو او بی نتجی مریضانو په سمه توګه د پرګرام څځه خارجول

د او پی اچ سی دی  ولایتي دفتر ته د اونۍ او میاشتني فعالیتونو راپورونو چمتو کول، تصدیق کول او لیږل

دی حاد خوارځواکۍ  ماشومانواو امیندواره او شیدې ورکونکو میندو ته د ار یو اس اف ،  سوپر سیریال او  ار یو تی اف سمه کارول ښودنه

د کلینیک آمر، قابله ګانو، واکسیناتورانو، د تغذیې مشاورینو او سی اچ اس  سره همغږي او منظمې ناستې ترڅو د تغذیې ټولیز پروګرام پیاوړی کړي او د غیرحاضرانو لیست له دوی سره شریک کړي ترڅو د ټولنې په کچه ترلاسه او تعقیب شي

د تغذيې موادو د ضایع کیدو جدي مخنیوی ار یو اس اف ،  سوپر سیریال او  ار یو تی او د هغو ناروغانو څخه چې د تعقیبي لیدنو لپاره راجع کیږي د کارول شوي تغذیه موادو د خالي پاکټو راټولول

د خپلو دندو د پلي کولو په اړه انعطاف منونکی

متقابل درناوى او په پوره لېوالتيا سره ورسپارل شوې دندې ترسره کول او د اړونده سوپروایزر له خوا ورسپارل شوې اضافي دندې ترسره کول

د تغذی نرس په مستقیم ډول د  ار یو اس اف ،  سوپر سیریال او  ار یو تی اف  تغذیه توکو د ضایع کیدو، ویجاړودو یا ناسم استعمال لپاره د ساتنې لومړۍ درجې مسؤلیت لري چې کلینیک ته لیږل شوي، او دا ممکن ده که چیرته مواد ته خساره ورسول شی نود معاش کمولی او خساری تاوان به هم ورکوی

مراجعینو ته روغتیایی تعلیمات خصوصآ د سؤتغذی د مخنیوی په هکله مالومات وړاندی کول            

Job Requirements:

تعلیمې کچه، کاري تجربه ، وړتیا او مهارتونه

د افغانستان تابعیت ولري

د نرسنګ او یا قابله ګی څانګی څخه فارغ وی او سند یی د عامی روغتیا وزارت څخه تائید وي

لږ تر لږه یو کال کاري تجربه ولري

په روغتیايي کلینیکونو کې دتعذي اړوند برخه کې حد اقل (۱) کاله کاري تجربه ولري

مهارتونه او وړتیاووي

په پښتو او دري ژبو د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل

د روغتیایې مرکز د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپیریال جوړولو مهارت درلودل

د روغتیايې مرکز د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې مهارت درلودل

Submission Guideline:

د ایمیل له لاری خپل تعلیمی اوکاری اسناد دغه ایمیل ته واستوی

jobs.ophcd@gmail.com

او هم کولاي شئ مستقیمآ يي په ارزګان  ولایت  کې د او پی اچ سی دی  ولایتې دفتر ته وسپارئ

:یادونه

هغه کسان چی دی بست ته غوښتنلیک استوی باید د ایمیل په سبجیکت برخه کی د بست نوم او د ویکنسی نمبر په واضح ډول ذکر کړی 

 

د ولایتې دفتر ادرس: ارزګان ولایت، ترینکوټ ښار، څلورمه ناحیه، عمربلال 20 بستریز روغتون ته څیرمه د سیف الله تعمیر 6 نمبر کور د او پی اچ سی دی ولایتی   دفتر

Submission Email:

jobs.ophcd@gmail.com





 

Similar Jobs