Position Title: (Community Outreach Officer) د ټولنی په کچه د روغتیایی فعالیتونو افسر

Activation Date: 22 December, 2025   Announced Date: 22 December, 2025   Expire Date: 31 December, 2025

  • Job Location: Oruzgan
  • Nationality: National
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: د دفتر د پالیسی مطابق
  • Vacancy Number: OPHCD-HR-061
  • No. Of Jobs: 1
  • City: د ارزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ اړوند دلنګر ساحه
  • Organization: OPHCD
  • Years of Experience: د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۳) کاله کاري تجربه ولري
  • Contract Duration: یو کال
  • Gender: Male
  • Education: په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي متوسطو زده کړو انسټیټوټ (نرسینګ) څخه فارغ شوی وي،
  • Close date: 2025-12-31
 

About OPHCD:

د ارتقآ صحت او انکشاف جامعه مؤسسه ( او پی اچ سی دی ) یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په ۲۰۱۷ کې تاسیس شوی او په ۴۱۶۰ شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د ۱۳۱۶ شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجسټر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. او پی اچ اس دی د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، ،واش محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي

Job Description:

مسؤليتونه

د ټولنې په کچه د بی پی اچ اس د پالیسۍ مطابق د ټولنې په کچه د روغتیایی خدماتو وړاندي کول

د ټولنې په  کچه د عامې روغتيا  وزارت د پروګرامونو څارنه او د ټولنې او روغتيايي مرکز ترمينځ د همغږۍ او همکارۍ  پراخول

د ټولنې د روغتيایې  رضا کارانو ( سی اچ وی اس  ) د روغتيايي فعاليتونو څخه څارنه کول او د هغوی د کړنو ارزيابي او برسي

د روغتيايي مرکز په کچه د ټولنې د روغتيايي شورا جوړول، د ټولنې د روغتيايي کارکونکو د پروګرامونو او روغتيايي مرکز ترمينځ د همغږۍ او همکارۍ لپاره زمینه برابرول

ټولنې ته د هغوې د روغتيايي مشکلاتو ورپيژندل او بيانول

د ټولنې د روغتيايي رضاکارانو د ټرننګ د اړتياو په پيژندلو کې د هغوې سره مرسته کول

د ټولنې د روغتيايي کارکونکو لپاره د ټرننګ تهيه کول او همدارنګه هغوې ته د وظيفې او خدمت په وخت کښی ټرننګ ورکول

د روغتيايي کارکونکو سره د روغتيايي مرکز تر پوشش لاندې ساحو کې د ټولنې په کچه د روغتيايي پروګرامونو په جوړولو کښی مرسته کول

د روغتيايي پروګرامونو د اهدافو د ترلاسه کولو په وخت کې د هر ډول ستونځو په هکله په عاجل ډول د روغتيايي مرکز د آمر خبرول

د ټولنې روغتيايي رضاکارانو ته د هغوي د کاري پلان په تطبيق او انکشاف ورکولو کښې لارښوونې کول

د ټولنې روغتيایې رضاکارانو څخه د مياشتنې څارنيزو ليدنه تنظيم او برابرول

د ټولنې روغتيايي رضاکارانو د ګروپی کارونو لپاره تشویق کول

د ټولنی د روغتیایی کارکونکو منظم راپور روغتیایی مرکز ته ورکول

د تصويري راجيسترونو او د ټولنې د نقشې د کيفيت څارنه چې د ټولنې د روغتيايي کارکونکو په واسطه جوړه شوې وي، او د هغوي سره د اړتيا په وخت کې لازمه مرسته کول

د روغتيايي کارکونکو په واسطه د مياشتنې فعاليت راپور ( ام اه ار ) د تکميلولو څارنه او د روغتيايي مرکز د مياشتنې توحيد شويو فعاليتونو راپور( ام اه ا ر  ) تکميل کول

د مياشتنې فعاليت راپور ( ام اه ار  ) توحيد کول او د روغتيايي مرکز د مسؤل سره د مياشتنې راپور په توحيد کولو کې مرسته کول او د ګرافونو څخه د روغتيايي مرکز د پروګرامونو د مونيتورنګ لپاره استفاده کول

د هرې ضروري سروې په څارنه کې مرسته کول

دخپل مستقیم امر لخوا د دندې اړوند یو شمیر نورو اړینو فعالیتونو ترسره کول

Job Requirements:

تعلیمې کچه، کاري تجربه ، وړتیا او مهارتونه

په هیواد کې د پیژندل شوي رسمي متوسطو زده کړو انسټیټوټ (نرسینګ) څخه فارغ شوی وي

د روغتیا په برخه کې په روغتیايي کلینیکونو کې حد اقل (۲) کاله کاري تجربه ولري

وړتیا، او مهارتونه

په روغتیایي مرکز او یا د ټولنې په کچه د رسمی کار کولو تجربه ولری

په محلي ژبو پښتو او دری خبري او افهام او تفهیم وکړای شي

مهربانه او دوستانه شخصیت لرونکی وی او د کار لپاره کافي روغتیا او ځواک ولری

د موټرسایکل کارولو وړتیا ولری او او په کلینیک کې د کار کولو لپاره کافي مهارتونه ولری

د مربوطه کلینیک د ساحې استوګن وي او یا په کې پوره بلدتیا او د کار وړتیا ولری

Submission Guideline:

د ایمیل له لاری خپل تعلیمی اوکاری اسناد دغه ایمیل ته واستوی

jobs.ophcd@gmail.com

او هم کولاي شئ مستقیمآ يي په ارزګان  ولایت  کې د او پی اچ سی دی  ولایتې دفتر ته وسپارئ

 :یادونه 

هغه کسان چی دی بست ته غوښتنلیک استوی باید د ایمیل په سبجیکت برخه کی د بست نوم او د ویکنسی نمبر په واضح ډول ذکر کړی 

د ولایتې دفتر ادرس: ارزګان ولایت، ترینکوټ ښار، څلورمه ناحیه، عمربلال 20 بستریز روغتون ته څیرمه د سیف الله تعمیر 6 نمبر کور د او پی اچ سی دی ولایتی   دفتر

Submission Email:

jobs.ophcd@gmail.com





 

Similar Jobs