Position Title: دمختلفو مضامينو لپاره ښوونکي
Activation Date: 12 January, 2026 Announced Date: 11 January, 2026 Expire Date: 11 February, 2026
- Job Location: Kabul
- Nationality: Afghan
- Category: Education
- Employment Type: Part Time
- Salary: Based on Sabar afghan Online School Salary Scale
- Vacancy Number: SAOS
- No. Of Jobs: 10
- City: Remote
- Organization: Sabar Afghan Online School
- Years of Experience: لږ تر لږه دوه کاله
- Contract Duration: Three months, extendable
- Gender: Male/Female
- Education: ليسانس ماسټر - ته ترجيح ورکول کيږي
- Close date: 2026-02-11
About Sabar Afghan Online School:
د ادارې پېژندنه
صبار افغان انلاین ښوونځی یو خپلواک او غیرانتفاعي تعلیمي بنسټ دی، چې د افغان ماشومانو، په ځانګړي ډول نجونو، لپاره وړیا او د لاسرسي وړ انلاین زدهکړې برابروي. دغه ښوونځی د لومړي ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې د افغانستان د ملي نصاب پر بنسټ تعلیمي پروګرامونه په پښتو او دري ژبو وړاندې کوي او د ټکنالوژۍ له لارې لرې پرتو او کم برخې سیمو ته تعلیمي خدمتونه رسوي.
Job Description:
د دندې تشریح
د صبار افغان انلاین ښوونځی د معیاري او اغېزمنو انلاین زدهکړو د پراختیا په موخه، غواړي چې وړ، مسلکي او ژمن ښوونکي او تعلیمي محتوا جوړوونکي په دنده وګماري
موږ د وړ او تجربه لرونکو ښوونکو په لټه کې یو ترڅو د لاندې مضامينو تدريس او زده کوونکو ته روزنه په مؤثره توګه وړاندې کړي:
Critical Thinking & Problem Solving, Entrepreneurship & Business Basics, Digital Literacy & Internet Safety, Mental Health & Wellbeing, Study Skills & Time Management, Human Rights & Responsibilities, Scientific Curiosity & Experiments, Public Speaking & Communication.
د دې دندې مسؤل به د پښتو ژبې له لارې د تعلیمي مضامینو تدریس، د معیاري او مسلکي تعلیمي ویډیوګانو تولید، او د ښوونځي د تعلیمي پالیسۍ او منظور شوي نصاب مطابق د درسي محتوا چمتو کول پر غاړه ولري
همدارنګه، استاد مکلف دی چې هره ورځ لږ تر لږه درې (۳) تدريسي ويډيوګانې د صبار افغان انلاین ښوونځي سره شریکې کړي، تر څو د زدهکوونکو د دوامدارې او منظمې زدهکړې بهیر تضمین شي
دا تدريسي ويډيوګانې به د صبار افغان انلاین ښوونځي په رسمي يوټيوب پاڼه کې اپلوډ او خپرېږي
یاده دنده د بشپړې ژمنتیا، منظم او پر وخت کار، او د قرارداد تر پای پورې د دوامدارې همکارۍ غوښتنه کوي
Job Requirements:
د دندې شرایط او مهارتونه
پر پښتو او دري ژبو بشپړ تسلط (دواړه ژبې ضروري دي)
د انلاین تدریس تجربه او د درسي مفاهیمو د ساده، روان او اغېزمن تشریح وړتیا
د تعلیمي ویډیوګانو د ثبت، او چمتو کولو بنسټیز مهارت
له انلاین تعلیمي وسایلو، پلیټفارمونو او ډیجیټلي تدریسي چاپېریال سره بلدتیا
د یوټیوب لپاره د تعلیمي ویډیوګانو جوړولو وړتیا او د ویډیو خپرولو اصولو سره اشنايي
ژمنتیا، مسؤلیتپذیري، وخت پابندي او د قرارداد تر پای پورې د دوامدارې همکارۍ پابندي
د تدریس یا تعلیمي محتوا جوړولو پخوانۍ تجربه امتیاز ګڼل کېږي
یادونه:
هغه خويندې چې د دې دندې لپاره غوښتنلیک وړاندې کوي، باید د تعلیمي ویډیوګانو پر مهال یې مخ په بشپړ ډول په ویډیو کې ښکاره وي او د ماسک له استعمال پرته تدریس ترسره کړي، ځکه ویډیوګانې د صبار افغان انلاین ښوونځي په رسمي یوټیوب پاڼه کې خپرېږي.
Submission Guideline:
په شرایطو پوره کسان دی خپلې خلص سوانح لاندې برښنالیک ته واستوي
Submission Email:
murtaza.salih@hayatorphan.org