Position Title: 266-د ګمرکي تعرفې او بیې ایښودنې متخصص
Activation Date: 03 February, 2026 Announced Date: 03 February, 2026 Expire Date: 17 February, 2026
- Job Location: Kabul
- Nationality: Afghan
- Category: Consultant
- Employment Type: Full Time
- Salary: NTA
- Vacancy Number: 266/MoF/ACD
- No. Of Jobs: 2
- City: د ګمرکونو لوی ریاست / د تعرفې او بیې ایښودنې ریاستونه
- Organization: Ministry of Finance
- Years of Experience: کاري تجربه په ګمرکی تعرفه ، قیمتګذاري یا تجارت تحلیل کې لږ تر لږه ۳ کاله او نورو کاري برخو کې لږ تر لږه ۴ کاله کاري تجربه ولري
- Contract Duration: End of Fiscal Year 1404 (Extendable)
- Gender: Male
- Education: تحصیلي څانګه په اقتصاد، مالي مدیریت، اداره تجارت، نړیوال تجارت یا اداره عامه کې لیسانس ولري؛ د ماس تري سند لرونکي ته لومړیتوب ورکول کیږي
- Close date: 2026-02-17
About Ministry of Finance:
زمونږ په اړه
زموږ لیدلوری
زموږ تصور دا دی څو د عوایدو راټولیدو، سوداګریزې اسانتیاوې، د پولو مدیریت او د ټولنې ساتنې په برخه کې د یوې ښې ګمرکي ادارې په توګه د سېمې په کچه تبارز وکړو
زموږ ماموریت
په ښه او شفاف ډول د مطلوبو عوایدو راټولیدل، د اقداماتو په واسطه د ټولنې تحفظ، د پولو ښه او اغیزمن مدیریت، د سوداګرۍ او صنعت د ودې په برخه کې مرسته، د طرزالعملونو او ګمرکي پروسو ساده او همغږي کول، د ګمرکي کنټرول په لاره اچول او د ګمرکي کارکوونکو د وړتیا لوړول، په هیواد کې د ځان بسیاینې او مالي ثبات سره د مرستې په موخه د طرزالعملونو د شفاف پلي کیدو لپاره د کارکونکو د صادقانه اجراتو څخه ډاډ تر لاسه کول
ستراتیژیکې موخې
د قانون پذیرۍ پیاوړتیا
د قانون پذیرۍ پیاوړتیا، د ګمرکونو قانون، اړوندو مقررو او طرزالعملونو سره سم د کارکونکو او سوداګرو د اجرااتو په موخه د پراختیایې پروګرامونو پلي کول
سوداګریزې اسانتیاوې
د سوداګرۍ اسانتیا زیاتیدو په موخه د پراختیا فرصتونو په برخه کې د مناسبو ستراتیژیو او پروګرامونو جوړول او مناسب کاري چاپیریال رامنځته کول
د ادارې د اغیزمنتوب لوړیدل
د ګمرکونو لوی ریاست د پیاوړتیا، د اغیزمنتوب زیاتوالی او باور په موخه د طرحو، د ښې حکومتولۍ د ستراتیژیو او پالیسو پلي کول او جوړول
د عوایدو راټولول
تر زیاته کچه د عوایدو زیاتوالي لپاره د عوایدو راټولیدو، کنټرل او د عملیاتي روشونو او پروسو کنټرول او ښه کیدو میکانیزم ته بیاکتنه
ستراتیژیک لیدلوی
تر زیاته کچه د عوایدو راټولیدل او د قانوني سوداګرۍ هڅونې لپاره د دولت د مالي چارو مدیریت، په اغیزمن ډول د پولو کنټرول او مصؤنیت
Job Description:
د نړیوالو معیارونو او ګمرکي اصولو په رڼا کې د ګمرکي تعرفې او بیې ایښودنې اړوند چارو په هر اړخیز تحلیل او ارزونه کې مرسته
Job Requirements:
دندې او مسؤولیتونه
:د ګمرکي تعرفې اړوند دندې
مطابق د سوداګریزو اموالو تحلیل او تصنیف؛ (HS) د ګمرکي تعرفې نړیوال هماهنګ سیستم
د ګمرکي تعرفې اړوند د ګمرکونو نړیوال سازمان پالیسي ګانو، نوښتونو او نورو بدلونو څخه خبراوی؛
په سوداګرۍ کې دخیلو هیوادونو او په ځانګړي ډول د ګاونډیو هیوادونو د تعرفوي پالیسيو څارنه او تحلیل؛
د تع رفوي تناقضاتو او د مغلقو سوداګریزو اموالو د طبقه بندي مسلکي حل وړاندې کول؛
د تعرفې اړوند د پالیسۍ او د تقنیني سندونو د مسودو په جوړولو کې تخنیکي مرسته او نورو کارکوونکو ته روزنه ورکول؛
د غوره تعرفوي پریکړې په موخه تعرفې کمیټې ته د سوداګریزو اموالو دقیقه څیړنه او کره تحلیل وړاندې کول؛
په دوامداره توګه د تعرفوي تغیراتو د پلي کولو، اغیزونو او متوقعه پایلو څیړنه او راپور ورکول؛
د کورني صنعت د اغیزمن ملاتړ، د سوداګرۍ متوازنې ودې او ګمرکي عوایدو د زیاتوالي اړوند پلان جوړونه؛
د کورني، سیمه اییز او نړیوال بازار له اړتیاوو سره سم په ګمرکي تعرفې کې د بدلونونو وړاندیز کول؛
:د قیمت ګذاري اړوند دندې
د ګمرکونو د نړیوال سازمان د میتودونو مطابق د اموالو د ګمرکي ارزښت څیړنه او ټاکنه کې مرسته
د بیې ایښودنې اړوند د طرزالعمل او لارښود جوړولو کې تخنیکي مرسته او نورو کارکوونکو ته روزنه ورکول؛
د سوداګریزو اموالو د بیې او اړوندو اسنادو د اعتبار او واقعي توب تخنیکي څیړنه او ارزونه
د ارزښت ټاکنې اړوند خطراتو او درغلیو د مخنیوي لارې چارې او اړوند اعتراضونو مسلکي حل کول؛
د سوداګریزو اموالو په ارزښت ټاکنه کې دخیلو عواملو څیړنه
د دقیقې بیې ایښودنې په موخه نړیوالو او کورنیو سرچینو کتنه او ارزونه
د مشابه محصولاتو د قیمت پرتله، تحلیل او راپور جوړول
د سوداګریزو نړیوالو اصولو(انکوټرمز) په تطبیق کې مرسته او نورو کارکونکو ته روزنه ورکول؛
:تحصیلات او مهارتونه
تحصیلي څانګه په اقتصاد، مالي مدیریت، اداره تجارت، نړیوال تجارت یا اداره عامه کې لیسانس ولري؛ د ماستري سند لرونکي ته
لومړیتوب ورکول کیږي
کاري تجربه په ګمرکی تعرفه ، قیمتګذاري یا تجارت تحلیل کې لږ تر لږه ۳ کاله او نورو کاري برخو کې لږ تر لږه ۴ کاله کاري تجربه
ولري
:نور مهارتونه
پښتو، دري او انګلیسي ژبو باندې بشپړ تسلط
د کمپیوټر اړوند مهارتونه زده کړه او برنامو کارول
تخنیکي پرېکړه نیونه
د راپور لیکنې مسلکي وړتیا
د مذاکراتو او د ستونزو د حل وړتیا
Submission Guideline:
. په شرایطو برابر کاندیدان د یواځي خپله سی وی او غوښتنلیک په یو پی ډی ایف فایل کښی لاندی برښـــــنا لیک ته واستوی
نوټ: د تحصیلی اسنادو ، کاری تجربی او نورو اړوند اسنادو ضمیمه کول د پروسی په دغه برخه کښی اړین ندی
Submission Email:
nta@mof.gov.af