Position Title: د تدريسي روغتون د تحریراتو، راپورونو او دفتر مدیر
Activation Date: 05 April, 2026 Announced Date: 05 April, 2026 Expire Date: 20 April, 2026
- Job Location: Nangarhar
- Nationality: Afghan
- Category: Admin-Clerical
- Employment Type: Full Time
- Salary: As per SMCH Salary Scale Base
- Vacancy Number: SU-HR-029
- No. Of Jobs: 1
- City: Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
- Organization: Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital
- Years of Experience: په اړونده برخه کې د لیسانس لپاره لږ تر لږه (5) کاله او ماسټر لپاره (2) کاري تجربه
- Contract Duration: درې میاشتې ازمایښتي دورې ورسته به یې د کار پايلو او ارزونو پر بنسټ څو کلن کاري تړون
- Gender: Male
- Education: د ژبو او ادبیاتو،ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو یا بله ورته رشته
- Close date: 2026-04-20
About Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital:
:د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي اوتدریسي (سپین غر پوهنتون ننګرهار) روغتون پېژندنه
سپين غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون چې د هېواد په ختيځ کې د سپين غر پوهنتون تدريسـي روغتون دی، په (۱۳۸۸) هـ ش کال يې فعاليت پيل کړی دی او تر دې دمه يې په ګڼو روغتيايي برخو کې پراخه باکیفیته، معیاري، معالجوي، تدريسي او تخصصي خدمتونه ترسره کوي.
سپين غر مومند پنځوس بستريز معالجوي او تدريسـي روغتون اوسمهال د عـمومي داخـله، عمومي جراحي، کوچنیانو داخله، نسایي ولادي، انتاني، توبرکلوز، فزیوتراپي، وقایوي او عدلي طب، سترګې، غوږ پوزې او ستوني، جلدي، عقلي او عصبي، نسخه لیکنه، داخله، جراحي او اطفالو ستوماتولوژي، پراستودونټک، اورتودنسي، پریودنټولوژي، بیوشیمي، مایکالوژي او بکتریالوژي، هیماتولوژي، هستوپتالوژي، پرازیتولوژي، ايمیونولوژي او سیرالوژي، وایرولوژي، وینې بانک او ټوکسیکولوژي څانګې لري، چې د سيمې په کچه د مجربو متخصصو ډاکټرانو په درلودلو سره د مجهزو طبي وسايلو پرمټ د ګڼو ناروغيو غوره تشخيص او ډاډمنه درملنه کوي.
ياد روغتون له تېرو نږدې پنځلس کالونو راهيسې، د اوږدې مخینې او نېک شهرت په درلودلو سره، د ولس په زړه او ذهن کې ځای لري چې د روغتون مؤسس، مشـرتابه او ټول کاري ټيم د ولس شته باور ساتلو ته ژمن دي او د شونتيا تر بريده به په بې پرې ډول، د معالجوي خدمتونو وړاندې کولو سربېره، خپلو محصلينو ته د عملي تدريس غوره چاپېريال او زمينه رامنځته کړې ده/رامنځته کوي.
Job Description:
:د بست د دندو لایحه
د روغتون د تحريراتو، راپورونو او دفتر مديريت لپاره کلنی کاري پلان جوړول
د تدريسي روغتون کلني پلانونو په تدوين کې اړوندو مسؤلينو سره همکاري کول
د تدريسي روغتون په کچه د عملياتي، انکشافي، کاري او تطبیقي پلانونو راپورونو جوړول
په دوامدار ډول د پلان شويو عملياتي، کاري او انکشافي فعاليتونو د ترسراوي په موخه اړوندو مسؤلينو سره همغږي کول
په روغتون کې د عامه پوهاوي او معلوماتو لپاره نشرېدونکي چاپي توکي له چاپ وړاندې کتل؛ پروفي کتنه او اېډېټ یې ترسره کول
د روغتون په کچه د ترسره شويو مهمو لويو غونډو، فعاليتونو او پروګرامونو راپورونه د روغتون له نشراتي چينلونو څخه نشرول
د تدريسي روغتون علمي کادرونو، متخصصينو او مسلکي طبي کار کوونکو له خوا د وړاندې شويو سمينارونو او کنفرانسونه راپورونه چمتو کول
په روغتون کې د ترسره کېدونکو غونډو لپاره د اجنډاګانو ترتيبول او د ويناوالۍ چارې مخته وړل
د تدريسي روغتون رئیس سره د روغتون د داخلي کار کوونکو او بهرنيو مراجعينو ترمنځ همغږي کول
د اړتيا په صورت کې ناروغانو او ناروغ لرونکو سره د روغتون د خدماتو په اړه معلومات شريکول
د بهرنيو ادارو استازو او روغتون رئيس جلساتو لپاره زمينه برابرول او په دې برخه کې د اسان چاري په توګه اړوند کارونه ترسره کول
د تدريسي روغتون د الکترونيکي نشراتي چينلونو له لارې لوستونکو او کتونکو سره خبرونه او راپورونه شريکول
د روغتون د معالج ډاکټرانو، متخصصينو او طبي پرسونل نورو غړو علمي مقالو پروفي کتنه او اېډېټ چارې ترسره کول
د روغتون په داخلي او خارجي برخو کې د دیوالي لیکنو لپاره متنونه وړاندیزول او نهايي کول
د روغتون د تشخيصیه، تخصصي او روغتيايي خدمتونو په اړه د بروشرونو متنونه ليکل او ګرافیک ډیزاينر ته سپارل
د غونډو او جلساتو لپاره د اړوندو اړينو توکو ترميم، ساتنې او پراختيا په هکله د اداري او مالي چارو آمریت ته وړاندیزونه کول
د تدريسي روغتون رئیس، سرطبیب او مديرانو ترمنځ کتنې همغږي کول
د روغتون په داخل او بهر کې د تدريسي روغتون ریاست او سرطبابت اړوند د اداري مراسلاتو صادرول او واردول
د روغتون او نورو ادارو ترمنځ د لاسليک شويو تفاهم ليکونو د تطبیق څخه ربعواره څارنه ترسره کول
نورې هغه دندې ترسره کول چې د روغتون د رئیس يا سرطبیب له خوا د تحريراتو، راپورونو او دفتر مدير ته سپارل کيږي
Job Requirements:
تحصيل کچه او کاري تجربه
په ژبو او ادبیاتو، ژورنالېزم او ټولیزو اړيکو يا بله ورته رشته کې لږ تر لږه د لېسانس تحصیلي درجې لرونکی وي. په لېسانس کې د نمرو عمومي اوسط له ۷۵ سلنه او ماسترۍ کې د نمرو عمومي اوسط له ۸۰ سلنه څخه کم نه وي. کوم کانديدان چې له هېواد څخه بهر يې لوړې زده کړې ترسره کړې وي، بايد د نمرو عمومي اوسط يې د همغه هېواد د (بي ګریډ) معادل وي. د کانديد د فراغت تحصيلي سندونه بايد د لوړو زده کړو وزارت له خوا تائيد شوي وي. لېسانسه کانديد باید لږ ترلږه پنځه کلنه کاري تجربه او ماستر کانديد باید لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه ولري. هغه کانديدان چې د تحریراتو، دفتر آمریت/مديريت يا/او نشراتو په برخو کې یې دندې ترسره کړې وي، د نورو شرايطو پوره کولو په صورت کې شارت لېست کېدای شي
کاري وړتياوې، ځانګړنې او مهارتونه
په پښتو او انګلېسي ژبو کره علمي ليکنه وکړای شي
د مايکروسافټ آفس پروګرامونو کارونې په برخه کې تخصصي پوهه او عملي تجربه ولري
په چارو کې شفافيت، د قوانينو، پالېسیانو، طرزالعملونو، تدريسي روغتون ارزښتونو او اداري اصولو ته ژمن وي
په اړونده برخه کې د طرز العملونو، پروسیجرونو، پلانونو او راپورونو په جوړولو کې پوهه ولري
په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت نه وي محکوم شوی
د نشراتي موادو په ډیزاین کې د خلاقیت او نوښت درلودل
Submission Guideline:
د سپين غر پوهنتون تدريسي روغتون يو تن د د تحریراتو، راپورونو او دفتر مدير ته اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپله سي وي، د تابعيت الکترونيکي تذکره ، تحصيلي سندونه او د دندي غوښتنليک د روان ۱۴۰۵ لمریز کال حمل میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون ته واستوي یا دې د پوهنتون
کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري توګه وسپاري
کولای شی د دندې غوښتنلیک له لاندې لینک څخه ترلاسه کړئ
https://www.spingharuniversity.edu.af/HR/JOB%20APPLICATION%20-%20SU-NGR.pdf
همدارنګه کولای شئ د دندې غوښتنلیک د لاندې لینک څخه ترلاسه کړئ
Submission Email:
Jobs@spingharuniversity.edu.af