د ظرفیت لوړونې او دوهاړخیز پروګرام یا (Twinning) پېژندنه
د اکبر مؤسسې د ظرفیتلوړنې او دوهاړخیز پروګرام شالید
د اکبر مؤسسې له ستراتیژیکو موخو څخه یوه یې داده چې د بشري او پرمختیایي بنسټونو ظرفیت لوړ کړي، په تېره د ځایي فعالینو ، ملي غیر دولتي مؤسسو او نورو ښکېلو اړخونو. د اکبر مؤسسې د همدې پروګرام یوه ښکاره موخه داده چې“د غړو مؤسسو او مدني ټولنو بنسټیز ظرفیتونه او د چوپړتیاوو وړاندې کولو وړتیاوې پیاوړې کړي.”
د ظرفیت لوړونې او اداري پرمختګ د ستراتیژیکې برخې تر چتر لاندې، اکبر مؤسسه هڅه کوي چې خپلو غړو، ملي غیر دولتي مؤسسو/مدني ټولنو، او نورو ښکېلو اړخونو ملاتړ وکړي؛ څو هغوي وکولای شي په اغېزمن ډول د مرستو بېلابېل پروګرامونه پلي کړي. د دغو هڅو مهمې موخې عبارت دي:
- د غړو مؤسسو او د هغوي د پرسونل ظرفیت لوړول؛ ددې لپاره چې مشارکت او د پروګرامونو پراختیا رامنځته شي او نویو مالي سرچینو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.
- ملي مؤسسو او مدني ټولو بنسټونو ته د ملاتړ برابرول؛ څو د مرستو پروګرامونه په لوړه کچه او ښه معیار سره پلي کړي.
- د غیر دولتي ادارو عمومي ظرفیت لوړ شي؛ څو د بشري مرستو د همغږۍ په میکانیزمونو کې ونډه واخلي او مشري وکړي.
- . د بشري او پرمختیایي پروګرامونو په اړه د ځايي چارواکو د پوهې د لوړتیا لپاره د هغوی ښکېلتیا.
- د پروګرامونو د تطبیق پر مهال له اداري ستونزو سره لکه (د بشري منابعو، مالي چارو او نورو اړوند برخو کې) سره د مقابلې په پار له غړو سره مرسته او همکاري.
له ۲۰۱۵م کال راهیسې، اکبر مؤسسه همدا دوهاړخیز یا (Twinning) پروګرام پلي کوي چې د ملي مؤسسو او مدني ټولنې بنسټونه او د هغوی د کارکوونکو د د ظرفیت لوړونې او پرمختګ لامل شي او له دې لارې د کیفیت لرونکو بشري مرستو وړاندې کول پیاوړي شي.. دغه پروګرامونه د جاپاني بسپنه ورکوونکو لکه (AAR Japan, JVC, Peace Winds Japan) ، د ملګرو ملتونو د چاپېریال پروګرام (UNEP)، او (FCDO) لخوا څخه تمویلېږي.
اکبر مؤسسې له دې مخکې له درېو نورو د همغږۍ شبکو (SWABAC, ANCB, ACSFO) سره همکاري کړې چې د جاپاني بسپنه ورکونو په مالي ملاتړ یې شاوخوا ۲۵۰ ملي او نړیوالو مؤسسو د ظرفیت لوړونې په برخه کې ملاتړ کړی دی.
د اکبر مؤسسې د (Twinning) پروګرام پېژندنه
د (Twinning) پروګرام د اکبر مؤسسې د ظرفیت لوړونې او سازماني پیاوړتیا له برخو څخه یوه مهمه برخه ده. دا پروګرام په ۲۰۱۵م کال کې د انګلستان د حکومت د (FCDO) په مالي ملاتړ پېل شو. د دې پروګرام موخه دا ده چې ملي غیردولتي مؤسسې نویو پروګرامونو او د بسپنې سرچینو ته لاسرسی ومومي او په مستقیم ډول د بشري ځوابوینې یوه مهمه برخه وګرځي، چې د سیمهاییزېکیدنې له ستراتیژۍ سره سمون ولري.
په دې پروګرام کې ملي مؤسسې له تجربه لرونکو نړیوالو غیر دولتي مؤسسو سازمانونو سره جوړه کېږي؛ څو د سازماني مدیریت، بشري کړنو، د تمویل راجلبونې او ستراتیژیک پلان جوړونې په برخو کې روزنه او مشورې ترلاسه کړي. تر اوسه له ۹۰ ډېرې ملي مؤسسې د دې پروګرام له لارې د ظرفیت لوړونې په موخه فارغې شوې دي او اوس د افغانستان لپاره په بشري او پرمختیایي پروسو کې د رهبرانو او ځوابویونکو شریکانو په توګه رول لري.
اکبر مؤسسه همدا اوس د (SHAPE TPP)تر نامه لاندې پروګرام پلې کوي. ، چې ۳۰ میاشتې دی او د پروژې په بڼه د FCDO لخوا تمویل کیږي. دا پروګرام د سیمهایزهکېدو او ټولنیز ملاتړ په برخه کې ژور پرمختګ ته زمینه برابروي او په ځانګړې توګه د ښځو پر مشرۍ بنسټونو باندې تمرکز کوي؛ څو ښځې او نجونې ژوند ژغورونکو مرستو ته لاسرسی ولري او د خپلو ټولنو په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي.
مسلکي، اداري او ستراتیژیکې روزنې
مسلکي روزنې د ظرفیت لوړونې یوه مهمه وسیله ده چې اکبر مؤسسه پرې تکیه کوي. اکبر مؤسسې د ملي مؤسسو او د هغوي د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې په موخه د مسلکي او ښوونیزو دورو اهیمت په خورا ښه ډول سره درک کړی دی او دا هغه څه دي چې د بشري مرستو د تلپاتې کېدو او ماناداره کېدو سره زیاته مرسته کولی شي. دغه روزنې ملي غیر دولتي ادارو او د نړیوالو سازمانونو کارکوونکو ته د اغېزمنې او دوامدارې کارکردګۍ زمینه برابروي کومې چې د اکبر مؤسسې له لوري خپلو غړو مؤسسو ته د پرلهپسې روزنو، ځانګړو تخنیکي ورکشاپونه او اوږدمهاله روزنیز پروګرامونه چې له (۱۸–۲۴ میاشتې) پورې دي، وړاندې کوي.
څارنه او نظارت
اکبر مؤسسه په دې باور لري چې یوازې روزنې او مسلکي دورې د یوې ادارې د ظرفیت لوړونې لپاره بسنه نه کوي؛ بلکې د مشورې ورکولو پروګرامونه هم باید ترسره شي. همدغه د مشورو پروګرامونه غړو سره مرسته کوي چې په عملي ډول زده کړې پلې کړي او د نویو پروګرامونو لپاره په بشپړ ډول چمتو شي. د اکبر مؤسسې مشاورتي دورې او غونډې د ملي مؤسسو شته ظرفیت ارزوي، د پرمختګ پلان جوړوي او هره میاشت یې د پلي کولو ملاتړ کوي. همدارنګه تجربه لرونکي مشورتي بنسټونه یا (Advisors) له کوچنیو ملي مؤسسو سره مرسته کوي؛؛ څو د پروګرامونو په مدیریت، د تمویل کوونکو د غوښتنو په پوره کولو او د واقعي ننګونو په وړاندې د بریالي غبرګون لپاره لا هم پیاوړي شي.
خبرونه او د ظرفیت لوړنې د پروګرام په برخه کې د بریا کیسې
له ۲۰۱۵م کال راهیسې، د اکبر مؤسسې (Twinning/SHAPE-TPP) پروګرام د ملي مؤسسو د ظرفیتونو په پیاوړتیا کې ستر رول لوبولی دی. د دوامدارو روزنو، ځانګړو هڅو او د ملی او نړېوالو مشاورینو په مرسته، اکبر مؤسسې وکولی شول چې ګڼ شمېر ملي مؤسسې کومو چې د ګډونوالو په څېر برخه اخیستې وه د مشاورینو تر پوړۍ پورې ورسوي.
- SAF او AHDAA مؤسسې په ۲۰۱۵م کال کې د لومړني دوه اړخیز پروګرام برخهوال شول چې بلاخره په ۲۰۲۰م کې د مشاورینو رول ته ورسېدل. همدغو مؤسسو تر ۲۰۲۵م پورې د نورو ادارو لپاره ملاتړ چمتو کړی او ګڼې نوې تمویل سرچینې یې ترلاسه کړې.
- د OCHR)) مؤسسه په ۲۰۲۰م کال کې د اکبر مؤسسې د همدې پروګرام برخهواله شوه، او په ۲۰۲۵م کې فارغه شوه. دغه مؤسسه اوس د UN او نورو تمویل کوونکو لپاره یو باوري شریک ګرځېدلی دی.
د بریالیتوب نور کیسې او خبرونه په لاندې لینک کتلی شئ:
له هیلې تر مشرتابه: د ودې پنځه کلنه لار