Request For OPHCD


Request For د ارزګان ۱۱۰ کلینکونو ته د تغذي موادو انتقال

ارتقأ صحت و انکشاف جامعه مؤسسه د WFP په مالی او تخنیکی مرسته  په ارزګان ولايت کی د ټي ایس ایف پي  TSFP))  پروژه تطبيقوی چی ددی پروژی تر چتر لاندی د ارزګان ولایت په ټولو ولسوالیو کی  ۱۱۰ روغتیایی کلينیکونو  ته  ۳۵-۸۰ میټرک ټنه د تغذی مواد په میاشت کی انتقالوی  چی دغه ذکر شوو کلینکونو ته ددی موادو د انتقالولو خدماتو ته ضرورت لري. دغه قرارداد  د ۸ میاشتو لپاره دي چی د مئ  (May) ۲۰۲۵ میاشت څخه شروع او تر دسمبر(December) ۲۰۲۵ میاشتی پوری دوام لری. د مربوطه روغتیایی کلينیکونو اړوند معلومات لاندې ذکر شوي دي. ارتقأ صحت و انکشاف جامعه مؤسسه غواړي چې یو داسې د انتقالولو (ترانسپورتي) یا لوژستیکی خدماتو شرکت یا حقیقی شخص سره قرداد وکړي چې ذکر شوی مقدار تغذي مواد په سلسه وار ترتيب سره مربوطه روغتیایي کلينیکونو ته په میاشتنی ډول انتقال کړي. نو په همدی اساس ارتقأ صحت و انکشاف جامعه مؤسسه په ارزګان ولایت کې  د ذکر شوی مقدار تغذي موادو د انتقال موضوع د نرخ اخیستنې لپاره اعلان ته ورکوي تر څو اړونده شرکتونه یا حقیقی اشخاص وکولی شي د نرخ ورکونې پروسه کې ګډون وکړي او  ګټونکي شرکت یا حقیقی شخص سره د شرطنامې سره سم تړون لاسلیک کړي.