(Pharmacist) فارمسیسټ

Open

Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Nangarhar - Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
Category
Health Care
Published
2026-06-17
Nationality
Afghan
Gender
Male
Salary
As per SMCH Salary Scale Base
Contract Duration
درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي
Vacancy Number
SU-HR-032
No of Job
2

Education

په فارمسي کې لیسانس/۱۴ پاس

Experience

په فارمسې کې لیسانس باید (۳) کاله او د (۱۴) پاس لپاره(۵) کاله پرله پسې کاري تجربه

Deadline

2026-07-01

About the Company

سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون، چې د هېواد په ختیځ کې د سپین غر پوهنتون تدريسي روغتون دی،   په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې یې فعالیت پیل کړی  او تر اوسه یې د معالجوي، تدريسي او تخصصي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ترسره کړی دی.اوسمهال روغتون د عمومي داخله، جراحي، کوچنیانو، نسایي ولادي، انتاني، توبرکلوز، فزیوتراپي، سترګو، غوږ، پوزې او  ستوني، جلدي، عقلي او عصبي، ستوماتولوژۍ، زړه ناروغيو تخصصي څانګې او معياري تشخيصيه لابراتوار په ګډون بېلابېلې څانګې لري.  دمجربو متخصصینو او مجهزو طبي وسایلو په مرسته د ناروغیو  دقیق تشخیص او اغېزمنه درملنه کوي.

 یاد روغتون له نږدې پنځلس کلونو راهیسې د ښه شهرت او ولسي باور څښتن دی. د روغتون مشرتابه او کارکوونکي د باکیفیته خدمتونو او د محصلانو لپاره د عملي زده کړو د مناسب چاپېریال برابرولو ته ژمن دي.

 

 

Job Summary

دندو لایحه:

1.       د مدیریت  د کلنیو عملیاتي او د اړتیا پر اساس د انکشافي پلانونو ترتیبول.

2.       د عامې روغتيا وزارت د نافذه مقرراتو او معيارونو سره سم د درملو منظمه ساتنه، ترتيب، طبقه بندي او ذخيره کول.

3.       درمل د کمیت، کیفیت،  نوعيت، فارم، (Batch Number)، (Expiry Date)  او د استعمال شرايطو له مخې په مناسبو الماريو کې تنظیمول

4.       د FEFO (First Expired, First Out) او FIFO (First In, First Out) اصولو مطابق د درملو توزيع او مصرف تنظيمول.

5.       د درملتون د خونې مناسب حرارت، رطوبت او تهويه په دوامداره توګه څارل او ثبتول.

6.       د هغو درملو لپاره چې ځانګړي حرارتي شرايطو ته اړتيا لري، د يخچال او نورو ساتندويه وسايلو د فعاليت څارنه او ساتنه.

7.       د حرارت درجې د غيرمعمولي بدلونونو په صورت کې سمدستي اړوند مسؤلين خبرول.

8.       د درملتون د خونې پاکوالی، حفظ الصحه او منظم ترتيب ساتل.

9.       د طبي او غيرطبي کثافاتو د تفکيک، راټولولو او خوندي دفعې په برخه کې د نافذه طرزالعملونو مراعت کول.

10.    د درملو ضايعات او تاريخ تېر شوي درمل د روغتيايي اصولو سره سم جلا ساتل او د له منځه وړلو لپاره اړوندو مسؤلينو ته سپارل.

11.    د درملو د ختمېدو نېټې په منظم ډول څارل او هره میاشت یې راپور د روغتون سرطبیب ته ورکول.

12.    د درملو د کمبودۍ لپاره غوښتنلیکونه ترتیبول او د روغتون د اداري او کارکوونکو چارو مدیریت سره شریکول.

13.    د درملو د موجودۍ، مصرف او احتمالي کمښت ورځني، اونیز، او میاشتیني راپورونو ترتیبول.

14.    د اړتيا وړ درملو د بيا تهيې لپاره د روغتون سرطبیب سره وړانديزونه شريکول.

15.    د روغتون ډاکټران او اړوند روغتيايي کارکوونکي د موجودو درملو له لېست څخه په منظم ډول خبرول.

16.    فارمسي کې د نويو شامل شويو يا نادرو اقلامو په اړه اړوندو څانګو ته معلومات رسول.

17.    د درملو د خوندي استعمال، دوز او موجوديت په اړه د اړوندو مسئولينو سره همغږي کول.

18.    د عاجلو درملو المارۍ (Emergency Drug Cabinets) په منظم ډول ارزول.

19.    فارمسي ته د درملو د راوړلو، وړلو، موجودۍ او مصرف اړوند ټول معلومات او اسناد په دقيق او منظم ډول په سېستم کې ثبت او او هار ډول دوسيو کې ساتل.

20.    د درملو د مديريت، ذخيره کولو او ناروغ خوندیتوب په برخه کې د نويو پاليسيو او لارښوونو زده کړه او تطبيق.

21.    د فارمسي په اړه د عامې روغتيا او لوړو زده کړو وزارتونو ټول نافذ قوانين، پاليسۍ، طرزالعملونه او لارښوونې مراعتول.

22.    د ترلاسه شوو درملو کميت، کيفيت، بیچ نمبر او د ايکسپايري ارزول او ثبتول.

23.    خپلې دندې پر وخت رسیدګي کول او د نوکریوالۍ ټاکل شوی مهالویش تعقیبول.

24.    د خپلو کړنو او کاري پلان ربعه وار او کلني توحیدي راپورونو جوړول.

25.   د اړوند آمر له خوا سپارل شوې قانوني او مسلکي دندې په وخت او مسؤلانه ډول ترسره کول.

Job Requirements

      د تحصيل کچه، کاري ځانګړتياوې او مهارتونه

1.       لږ تر لږه د فارمسي په برخه کې د لیسانس سند  ولري.  

2.       په فارمسي کې لیسانس باید لږ تر لږه دري کاله پرله پسې کاري تجربه ولري.

3.       په فارمسي کې (۱۴) پاس باید اګزیټ ازموینه کې بریالی شوی وي  او لږ تر لږه (۵) پنځه کاله پرله پسې کاري تجربه ولري.

4.       د درملو په اړه هر اړخیزه پوهه ولري (کیفیت، کمیت، تدارک، ذخیره کول او توزیع).

5.       د درملو د مدیریت سیسټم (Database-HMIS) د کارولو پوهه ولري.

6.       د کمپیوټر اساسي مهارتونه ولري (MS Word, Excel).

7.       د فارمسي په برخه کې د عامې روغتیا وزارت له معیارونو او کړنلارو څخه کافي پوهه ولري.

8.       صداقت، امانتداري، محرمیت ساتنه او مسلکي اخلاق ولري.

9.     په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایي قضیو کې محکوم شوی نه وي..

10-   د هر ډول قومي، ژبني، سمتي، ډله‌ییزو او سیاسي تعصبونو او تمایلاتو څخه پاک وي او له هغو څخه ډډه وکړي.

Submission Guideline

سپين غر پوهنتون تدريسي روغتون دوه تنه د فارمسیستانو ته اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارټ لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپل خلص سوانح (سي وي) ، د دندې غوښتنلیک ، د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه دې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال سرطان میاشتې تر ۱۰مې نېټې پورې د لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون کار کوونکو چارو آمریت ته واستوي یا دې په حضوري توګه ورته وسپاري.

کاندیدان کولای شي، د دندې غوښتنلیک د لاندې لینک څخه ترلاسه کړي.

https://www.spingharuniversity.edu.af/HR/JOB%20APPLICATION%20-%20SU-NGR.pdf