د غاښونو طب پوهنځي، کلینیک څانګې د دایمي استادانو درې (۳) بستونه

Open

Spinghar University (Nangarhar)

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Nangarhar - Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
Category
Education
Published
2026-08-23
Nationality
Afghan
Gender
Male
Salary
As per SU Salary Scale Base
Contract Duration
له يو سمستر ازمایښتي دورې وروسته دوه کلن
Vacancy Number
SU-HR-039
No of Job
3

Education

په غاښونو طب کې لیسانس یا ماستري

Experience

د تدریس په برخه کې لږ تر لږه (3) کاله پرله پسې کاري تجربه

Deadline

2026-09-01

About the Company

د سپین غر پوهنتون (ننګرهار) پېژندنه:

سپین غر پوهنتون (ننګرهار) په ۱۳۸۸ لېږدیز لمریز کال کې تأسیس او د لوړو زده کړو وزارت سره په ۱۹مه ګڼه ثبت شوی، چې په جلال‌اباد ښار کې فعالیت کوي.

سپن غر هنتون (ننګرهار) درې پوهنځي لري: معالجوي طب، غاښونو طب او طبي تکنالوژي. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکونې ریاست په بهرنۍ ارزونه کې د اعتبار اخیستنې دویم پړاو کې بریالی شوی دی، په خپل ملکیت کې معیاري ودانۍ، د وزارت له لوري تائید شوی درسي نصاب، وړ علمي کادرونه، ۱۵ مجهز لابراتوارونه، ۲۴ ساعته تدریسي او معالجوي روغتون، پرمختللی څېړنیز مرکز او د عملي او معیاري لوړو زده کړو لپاره ټولې اړینې تدریسي او کاري اسانتیاوې لري.

Job Summary

د بست د دندو لایحه:

1.       په کلني ډول د انفرادي کړنو پلانونه او د تطبیق راپورونه يې جوړول.

2.       د نويو بستونو تحريري ازموينو په برخه کې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت/تقرر او انفکاک کمېټې سره همکاري کول.

3.       د لوړو زده کړو وزارت څخه د پوهنځي تائيد شوي نصاب او درسي مفرداتو پر بنسټ محصلانو  ته درسي لوست توکي چمتو کول.

4.       له انټرنټ څخه د سلايډونو ترلاسه کولو، له اړين اېډېټ او نصاب سره مطابقت پرته محصلانو ته د هغې له تدريس څخه ډډه کول.

5.       د سمستر له پیل څخه وړاندې د خپلو مضامینو  لپاره د نصاب اصلي او فرعي کمېټو له خوا پر پايلو ولاړې محصل محوره (OBE, SCL)  زده کړو د معيارونو سره سم کورس پالېسیانې ترتیبول او د ډيپارټمنټ آمریت او کریکولم کمېټې څخه یې تائیدول.

6.       د سمستر په پیل کې د خپلو مضامینو اړوند تائید شويو کورس پالېسیانو هارډ کاپي محصلانو ته ورکول.

7.       د پوهنځي له خوا ترتيب شوي او تائيد شوي کرېډېټ پلان او درسي مهالوېش مطابق د خپل مسلک اړوند مضامينو تدريس کول.

8.       د درسي پلانونو او عملي کارونو لارښود مطابق په اړوندو لابراتوارونو کې د ټکنيشن په مرسته محصلانو  ته عملي کارونه تر سره کول.

9.       د پوهنځي/ډيپارټمنټ پرېکړې مطابق په هر سمستر کې د يو ټولګي محصلان لپاره د لارښود په توګه معلوم مسؤليتونه ترسره کول.

10.    د محصلانو  روغتوني عملي کارونو په برخه کې د ((Bed Side Teaching لارې په تدريسي روغتون کې اړوندې چارې تر سره کول.

11.    د تدريس لپاره د ټکنالوژيکي وسایلو څخه ګټه پورته کول او محصلان د يادو وسایلو کارولو ته هڅول.

12.    محصلانو  ته د څېړنیزو فعالیتونو ترسره کولو په موخه کورنۍ دندې او له دقيقې کره کتنې وروسته ورته د اصلاح په موخه کتبي فیډبیک ورکول.

13.    د محصلانو  حاضري په دقیق ډول اخیستل.

14.    د ځانګړي تائيد شوي فورم په مرسته د ترسره شوي تدريس په هکله له محصلانو څخه فيډبیک ترلاسه کول ( ځان ارزونه کول).

15.    د تضمين کيفيت آمريت له خوا ترتيب شوي چکلېست له مخې د انفرادي کړنو فايل اړوند اسناد په دوامدار ډول پوره کول او په خپل فايل کې ساتل.

16.    د پوهنځي د څېړنو فرعي کمېټې د پلان له مخې د علمي څېړنو لپاره د معلوم پروسیجر مطابق موضوعات او پروپوزلونه د تائيد په موخه د علمي څېړنو فرعي کمېټې ته سپارل او جاري څېړنې د نشر په موخه بشپړول.

17.    د پوهنځي اړوند فرعي کمېټو څخه حد اقل په یوه کمېټه کې د کمېټې د مسؤل یا غړي په توګه په مسؤلانه توګه اړوند کارونه تر سره کول.

18.    د پوهنځي ریاست او ډيپارټمنټ سره په اکاډميکو او اداري کارونو کې مسؤلانه تعامل کول.

19.    د نظري تدریس، عملي تدریس، آزموینو او کمېټو کارونو ترسراوي په هکله د پوهنځي او پوهنتون  اړوندو مسؤلینو ته معلومات ورکول.

20.    د سمستر په جریان کې د تدریس تر څنګ، محصلانو ته د مضامینو اړوند په مهمو علمي موضوعاتو سمینارونه وړاندې کول.

21.    د سمستر په پای کې د تدريس شویو مضامينو تدريس د تکمیل راپورونه (Course Completion Reports)  د ټاکلي فارمټ سره سم چمتو کول او د تحصيلي نصاب/ کرېکولم فرعي کمېټې ته يې د کتنو او تائيد لپاره سپارل.

22.    د هر سمستر ازموینو لپاره د خپلو اړوندو مضامینو سوالونه د لوړو زده کړو وزارت د معلوم طرزالعمل او اصولو سره سم ترتیبول او په خپل وخت یې د پوهنځي د ازموینو او نتایجو کمېټې ته سپارل.

23.    د سمستر په پای کې د اړوندو مضامينو حاضريانې د پرنټ او لاسليک لپاره تدريسي مديرانو ته سپارل.

24.    د محصلانو  د ازموینو او ارزونو نمرې په دقیق ډول په شُقو  او ډيټابيس سیستم کې درج کول.

25.    د سمستر منځنۍ (۲۰ ٪)، نهايي او چانس ازموينو پر مهال د پوهنځي رياست په غوښتنه د ممتحن او مميز استاد په توګه ټاکلي مسؤليتونه سرته رسول.

26.    په بهرنيو سمينارونو او ورکشاپونو کې د پوهنتون  غوره استازيتوب کول.

27.    د تدريس د کيفيت لوړونې په موخه د تر سره شويو ارزونو پايلو څخه ګټه پورته کول.

28.    د پوهنځي د ټولو فرعي کمېټو سره د يادو کمېټو په غوښتنه په هغو چارو کې چې د استادانو اړوند دي، همکاري کول او دوی ته معلومات ورکول.

29.    د پوهنځي رياست، ډيپارټمنټ آمریت، پوهنځي علمي شورا له خوا سپارل شوي نور اړوند کارونه تر سره کول.

Job Requirements

د دندې شرایط:

 تحصيل کچه او کاري تجربه

1.       نوماند باید لږ تر لږه د غاښونو طب  پوهنځي څخه د لېسانس يا ماسترۍ دورې د فراغت تائيد شوي اسناد ولري.

2.       د تحصيلي دورې په جريان کې لېسانس لږ تر لږه (۷۵) سلنه او ماستر  باید لږ تر لږه (۸۰) سلنه نمرو لرونکی وي او په ټوله تحصيلي دوره کې له دوه مضامينو څخه په ډېرو مضامينو کې چانس شوی نه وي.

3.       لږ تر لږه په پوهنتون کې دري کلنه د تدریس تجربه ولري.

4.       په ملي/بهرنۍ ژبه دوه ملي/نړۍوالې چاپ شوې (مطبوع) مقالې ولري

5.    په بهر کې د لوړو زده کړو د تکمیل په صورت کې باید د لوړو زده کړو وزارت څخه د اسنادو د تائید مکتوب ولري.

کاري اصول:

1.       د کاري مهالوېش رعايت

2.       د محصلانو په حاضرۍ او ازموينو کې دقت (حقیقي واقعي معلومات او حالت درج کول)

3.       د ډيپارټمنټ آمر او پوهنځي رئيس په همغږۍ اړوندو چارو ته په وخت رسيدګي کول

Submission Guideline

د غوښتنلیک د سپارلو لارښود:

سپين غر پوهنتون (ننګرهار) دري تنو ته) غاښونو طب پوهنځي کلینیک څانګه کې ) د استادانو په توګه  اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپله سي وي، د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال سنبلې میاشتې تر۱۰ مې نېټې پورې لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون ته واستوي یا دې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري توګه وسپاري.


نوماندان دې د نوملیکنې فورم د لاندې لینک څخه ترلاسه کړي او خپل ټول معلومات دې په کې ولیکي او دایمیل له لارې دې له نورو غوښتل شویو اسنادو سره یوځای راولیږي.

https://www.spingharuniversity.edu.af/HR/JOB%20APPLICATION%20-%20SU-NGR.pdf