د ویډیو ایډیټر،موشن ګرافیک،انفوګرافیک او انیمیشن متخصص

NEW Open

ریاست عمومی انسجام امور شاروالی ها

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Kabul
Category
Other
Published
2026-09-07
Nationality
National
Salary
NTA -c
Contract Duration
چهار ماه و قابل تمدید
Vacancy Number
18
No of Job
1

Deadline

2026-09-14

About the Company

لرلید:

د غوره خدماتو وړاندي کولو، ښې حکومتولۍ ډاډمنولو، تلپاتي او متوازن اقتصادي پراختیا او د ښاریانو د ژوند کیفیت لوړولو یواځنۍ اداره دی.

 

ماموریت:

د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست، د ښاروالۍ د چارو انسجام، ملاتړ، پیاوړتیا، همږغي او څارني مسئولیت ته په کتو سره، د ښې ښاري حکومتولي تأمینول، د عوایدو زیاتول او غوره ښاري خدماتو وړاندی کول دي.

 

ارزښتونه:

          د غوره خدماتو وړاندې کول؛

          د روڼتیا او حساب ورکولو تأمینول؛

          اسلامي او کلتوري وده؛

          د همکارۍ، همغږۍ او ګډون پیاوړتیا.

 

تاریخچه:

له (۱۲۹۸) ه ل کال څخه وړاندی، په افغانستان کې د ښاروالۍ یا دې ډول بل څه په نوم هیڅ بنسټ شتون نه درلود. د وخت حکومت د خلکو سره د مرستې، د عامه خدمتونو د وړاندی کولو او د ښاري ژوند د تنظیم په موخه، د لومړي ځل لپاره په (۱۲۹۸) ه ل کال، په کابل کې د کابل ښاروالۍ په نوم بنسټ کيښود. د اړتیاوو له زیاتېدو سره دا لړۍ په تدریجي ډول نورو ولایتونو ته وغځېده. پالیسي د تېرو لسیزو په اوږدو کې، د وخت د حکومتونو د پالیسیو او لیدلورو له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو ښاروالۍ د بیلابیلو ادارو تر چتر لاندې فعالیت درلود. په دی لړ کې د کورنیو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، او داسې نورو نومونه یادولای شو.

د افغانستان د اسلامي امارت له  بیا واکمنېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ پرته، د هیواد ټولي ښاروالۍ یوځای د ښاروالیو د عمومي ریاست تر چتر لاندې تنظیم شوې دي، او وروسته، د امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، د چارو د ادارې تر چتر لاندې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست په نوم د جانبي واحد په توګه رامینځته شو.

په دې وروستیو کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړې پاملرنې له مخې، د ښاروالیو اړوند چارو د اغېزمن انسجام او سمې رسېدنې په موخه، د ۲۶/۱۰/ ۱۴۴۷ نېټې (۳۵۹۷/۷۲۴۲) ګڼې حکم په اساس د دغه ریاست تشکیلاتي جوړښت د یوې خپلواکې امارتي ادارې په توګه منظور شو.

 دا ریاست اوس مهال د اړوند ښاروالیو چې شمیر یې (۲۷۲) ولایتي، ولسوالۍ او بندري ښاروالیو ته رسیږي د چارو ملاتړ، څارنه او غوره همغږي مسؤلیت پرغاړه لري.

یادي ښاروالۍ د ښاریانو د ژوند د ښه والي، د اقتصادي ودې پیاروتیا، د ارزانه او خوندي استوګنځایونو او مناسبو ښاری خدماتونو د چمتو کولو لپاره لوی ظرفیت لري.له بله ارخه، د افغانستان په ښارونو کې د ښاري پراختیا لپاره د تلپاته، متوازن او اقتصاد محور پرمختګ ښه فرصتونه شته.ښارونه د اقتصادي ودې له مهمو محرکینو څخه ګڼل کیږي، د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست اوس مهال د ښاري ‍پلانونو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه او لومړیتوب ورکوي، او د دې موخی د تحقق لپاره له اړوند وزارتونو او امارتي ادارو سره همغږي کوي. او همدارنګه، دا ریاست هو‌ډ لري چې د اوږد مهاله پالیسیو او ستراتیژیو د تدوین له لاری د ښاروالیو لخوا د ښاري خدمتونو اغیزمنتوب لا پیاوړی کړي.

Job Summary

   د دندې موخه: د ادارې د فعالیتونو،پروژو، برنامو او لاسته راوړنو لپاره د مسلکي ویډیوګانو، موشن ګرافیکونو او انیمیشني محتوا تولید او چمتو کول.

-----------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

 د دندې وظایف او مسؤولیتونه:

·       اساسي دندې:

·       د ادارې د فعالیتونو او پروژو ویډیویي راپورونو جوړول او ایډیټ کول.

·       د ټولنیزو رسنیو لپاره لنډې او مسلکې ویډیوګانې تولیدول.

·       د موشن ګرافیک او انفوګرافیک ویډیوګانې جوړول.

·       د اړتیا پر مهال د دوه بعدي او درې بعدي انیمیشن جوړول.

·       د ویډیو ثبت، غږ ایډیټ او رنګ سمون ترسره کول.

·       د ریاست د مهمو مناسباتو لپاره د تبلیغاتي او معلوماتي ویډیوګانو جوړول.

·       د ویډیو آرشیف تنظیم او ساتنه.

·       د رسنیزو کمپانیونو لپاره ابتکاري نظریات وړاندې کول،

·       ټولنیزو رسنیو لپاره مناسبه بصري محتوا چمتو کول.

·       د آمر او رئیس له لوري ورسپارل شوې نورې اړوندې دندې سر ته رسول.

مدیریتي دندې:

·       د ادارې له پلان او ستراتیژیکو موخو سره سم د ریاست د میاشتني، درې میاشتني او کلني کاري پلان طرحه او ترتیبول؛

·       د اړوند ادارې د موخو او پرګرامونو د تحقق په برخه کې تصمیم نیونه او د مسلکي مشورو ورکول؛

·       د کړنو د اغیزمنتیا په موخه د لاس لاندي کارکوونکو د کړنو ارزونه، د کار اغیزمنتیا او موثریت زیاتول، د روزنېزو اړتیاوو په نښه کول او د وړتیاو لوړول؛

·       د لاس لاندې کارمندانو ته د ورکشاپونو، سیمینارونو او د کار په جریان کې د روزنېزو برنامو د تنظیمولو په واسطه هغوی ته مسلکي مهارتونو لیږدول؛

·       د میاشتني، درې میاشتني، کلني راپورونو چمتو کول او د اړتیا په وخت کې چارواکو ته د اړوندو فعالیتونو او لاسته راوړنو خبر ورکول؛

·       د اړوند څانګې د امر له خوا د دندې مطابق د نورو سپارل شویو دندو ترسره کول؛

همغږۍ دندې:

·       د اړوند څانګې د چارو د لاښې همغږی لپاره نورو څانګو سره همغږي او اړېکې برابرول؛

Job Requirements

د ګمارنې شرایط:

·       د افغانستان تابعیت ولری.

·       عمر ېي د (۱۸) کلونو څخه کم او د (۶۴) کلونو څخه پورته نه وي.

د زدکړو کچه:

·       د ژورنالیزم،کمپیوټر ساینس،ګرافیک ډیزاین په برخه کې لیسانس تر کچه پوری.

کاري تجربه:

·       کاري تجربه لږ تر لږ ۵ کاله لیسانس ته او 4 کاله ماستر ته په اړوند څنګی

اړین مهارتونه:

·       د اړوند څانګې لارښوونې او کنټرول وړتیا درلودل

·       د اړوند څانګې د پلان او پالیسو د ټاکلو وړتیا درلودل

·       د رسمي ملي ژبو څخه په یوي ژبې (پښتو یا دری ) باندی پوهیدل

·       د دندې اړوند برخو کې په کمپیوتري پروګرامونو کې مهارت درلودل

·       د موشن ګرافیک،انیمشن او ویډیو ایډیټ په برخه کې عملي تجربه.

·       د ویډیو ایډیټ،فلمبردارۍ له اصولو سره بلدتیا.

د After Effect, Adobe Premiere Pro, Photoshop, illustrator په پروګرامو کې عملي کار.

Submission Guideline

واجدین شرایط میتوانند فورم ثبت نام را از طریق لینک ذیل بدست آورده و بعد از  خانه پری ارسال بدارند 

https://forms.gle/zcf121ac7twTfskL9