د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې او تحلیل ارشد کارپوه

Open

ریاست عمومی انسجام امور شاروالی ها

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Kabul - kabul
Category
Finance
Published
2026-09-07
Nationality
National
Salary
NTA -B
Contract Duration
چهار ماه قابل تمدید
Vacancy Number
030
No of Job
1

Deadline

2026-09-14

About the Company

لرلید:

د غوره خدماتو وړاندي کولو، ښې حکومتولۍ ډاډمنولو، تلپاتي او متوازن اقتصادي پراختیا او د ښاریانو د ژوند کیفیت لوړولو یواځنۍ اداره دی.

ماموریت:

د ښاروالیو چارو د سمون عمومي ریاست، د ښاروالۍ د چارو انسجام، ملاتړ، پیاوړتیا، همږغي او څارني مسئولیت ته په کتو سره، د ښې ښاري حکومتولي تأمینول، د عوایدو زیاتول او غوره ښاري خدماتو وړاندی کول دي.

ارزښتونه:

د غوره خدماتو وړاندې کول؛

د روڼتیا او حساب ورکولو تأمینول؛

اسلامي او کلتوري وده؛

د همکارۍ، همغږۍ او ګډون پیاوړتیا

تاریخچه:

له (۱۲۹۸) ه ل کال څخه وړاندی، په افغانستان کې د ښاروالۍ یا دې ډول بل څه په نوم هیڅ بنسټ شتون نه درلود. د وخت حکومت د خلکو سره د مرستې، د عامه خدمتونو د وړاندی کولو او د ښاري ژوند د تنظیم په موخه، د لومړي ځل لپاره په (۱۲۹۸) ه ل کال، په کابل کې د کابل ښاروالۍ په نوم بنسټ کيښود. د اړتیاوو له زیاتېدو سره دا لړۍ په تدریجي ډول نورو ولایتونو ته وغځېده. پالیسي د تېرو لسیزو په اوږدو کې، د وخت د حکومتونو د پالیسیو او لیدلورو له مخې، د ولایتونو او ولسوالیو ښاروالۍ د بیلابیلو ادارو تر چتر لاندې فعالیت درلود. په دی لړ کې د کورنیو چارو وزارت، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره، او داسې نورو نومونه یادولای شو.

د افغانستان د اسلامي امارت له  بیا واکمنېدو وروسته، د کابل ښاروالۍ پرته، د هیواد ټولي ښاروالۍ یوځای د ښاروالیو د عمومي ریاست تر چتر لاندې تنظیم شوې دي، او وروسته، د امیرالمومنین حفظه الله تعالی د حکم پر بنسټ، د چارو د ادارې تر چتر لاندې د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست په نوم د جانبي واحد په توګه رامینځته شو.

په دې وروستیو کې، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړې پاملرنې له مخې، د ښاروالیو اړوند چارو د اغېزمن انسجام او سمې رسېدنې په موخه، د ۲۶/۱۰/ ۱۴۴۷ نېټې (۳۵۹۷/۷۲۴۲) ګڼې حکم په اساس د دغه ریاست تشکیلاتي جوړښت د یوې خپلواکې امارتي ادارې په توګه منظور شو.

 دا ریاست اوس مهال د اړوند ښاروالیو چې شمیر یې (۲۷۲) ولایتي، ولسوالۍ او بندري ښاروالیو ته رسیږي د چارو ملاتړ، څارنه او غوره همغږي مسؤلیت پرغاړه لري.

یادي ښاروالۍ د ښاریانو د ژوند د ښه والي، د اقتصادي ودې پیاروتیا، د ارزانه او خوندي استوګنځایونو او مناسبو ښاری خدماتونو د چمتو کولو لپاره لوی ظرفیت لري.له بله ارخه، د افغانستان په ښارونو کې د ښاري پراختیا لپاره د تلپاته، متوازن او اقتصاد محور پرمختګ ښه فرصتونه شته.ښارونه د اقتصادي ودې له مهمو محرکینو څخه ګڼل کیږي، د ښاروالیو چارو د سمون لوی ریاست اوس مهال د ښاري ‍پلانونو پلي کولو ته ځانګړې پاملرنه او لومړیتوب ورکوي، او د دې موخی د تحقق لپاره له اړوند وزارتونو او امارتي ادارو سره همغږي کوي. او همدارنګه، دا ریاست هو‌ډ لري چې د اوږد مهاله پالیسیو او ستراتیژیو د تدوین له لاری د ښاروالیو لخوا د ښاري خدمتونو اغیزمنتوب لا پیاوړی کړي.

Job Summary

د دندې موخه: د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي اړخونو ارزونه او تحلیل، د قراردادونو د شرایطو او تطبیق وضعیت تشخیص، د احتمالي خطرونو او نیمګړتیاوو معلومول او د ښاروالیو د ملکیتونو او عوایدو د خوندیتوب او اغېزمنې استفادې په موخه د مسلکي نظریاتو، تحلیلي راپورونو او عملي سپارښتنو وړاندې کول.

-------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------------

         دندې او مسئولیتونه:

بنسټیزې دندې:

  • د ښاروالیو اوږدمهاله اجارې قراردادونه د اجارې قانون، نافذه قوانینو، احکامو، فرامینو او اړوندو تقنیني اسنادو له مخې ارزول او د مطابقت کچه یې ټاکل.
  • د اجارې قراردادونو د بنسټیزو شرایطو؛ لکه د اجارې موده، بیه، د بیې د زیاتوالي شرایط، تضمین، تادیات، د ملکیت د استفادې نوعیت، د مستأجر مکلفیتونه، تمدید، تعدیل او فسخ، حقوقي او قراردادي تحلیل ترسره کول.
  • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو مالي او اقتصادي تحلیل، د اجارې د عوایدو، نقدي جریان، د ملکیت اقتصادي ظرفیت او د قرارداد د ښاروالۍ پر عوایدو د اغېزو ارزونه.
  • د اجارې ټاکل شوې بیه د ملکیت د موقعیت، مساحت، استفادې، اقتصادي ظرفیت او د بازار د شرایطو له مخې ارزول او د اړتیا په صورت کې د مناسبو بدیلو شرایطو وړاندیز کول.
  • د قراردادونو حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي خطرونه او احتمالي زیانونه تشخیص او د مخنیوي او مدیریت لپاره یې مسلکي سپارښتنې وړاندې کول.
  • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د تطبیق وضعیت، د قراردادي لوریو د ژمنو د اجراء کچه، د تادیاتو وضعیت او د ملکیت د منظور شوې او عملي استفادې ترمنځ مطابقت ارزول.
  • د قراردادونو د تمدید، تعدیل، فسخ او نورو قراردادي اقداماتو په اړه د نافذو اصولو او موجودو اسنادو پر بنسټ مسلکي تحلیل او نظر وړاندې کول.
  • د قراردادونو اړوند اسناد او معلومات راټولول، د اسنادو بشپړتیا او اعتبار ارزول، منظم مستندسازي او د تحلیلي استفادې لپاره د اړوندو معلوماتو تنظیمول.
  • د ارزول شوو قراردادونو په اړه مستند تحلیلي راپورونه، مسلکي نظریات او د تصمیم‌نیونې لپاره واضح سپارښتنې ترتیبول.
  • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې لپاره د معیاري چک‌لېستونو، فورمو او اړوندو کاري میکانیزمونو په ترتیب، اصلاح او تطبیق کې مسلکي ونډه اخیستل.
  • د ښاروالیو د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د عوایدو، ملکیتونو او قراردادي ژمنو اړوند معلومات تحلیل او د مدیریت لپاره د اړتیا وړ تحلیلي معلومات برابرول.
  • د قراردادونو د ارزونې او تحلیل پر مهال د ښاروالۍ د ملکیتونو، عوایدو او عامه ګټو د خوندیتوب لپاره د مناسبو اصلاحاتو او حل‌لارو وړاندیزول.

مدیریتي دندې:

  • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې او تحلیل لپاره د کاري پلانونو ترتیب، تنظیم او څارنه.
  • د ترسره شوو قراردادونو د ارزونې او تحلیل د کیفیت، بشپړتیا او د ټاکل شوو معیارونو د رعایت ارزونه.
  • د قراردادونو د ارزونې مهمې موندنې، ستونزې، خطرونه او د اصلاح اړتیاوې اړوند مقام ته په منظم ډول وړاندې کول.
  • د قراردادونو د ارزونې اړوند اسنادو، معلوماتو او راپورونو د منظم ثبت، ساتنې او معلوماتي مدیریت د بهیر تنظیم او څارنه.
  • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې د پروسې د معیاري کولو او د کاري میکانیزمونو د ښه والي لپاره د اصلاح وړاندیزونه وړاندې کول.
  • د دندې اړوند ستونزې تشخیص، د حل‌لارو تحلیل او اړوند مقام ته د تصمیم‌نیونې لپاره مسلکي وړاندیزونه وړاندې کول.
  • د قراردادونو د تحلیل او ارزونې په برخه کې د اړوندو کارکوونکو د مسلکي ظرفیت د لوړولو لپاره د اړتیا وړ لارښوونې او مشورې وړاندې کول.

د همغږۍ دندې:

  • له اړوندو ښاروالیو سره د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د ارزونې لپاره د اړینو اسنادو، معلوماتو او راپورونو د ترلاسه کولو په برخه کې همغږي کول.
  • له حقوقي، مالي، تخنیکي او نورو اړوندو واحدونو سره د قراردادونو د ارزونې او تحلیل په برخه کې مسلکي همغږي کول.
  • د قراردادونو د ارزونې پر مهال د موجودو ستونزو او نیمګړتیاوو د تشخیص او حل په موخه له اړوندو مراجعو سره همکاري او لازمې مشورې شریکول.
  • په تخنیکي غونډو، ارزونکو کمېټو او اړوندو ناستو کې ګډون او د قراردادونو په اړه مسلکي نظر وړاندې کول.
  • د قراردادونو د ارزونې د پایلو، موندنو او سپارښتنو په اړه له اړوندو مسئولینو سره د اړتیا مطابق معلومات او مسلکي مشورې شریکول.
  • د اړوندو ادارو او ښاروالیو ترمنځ د قراردادونو د ارزونې، معلوماتو د تبادلې او د ستونزو د حل په برخه کې د لازمې همغږۍ زمینه برابرول.

Job Requirements

د ګمارنې شرایط:

  • د افغانستان تابعیت ولري.
  • عمر یې له (۱۸) کلونو څخه کم او له (۶۴) کلونو زیات نه وي.

د زده کړو درجه:

  • لږ تر لږه د ماسټرۍ سند په یوه له لاندې اړوندو برخو کې: اقتصاد، حقوق، مالي او بانکي چارو، اداره او سوداګرۍ، عامه اداره او مدیریت

د لېسانس درلودونکی هغه مهال چې پورته ذکر شوو، څانګو څخه فارغ وي او کافي کاري تجربه ولري، په پام کې نیول کیږي.

د یادونې وړ ده، تحصیلي اسناد که د کورنیو او یا هم بهرنیو تحصیلي مؤسساتو څخه چې د لوړو زده کړو وزارت تائیدي ولري، منل کیږي.

کاري تجربه:

د ماسټرۍ لرونکو لپاره لږ تر لږه ۵ کاله او د لیسانس لرونکو لپاره لږ تر لږه ۷ کاله اړونده کاري تجربه په لاندې برخو کې:

  • د قراردادونو تحلیل او ارزونه، د اجارې او ملکیتونو مدیریت، مالي او اقتصادي تحلیل، حقوقي او قراردادي چارو، د عامه شتمنیو مدیریت؛
  • یا ورته اړوندو تخصصي برخو کې.

لازم مهارتونه:

  • د اوږدمهاله اجارې قراردادونو د حقوقي، مالي، اقتصادي او قراردادي تحلیل او ارزونې وړتیا.
  • د اجارې د عوایدو، نقدي جریان او اړوندو مالي شاخصونو د محاسبې او تحلیل وړتیا.
  • د قراردادونو د حقوقي، مالي او اقتصادي خطرونو او احتمالي پایلو د تشخیص وړتیا.
  • د حقوقي، مالي او قراردادي اسنادو د تحلیل، مقایسې او ارزونې وړتیا.
  • د مالي سناریوګانو او مقایسوي تحلیلونو د جوړولو وړتیا.
  • د تحلیلي، مسلکي او مدیریتي راپورونو د ترتیب او وړاندې کولو ښه مهارت.
  • د Microsoft Office، په ځانګړي ډول Microsoft Excel د کارولو ښه مهارت.
  • د ستونزو د تحلیل، منطقي استدلال او مناسبو حل‌لارو د وړاندې کولو وړتیا.
  • د مسلکي اړیکو، همغږۍ او مؤثرې مشورې ورکولو وړتیا.
  • په پښتو او دري ژبو کې د مسلکي لیکنې او اړیکو ښه وړتیا او په انګلیسي ژبه کې د اړوندو مسلکي اسنادو د لوستلو او درک توانایي.

Submission Guideline

واجدین میتوانند فورم را از طریق لینک ذیل بدست آورده بعداز خانه پری و ارسال نمایند

https://forms.gle/zcf121ac7twTfskL9