Position Title: تغذي مشاوره/Nutrition counselor

Activation Date: 21 May, 2025   Announced Date: 21 May, 2025   Expire Date: 26 May, 2025

  • Job Location: Zabul
  • Nationality: National
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: As per organization salary scale
  • Vacancy Number: OPHCD-HR-2025-014
  • No. Of Jobs: 1
  • City: زابل PH قلات
  • Organization: OPHCD
  • Years of Experience: لږ تر لږه یوه کال کاري تجربه ولری
  • Contract Duration: 7 Months
  • Gender: Female
  • Education: د نرسنګ او یا قابله ګی څانګی څخه فارغ وی او سند یی د عامی روغتیا وزارت څخه تائید وي. په ایګزیټ امتحان کی دکاندید کامیابي ضروري ده او په سی وی کی باید د ایګزیټ امتحان نومري او ای ډي ولیکل شي
  • Close date: 2025-05-26
 

About OPHCD:

ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په 2017 کې تاسیس شوی او په 4160 شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د 762 شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجستر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، واش، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي

Job Description:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټولو پالیسیو، ستراتیژیو او تړون ته ژمنتیا او د ټولو کلینیکي اصولو او مقرراتو مراعات کول.

 د ارتقا صحت او انکشاف جامعه موسسه (OPHCD) ټولو پالیسیو، اصولو او قوانینو ته درناوی.

د دوه  کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د ودی څارنی او پرمختک(GMP ) د ماشومانو  د وزن قد او عمر اندازه کول  او  هغوی پړسوب (اډیما) د ارزونی په ګډون،کتنه، ثبت او راجستر کول.

د میندو  او ماشومانو تغذی (MIYCN) د مناسبو کړنو او انتانی ناروغیو د مخنیوی له مخی میندو/ماشوم پالونکی  ته د دوه کلونو څخه د کم عمر ماشومانو د ودی څارنی او پرمختک(GMP ) اړونده مشوری ورکول.

که چیری ماشوم نورمال وی، مور و هڅوی او مشوره ورکړی ترڅو د عمر سره مناسب د MIYCN کړنی ترسره، پیاوړی او وده ورکړی.

که  چیری ماشوم په حاده خوارځواکی اخته وی ، نو مناسبی درملنی او مشوری ورکولو لپاره یی د روغتیایی مرکز ډاکتر ته واستوی.

میندو/ د ماشوم پالونکو ته مشوره ورکړی څو خپل د دوه کلنی څخه کوچنی ماشومان  ودی څارنی او پرمختک(GMP ) دوامداره لیدنی لپاره راوړی.

 وګوری چی د معافیت ملی ورځی (NID ) په مهال ماشوم ته ویټامین A  ورکړل شی ده که نه ،که نه وی ورکړل شوی نو د روغتیایی مرکز داکټر ته راجع کړی.

په ورځنی ډول میندو ته د روغتایی تعلیماتو وړاندی کول.

په میاشت کی یو ځل د تکمیل خواړه ننداری ته (Food Demonstration ) ترسره کړی.

د BMI او  MUAC د موندی پربنسټ مور ته په ځانکړی ډول د تغذی د مناسبو کړنی په اړه مشوره ورکړی.

وګوري چی آیا شیدی ورکونکی مور د زیږون وروسته د دری میاشتو لپاره د اوسپنی او فولیک اسید درمل (IFA Tablet ) تر لاسه کوی.

که د مور روغتیایی او تغذی مناسبه نه وی ،د تشخیص او درملنی لپاره د روغتیایی مرکز ډاکټر ته راجع کړی.

د ټولنی روغتیایی څارنوونکو(CHS) او د ټولنی د روغتیایی کارکونکو(CHW) سره د ټولنی روغتیایی کارکونکو(CHW) د میاشتنی ناستی لپاره کار او همغږی کول او ناستی په مهال لاندی چاری ترسره کول:

دCHW  سره د GMP غایبینو لیست شریکول او تعقیبول.

ددی ډاډ ترلاسه کول چی د GMP ناستی په منظم ډول د CHW لخوا په ټولنه کی ترسره کیږی

د ټولنی روغتیایی کارکوونکو ته ځینو موضوعاتو لکه GMP  د مشوری ورتیا او کور څخه د مناسبی لیدنی په اړه مشوره او لارښونه ورکول .

د تغذی د خدمتونو دوړاندی کولو د څارنی او تعقیب لپاره منظم راپور ورکول او ساتل.

په هغه ولایتونو کی چی د مور او ماشوم روغتیایی(MCH Hand Book) لارښود پلی کیږی،د یاد لارښود د کارولو  له مخی راپور ورکول.

د هغو مراجعیونو په ګوته کول چی تعقیبی لیدو ته ارتیا لری او په دی اړه د CHS او CHW سره د هغوی معلومات شریکول.

د کلینیک امر، قابله ګانو، واکسیناتورانو، د تغذیې مشاورینو او CHS سره همغږي او منظمې ناستې ترڅو د تغذیې ټولیز پروګرام پیاوړی کړي او د غیرحاضرانو  لیست له دوی سره شریک کړي ترڅو د ټولنې په کچه ترلاسه او تعقیب شي.

د خپلو دندو د پلي کولو په اړه انعطاف منونکی.

متقابل درناوى او په پوره لېوالتيا سره ورسپارل شوې دندې ترسره کول او د اړونده سوپروایزر له خوا ورسپارل شوې اضافي دندې ترسره کول

Job Requirements:

د افغانستان تابعیت ولري

د نرسنګ او یا قابله ګی څانګی څخه فارغ وی او سند یی د عامی روغتیا وزارت څخه تائید وي. په ایګزیټ امتحان د کاندید کامیابي ضروري ده او په سی وی کی باید د ایګزیټ امتحان نومری او ای ډي ولیکل شي

باید په محلي ژبو (پښتو او دري) بشپړ تسلط ولری

لږ تر لږه  یوه کال کاري تجربه ولری

د مهربان او دوستانه شخصیت درلودل او د کار لپاره کافي روغتیا او ځواک

Submission Guideline:

په شرائطو برابر کسان کولای شی چی خپل درخواست او اسناد

 jobs.ophcd@gmail.com په ذکر شوي ایمیل ادرس واستوي 

هغه کاندیدان چی فزیکۍ ډول خپله سی وي جمع کړي نو کولۍ شي چی مستقیمآ یی په زابل ولایت کی د صحت عامي منابع بشري سره جمع کړي

Submission Email:

jobs.ophcd@gmail.com





 

Similar Jobs