Position Title: تغذي نرس, Nutrition Nurse

Activation Date: 21 May, 2025   Announced Date: 21 May, 2025   Expire Date: 26 May, 2025

  • Job Location: Zabul
  • Nationality: National
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: As per organization salary scale
  • Vacancy Number: OPHCD-HR-2025-015
  • No. Of Jobs: 12
  • City: 1) زابل PH 2) قلات MHNT 3) شاه جوی MHNT 4) ترنک و جلدک MHNT 5) قلات BHC 6) شاه جوی MHNT
  • Organization: OPHCD
  • Years of Experience: لږ تر لږه یوه کال کاري تجربه ولری
  • Contract Duration: 7 Months
  • Gender: Female
  • Education: د نرسنګ او یا قابله ګی څانګی څخه فارغ وی او سند یی د عامی روغتیا وزارت څخه تائید وي. په ایګزیټ امتحان کی دکاندید کامیابي ضروري ده او په سی وی کی باید د ایګزیټ امتحان نومري او ای ډي ولیکل شي
  • Close date: 2025-05-26
 

About OPHCD:

ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په 2017 کې تاسیس شوی او په 4160 شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د 762 شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجستر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، واش، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي

Job Description:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټولو پالیسیو، ستراتیژیو او تړون ته ژمنتیا او د ټولو کلینیکي اصولو او مقرراتو مراعات کول.

د روغتیا د ارتقا او ټولنې پراختیا موسسه (OPHCD) ټولو پالیسیو، اصولو او قوانینو ته درناوی.

د میاشتنۍ ریکویست اماده کول د & OPD SAM   OPD MAM  موادو دپاره او د  پرګرام پورې اړوند موادو سم راجسټریشن کول.

د  OPD SAM او  OPD MAMاړوند موادو سم مدیریت او ذخیره کول او په اړونده راجسترو او کارتونو کې د ویشل شوي موادو ثبت کول.

د 5 کالو څخه د کم عمر ټولو ماشومانو د تغذیې وضعیت سکرینینګ او ارزونه .  

او په سؤتغذی اخته ماشومان د لارښوونو سره سم  راجسټرکول، د تداوی او تعقیب کارتونه ورته جوړول .

په سؤتغذی اخته ماشومانو ته د اشتها تست اجرا کول.

د IMAM پروتوکول سره سم د معتدل متوسط او شدید خوارځواکۍ او امیندواره او شیدې ورکونکو میرمنو ماشومانو ته د ,RUSF Super Cereal او  RUTFخواړو ویشل.

د تعقیبي (Follow-up )اصولو تطبیق  کول هغو ناروغانو ته چې غذايي مواد ترلاسه کوي .   

د اختلاطی ناروغانوریفرکول اړونده څانګو ته.   

د شفایاب شوو ، دایمی غیرحاضرانو ، ریفر شوو او بی نتجی مریضانو په سمه توګه د پرګرام څځه خارجول.

د OPHCD ولایتي دفتر ته د اونۍ او میاشتني فعالیتونو راپورونو چمتو کول، تصدیق کول او لیږل

دی حاد خوارځواکۍ  ماشومانواو امیندواره او شیدې ورکونکو میندو ته د RUSF RUTF, او Super Cereal سمه کارول ښودنه.

د کلینیک آمر، قابله ګانو، واکسیناتورانو، د تغذیې مشاورینو او CHS سره همغږي او منظمې ناستې ترڅو د تغذیې ټولیز پروګرام پیاوړی کړي او د غیرحاضرانو لیست له دوی سره شریک کړي ترڅو د ټولنې په کچه ترلاسه او تعقیب شي.

د تغذيې موادو د ضایع کیدو جدي مخنیوی (RUSF RUTF,او Super Cereal) او د هغو ناروغانو څخه چې د تعقیبي لیدنو لپاره راجع کیږي د کارول شوي تغذیه موادو د خالي پاکټو راټولول.

د خپلو دندو د پلي کولو په اړه انعطاف منونکی.

متقابل درناوى او په پوره لېوالتيا سره ورسپارل شوې دندې ترسره کول او د اړونده سوپروایزر له خوا ورسپارل شوې اضافي دندې ترسره کول.

د تغذی نرس په مستقیم ډول د ,RUSF Super Cereal او  RUTFتغذیه توکو د ضایع کیدو، ویجاړودو یا ناسم استعمال لپاره د ساتنې لومړۍ درجې مسؤلیت لري چې کلینیک ته لیږل شوي، او دا ممکن ده که چیرته مواد ته خساره ورسول شی نود معاش کمولی او خساری تاوان به هم ورکوی. 

مراجعینو ته روغتیایی تعلیمات خصوصآ د سؤتغذی د مخنیوی په هکله مالومات وړاندی کول

Job Requirements:

د افغانستان تابعیت ولري

د نرسنګ او یا قابله ګی څانګی څخه فارغ وی او سند یی د عامی روغتیا وزارت څخه تائید وي. په ایګزیټ امتحان د کاندید کامیابي ضروري ده او په سی وی کی باید د ایګزیټ امتحان نومری او ای ډي ولیکی

باید په محلي ژبو (پښتو او دري) بشپړ تسلط ولری

لږ تر لږه  یوه کال کاري تجربه ولری

د مهربان او دوستانه شخصیت درلودل او د کار لپاره کافي روغتیا او ځواک

Submission Guideline:

په شرائطو برابر کسان کولای شی چی خپل درخواست او اسناد

 jobs.ophcd@gmail.com په ذکر شوي ایمیل ادرس واستوي 

هغه کاندیدان چی فزیکۍ ډول خپله سی وي جمع کړي نو کولۍ شي چی مستقیمآ یی په زابل ولایت کی د صحت عامي منابع بشري سره جمع کړي

Submission Email:

jobs.ophcd@gmail.com





 

Similar Jobs