Position Title: د مخابری خونی کارکوونکی
Activation Date: 24 November, 2025 Announced Date: 24 November, 2025 Expire Date: 03 December, 2025
- Job Location: Kandahar
- Nationality: Afghan
- Category: Other
- Employment Type: Full Time
- Salary: 25000
- Vacancy Number: 148
- No. Of Jobs: 4
- City: کندهار
- Organization: ARCS
- Years of Experience: د بشردوستانه ټولنو سره په ورته برخه کې دوه کلنه کاري تجربه ولري
- Contract Duration: قراردادی
- Gender: Male
- Education: زده کړې یې د لسانس تر کچې وی، د پښتو، دري او انګلیسي ژبو لوستلو/لیکلو وړتیا ولري.
- Close date: 2025-12-03
About ARCS:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې لنډه پيژندنه:
د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۹۳۴زیږدیز کال کې تاسیس شوې، یوه خپلواکه، بشردوستانه اداره ده چې د افغانستان دولت لخوا د دولتي ادارو لپاره د مرستندویه په توګه پیژندل شوې .د ناورین سره د غبرګون خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. خپل فعالیتونه د بشرپالنې، ناپيیلتوب، ناپلوۍ،خپلواکۍ، د خپلې خوښې خدمتونه، یووالي او نړیوالتوب له اصولو سره سم ترسره کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنه د نورو په منځ کې، دنده لري چې د ناورین ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي، بیړني سرپناه چمتو کړي، زیانمنونکو خلکو ته د مرستې توکي وویشي، ټولنې ته بیلابیل روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې کړي .دا ټولنه د ۷سیمه ایزو څانګو او ۳۴ ولايتي څانګو او له ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو کارمندان او روزل شوي رضاکاران لري.د دې ټولنې مهم کاري شریکان د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیداراسون د سره صلیب نړیواله کميټه د ناروې سور صلیب، هلال احمر قطري او داسې نور دي.
Job Description:
موخه: د مخابرې خونې د کار کوونکي دنده په ټول افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ماموریتونو سره د مخابرې له لارې د اړیکې ساتنه او څارنه او همدا ډول د ټاکل شويو ټولو طرزالعملونو او کړنلارو تعقیبول دي. د دغې دندې پرمخ وړونکی د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري ټول جوړ شوي طرزالعملونه باید په وخت او اغیزمن او دقیق ډول عملي کړي.
دندې او مسؤلیتونه:
د افغاني سرې میاشتې د ساتنې او خوندیتوب ریاست د مخابرې عمومي مدیر تر څارنې لاندې، د مخابرې خونې کار کوونکی به لاندې دندې او مسؤلیتونه په غاړه ولري:
د مخابرې له خونې څخه د ټولو لاسي مخابرو او هغو مخابرو، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې په وسایطو کې لګول شوي د خپل مسؤلیت په ساحه (AoR) کې اړیکې ساتي.
د دې ډاډ ترلاسه کول، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ساتنې او خوندیتوب ریاست سره د کار کوونکو د سفرونو په اړه په هر وخت او ساحه کې د جوړو شویو طرزالعملونو او کړنلارو په پام کې نیولو سره معلومات شریک کوي.
د افغاني سرې میاشتې د ټولنې له موټرو، د ولایتي دفترونو او یا نورو لیرې پرتو ساحو کې د دې ټولنې له مامورینو سره د اړیکې کولو لپاره د مخابرې له لارې په اړیکه نیسي او د مخابرې عمومي مدیر ته راپور ورکوي.
د مخابرو د کارونې او ساتنې په برخه کې به د ادارې ټولو هغو کار کوونکو ته معلومات ورکوي کوم چې له مخابرو کار اخلي.
په هر ډول بیړني حالت کې به د مخابرې د خونې مدیریت پر غاړه لري، د مخابرې مدیر او یا هم د هغه ځای ناستي ته معلومات ورکوي، او د اړتیا په وخت کې په عاجله توګه ټول کار کوونکي هم خبر کړای شي.
په ټول هیواد کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې اړوندو وسایطو سفرونه په منظمه توګه وڅاري او د مخابرې مدیر ته راپور ورکړي.
د امنیتي وضعیت په اړه په ټول هیواد کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مخابرې خونو او ولایتي دفترونو سره په منظم ډول د مخابرې چېک وکړي او د مخابرې مدیر ته راپور ورکړي.
د یوې امنیتي پیښې یا بیړني حالت په وخت کې د مخابرې مدیر یا د هغه ځای ناستي ته خبر ورکړي او په دې برخه کې ورسره اړینه مرسته ترسره کړي.
د مخابرې مدیر/ د ساتنې او خوندیتوب رییس سره د ټولو بیړنیو اړیکو شمارو په راټولو کې مرسته وکړي او د هر ډول بیړني حالت په جریان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ټولو کار کوونکو ته د لارښونې سره سم اړین بیړني معلومات برابر وي.
د مخابرې د اړیکو اړوند د ټولو شته مقرراتو د عملي کېدو یا بې نظمیو څارنه وکړي، او د هرې سرغړونې په اړه د مخابرې مدیر ته راپور ورکړي.
په منظم ډول او په هر ډول بیړني حالت کې د ټولو هغو کار کوونکو سره، چې مخابرې لري د مخابرې له لارې د دوی د ځای او حالت په اړه چېک وکړي.
د ساحوي سفر فورمې په نظر کې نیولو سره سم د افغاني سرې میاشتې کار کوونکو د ورځنيو سفرونو تعقیب وکړي او هغه معلومات چې د اړیکې په وخت کې شریک کیږي ثبت کړي.
د افغاني سرې میاشتې موټروانانو ته په امنیتي وضعیت کې د هر ډول تغیر راتلو په اړه معلومات ورکړي.
د مخابرې خونې پورې اړوند د اسنادو ساتل پر غاړه لري.
د هیواد قوانینو ته غاړه کېږدي، او همدا ډول ټولو هغو مقرراتو ته، چې د افغاني سرې میاشتې تولنې په اصولو کې راځي.
د مخابرې خونې اړوند ستونزو د حل په برخه کې د مخابرې مدیر ته ګټورې مشورې ورکړي.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د مراتبو سلسلې په پام کې نیول او په منظمه توګه دندې ته حاضري وکړي.
د نورو اړوند کارونو، چې د خپل مدیر له لوري او یا هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې د انساني سرچینو د ریاست د پالیسي سره سم ورکول کیږي ترسره کړي.
د دندې اړتیاوې:
لسانس
د بشردوستانه ټولنو سره په ورته برخه کې دوه کلنه کاري تجربه ولري
د پښتو، دري او انګلیسي ژبو لوستلو/لیکلو وړتیا ولري.
غوښتونکی باید د کمپیوټر په برخه کې هم تر منځنۍ کچې پوهه ولري، د مخابرې خونې د کار کوونکي په توګه پخوانۍ تجربه، د افغانستان له جغرافیې سره بلدتیا درلودل. سربیره پردې، د دندې غوښتونکی د اړتیا په صورت کې د ورځې او شپې د کاري وختونو او د عامه رخصتیو، لکه د اخترونو ورځې شپې او نورو حالتونو کې هم د کار کولو وړتیا ولري.
Job Requirements:
زده کړې یې د لسانس تر کچې وی
د بشردوستانه ټولنو سره په ورته برخه کې دوه کلنه کاري تجربه ولري
د پښتو، دري او انګلیسي ژبو لوستلو/لیکلو وړتیا ولري.
غوښتونکی باید د کمپیوټر په برخه کې هم تر منځنۍ کچې پوهه ولري، د مخابرې خونې د کار کوونکي په توګه پخوانۍ تجربه، د افغانستان له جغرافیې سره بلدتیا درلودل. سربیره پردې، د دندې غوښتونکی د اړتیا په صورت کې د ورځې او شپې د کاري وختونو او د عامه رخصتیو، لکه د اخترونو ورځې شپې او نورو حالتونو کې هم د کار کولو وړتیا ولري.
Submission Guideline:
ګرانو کاندیدانو
د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.
یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله اسناد د منلو وړ نه دي.
د اړیکې شمېره
0701436832
Submission Email:
hr@arcs.af