Position Title: همکار مصونیت اقتصادی

Activation Date: 27 January, 2026   Announced Date: 27 January, 2026   Expire Date: 06 February, 2026

  • Job Location: Kandahar
  • Nationality: Afghan
  • Category: Support
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: 35000
  • Vacancy Number: HR@0199
  • No. Of Jobs: 1
  • City: کندهار
  • Organization: ARCS
  • Years of Experience: عموما باید ۲-۳ کالو مسلکی تجربه ولری، د هغی څخه حد اقل ۱ کلنه مشابه فعالیت تجربه ولری د یو غیر دولتی اداری سره یا بین المللی اداری سره کاری تجربه به یو پانګه وی
  • Contract Duration: قراردادی
  • Gender: Male
  • Education: د حوادثوبخش او یا د غذای امنیت اړوند د پوهنتون او یا حرفوی تحصیلی سند ولری. په انګلیسی ژبه او محلی ژبو (پشتو او دری) پشپړ حاکمیت ولری. د کمپوټر پروګرامونو مهارت ولری
  • Close date: 2026-02-06
 

About ARCS:

 

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لنډه پيژندنه:

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۹۳۴زیږدیز کال کې تاسیس شوې، یوه خپلواکه، بشردوستانه اداره ده چې د افغانستان دولت لخوا د دولتي ادارو لپاره د مرستندویه په توګه پیژندل شوې .د ناورین سره د غبرګون خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. خپل فعالیتونه د بشرپالنې، ناپيیلتوب، ناپلوۍ،خپلواکۍ، د خپلې خوښې خدمتونه، یووالي او نړیوالتوب له اصولو سره سم ترسره کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنه د نورو په منځ کې، دنده لري چې د ناورین ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي، بیړني سرپناه چمتو کړي، زیانمنونکو خلکو ته د مرستې توکي وویشي، ټولنې ته بیلابیل روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې کړي .دا ټولنه د ۷سیمه ایزو څانګو او ۳۴ ولايتي څانګو او له  ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو کارمندان او روزل شوي رضاکاران لري.د دې ټولنې مهم کاري شریکان د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیداراسون د سره صلیب نړیواله کميټه د ناروې سور صلیب، هلال احمر قطري او داسې نور دي

Job Description:

 

:موخه

د حوادثو مامور وظیفه د سری میاشتی د حوادثو اداری د جنوب زون کندهار  لپاره د ټولو مشترکه فعالیتونو ارزونه، همغږی او ملاتړ لپاره رامنځ ته شوی چی د سری میاشتی او د سره صلیب د اقتصادی تامیناتو څانګی ترمنځ د جنوب زون  په کچه همکاری کوی.  هغه د سری میاشتی جنوب زون د ولایتونو په همغږی د سری میاشتی او اقتصادی تامیناتو مشترک فعالیتونه د هوکړه لیک او لارښود مطابق اداره، عملی او د هغی اړوند راپور ورکوی.د حوادثو مامور باید د اقتصادی تامیناتو څانګی ، سری میاشتی مرکزی حوادثو اداری او د جنوب زون ترمنځ د مینځګړی رول ولوبوی تر څو مشترکه فعالیتونه د هوکړه لیک مطابق ترسره شی. ددی ترڅنګ چی اوږدمهاله مشترک ملاتړ شتون لری د هغی د جملی څخه د ظرفیتونو د لوړوالی اطمینان هم حاصل شی. د حوادثو مامور د پروژو د ښه تطبیق لپاره دواړه اړخونو سره ښی اړیکی لری. ددی وظیفی د کار ځای (د سری میاشتی جنوب زون- کندهار) دی ، خو د ټولو مشترکه فعالتیونو څخه باید د سری میاشتی ولایتونو په کچه لیدنه او حمایه وکړی.    

رول او مسولیتونه:

  • دجنوب زون- کندهار حوادثو ساحوی مدیر تر نظارت لاندی، د حوادثو مامور باید د سری میاشتی ساحوی تیم چی د سری میاشتی ولایتونو کی موجود دی د هغوی سره د نزدی څخه کار وکړی، تر څو د اقتصادی تامیناتو او سری میاشتی مشترکه پروژی په ښه توګه تطبیق کړی. مثلا د څو اړخه نغدی پروژه انتقالول، د کرهڼی پروژه او د کار په مقابل کی د پیسو پروژه او همداسی نوری اضطراری پروژی.
  • د حوادثو ساحوی ټیم باید د پروژی د دوری (ارزیابی، د پروژی پلان، تطبیق ، لیدنه او راپور) او د مشترکه پروژو په اړوند حمایه او لارښودنه وکړی.
  • په جنوب زون زون کی د رضاکارانو او د سری میاشتی نورو کامندانو لپاره کورسونه دایر کړی، همدغه شان د سره صلیب د ترینراو د سری میاشتی مرکزی حوادثومدیر سره ښه همغږی ولری.
  • د ساحوی کارمندانو راپورنه چی د اقتصادی تامیناتو او سری میاشتی مشترکه پروژو اړوند دی بیا لیدنه تری  وکړی، مثلا د ارزیابی راپورونه، د پروژی وړاندیز، توزیع او د توزیع نظارت د مرکزی حوادثو مدیر سره په همغږی ترسره کړی.
  • د کار اړوند اړخونه تعقیب کړی او د جنوب زون  حوادثو مدیر د مشترکه فعالیتونو په اړوند با خبره وساتی.
  • د پروژی اسنادو ترجمه د انګلیسی څخه په محلی ژبو اود هغی برعکس ژباړنه وکړی او د هغی ملاتړ وکړی.

د جنوب زون حوادثو مدیر سره په ټولو اداری امورو او نورو پروسیجرو کی چی د اقتصادی تامیناتو او سری میاشتی مشترک فعالیتونو اړوند دی کمک وکړی

Job Requirements:

 

د وظیفی شرایط

د حوادثوبخش او یا د غذای امنیت اړوند د پوهنتون او یا حرفوی تحصیلی سند ولری.

په انګلیسی ژبه او محلی ژبو (پشتو او دری) پشپړ حاکمیت ولری.

د کمپوټر پروګرامونو مهارت ولری

عموما باید ۲-۳ کالو مسلکی تجربه ولری، د هغی څخه حد اقل ۱ کلنه مشابه فعالیت تجربه ولری

د یو غیر دولتی اداری سره یا بین المللی اداری سره کاری تجربه به یو پانګه وی

Submission Guideline:

 

ګرانو کاندیدانو

د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

د اړیکې شمېره

0701436832

Submission Email:

hr@arcs.af

Submission Email:

hr@arcs.af





 

Similar Jobs