Position Title: MHPSS Counsellor Job Descirption/مشاور روانی زنانه

Activation Date: 29 March, 2026   Announced Date: 28 March, 2026   Expire Date: 06 April, 2026

  • Job Location: Kabul Paktika
  • Nationality: Afghan
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: 35000
  • Vacancy Number: hr@0235
  • No. Of Jobs: 2
  • City: پکتیکا و کابل
  • Organization: ARCS
  • Years of Experience: لږ تذ لږه د رواني مشاور په صفت یوکلنه کاري تجربه ولري
  • Contract Duration: از تاریخ مقرری تا 15 آگیست 2026 / قابل تمدید میباشد
  • Gender: Female
  • Education: زده کړه: د ښووني او روزني پوهنځي د سایکولوژی  له څانګي فارغ اویا د MHPSS په رشته کښی دیپلوم او  Medical background ولری.
  • Close date: 2026-04-06
 

About ARCS:

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لنډه پيژندنه:

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ۱۹۳۴زیږدیز کال کې تاسیس شوې، یوه خپلواکه، بشردوستانه اداره ده چې د افغانستان دولت لخوا د دولتي ادارو لپاره د مرستندویه په توګه پیژندل شوې .د ناورین سره د غبرګون خدماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي. خپل فعالیتونه د بشرپالنې، ناپيیلتوب، ناپلوۍ،خپلواکۍ، د خپلې خوښې خدمتونه، یووالي او نړیوالتوب له اصولو سره سم ترسره کوي. افغاني سرې میاشتې ټولنه د نورو په منځ کې، دنده لري چې د ناورین ځپلو ټولنو سره مرسته وکړي، بیړني سرپناه چمتو کړي، زیانمنونکو خلکو ته د مرستې توکي وویشي، ټولنې ته بیلابیل روغتیايي او نور اړین خدمتونه وړاندې کړي .دا ټولنه د ۷سیمه ایزو څانګو او ۳۴ ولايتي څانګو او له  ۲۰،۰۰۰ څخه زیاتو کارمندان او روزل شوي رضاکاران لري.د دې ټولنې مهم کاري شریکان د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فیداراسون د سره صلیب نړیواله کميټه د ناروې سور صلیب، هلال احمر قطري او داسې نور دي.

Job Description:

 

د دندې موخې: د رواني ټولنیز ملاتړ د خدماتو چمتو کول (رواني لومړنۍ مرستې) د ګرځنده روغتیایي ټیم رضاکارانو همغږي او تنظیم کول، د ټولنې د خلکو او مشرانو او د شورا د مشرانو سره همغږي او ارتباط، او ځانګړي ګټه اخیستونکو ته د خوندي راجع کولو چمتو کول.

 

  • اصلي مسولیتونه:
  • د رضاکارانو لپاره د MHPSS ساحوي فعالیتونه چمتو کول، د پوهاوي لوړول، سپورت، تفریحي، ټولنیز فعالیتونه او د PFA راجع کول.
  • ټولنو ته د ARCS طبي او MHPSS خدمتونو په اړه دقیق معلومات ورکول.
  • ډاډ تر لاسه کړئ چې په بېړنۍ روغتیا کې د خوندیتوب، جندراو شمولیت لږ تر لږه معیارونه د وقار، لاس رسۍ، ګډون او د خونیتوب له چوکاټ سره سم برابر دي.
  • د ټولنو، د ټولنې د مشرانو او د شورا د مشرانو سره همغږي او اړیکه ونیسئ تر څو د MHPSS ښه همغږي خدمات وړاندې کړي.
  • د رواني تولنیز د خدماتو چمتو کول یعنې لومړنۍ رواني مرستې مصیبت ځپلو اشخاصو ته چمتو کول.
  • د MHPSS او د محافظت د موضوعاتو لکه د رواني مصیبت، د مثبت او منفي مقابلې مېکانیزمونه، د فشار مدیریت، د ځان ساتنه، د مخدره توکو څخه ناوړه ګټه اخیستنه، د ماشومانو، ځوانانو او لویانو لپاره او همدارنګه د پالونکو لپاره د مثبت والدینو په اړه د پوهاوي لوړولو غونډې تر سره کول.
  • په ټولو اړونده سکوتورونو کې د عملیاتو په ساحه کې د خدماتو نقشه تر سره کول لکه روغتیایي، رواني، روغتیا، سرپناه، واش،محافظت، ، معیشت، راحت او نور.
  • د عملیاتو په ساحه کې د شریکانو تر منځ د راجع کولو شبکې په پراختیا کې مرسته کول.
  • هغه ماشومان او لویان وپیژنۍ چې د ټولنې ملاتړ د خدماتو یا ځانګړي محافظت خدماتو ته اړتیا لري، د کورنۍ لیدنې ترسره کړي، او د
  • د راجع کولو د تاسیس شویو لارو سره اړیکه ونیسي او د راجع شوي کسانو تعقیبول.
  • د هغو اشخاصو او کورنیو تعقیبول چې دوامداره او اوږدمهاله مرستې ته اړتیا لري
  • د ناوړه ګټې اخیستنې، استحصال او غفلت د قضیو د راپور ورکولو لپاره د سیستمونو پراختیا
  • د رواني روغتیا متخصص ته د ځانګړي خدماتو ته اړتیا لرونکي اشخاص ورپیژندل او راجع کول
  • د متمرکز غیر متخصص MHPSS خدماتو ته اړتیا لرونکي اشخاص وپیژنئ او راجع یې کړئ.
  • په ټولنه کې تکراري رواني ټولنیز مسایل په ګوته کړئ او د PS مرکزي نقطې سره یی راپورته کړئ.
  • د ټولنې پر بنسټ د MHPSS روزنیزو پروګرامونو د چمتو کولو ملاتړ او د MHPSS د ظرفیت لوړونې پروګرامونو کې برخه اخیستل.
  • د MHPSS څانګې د افسر سره همغږي او همکاري کول.
  • د MHPSS د هغه رضاکارانو لپاره چې د MHT سره کار کوي د خپلو د فعالیتونو ورځیني، هفته وار او میاشتیني پلانونه چمتو کول.
  • د MHPSS د څانګې افسر ته هفته وار او میاشتینی راپور ورکول.
  • د مستقیم څارونکي او لاین مدیر د م ج پ خدماتو چمتو کولو او همغږي کولو پورې اړوند نورې ورسپارل شوې دندې تر سره کول.

Job Requirements:

  • زده کړه: د ښووني او روزني پوهنځي د سایکولوژی  له څانګي فارغ اویا د MHPSS په رشته کښی دیپلوم او  Medical background ولری.
  •  رواني ټولنیز کورسونه یې لوستې وي.
  • د دواړه ملي ژبو سره د خبرو کولو عالي وړتیا ولري او د انګلیسي ژبې سره بلدیت ته ترجیح ورکول کیږي.
  • لږ تذ لږه د رواني مشاور په صفت یوکلنه کاري تجربه ولري

Submission Guideline:

ګرانو کاندیدانو

د خپلو تعلیمي او نورو سندونو ( سي وي/لنډیز، تعلیمي اسنادو، کاري تخنیکي تجربو تصدیقونه او تذکره) پي ډي اف بڼه لاندې  برېښنا لیک ته د ثبت په موخه و استوئ.

یادونه: دندې ته د نوم لیکنې او اېمېل آدرس د رالېږلو پر مهال، د اړونده بست عنوان او کوډ نمبر لیکل اړین او نا تکمیله  اسناد د منلو وړ نه دي.

د اړیکې شمېره 0701436832

Submission Email:

hr@arcs.af




 

Similar Jobs