Position Title: تغذی مشاور( ( Nutrition Counselor)

Activation Date: 15 March, 2026   Announced Date: 15 March, 2026   Expire Date: 19 March, 2026

  • Job Location: Helmand Kandahar Oruzgan Zabul
  • Nationality: National
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: د دفتر د پالیسی مطابق
  • Vacancy Number: OPHCD-HR-073
  • No. Of Jobs: 35
  • City: Center
  • Organization: OPHCD
  • Years of Experience: لږ تر لږه یو کال کاري تجربه په روغتیا برخه کی ولري
  • Contract Duration: 9 Month
  • Gender: Female
  • Education: د طب متوسطه ( د هری څانګی ) فارغ. دولسم تولګی څخه فارغ ( ښونځی یا دینی مدارس) په دی شرط چی د نیوتریشن یو میاشتنی یا ۱۸ ورځنی تریننګ اخیستی وی.
  • Close date: 2026-03-19
 

About OPHCD:

د مؤسسې په اړه:

د ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه  یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په ۲۰۱۷ کې تاسیس شوی او په ۴۱۶۰ شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د ۷۶۲ شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجستر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. او پی اچ سی دی د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، واش، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د ټولنې نورو محرومو پاټکو یا قشرونو باندې زیات تمرکز کوي

Job Description:

مسؤليتونه:

  1. د ماشوم د ودې څارنه او ملاتړ:
  • د ۲ کالو څخه د ښکته عمر ټولو ماشومانو د ودې څارنې په شمول د انتروپومتری ( وزن، قد، سن او مووک )  اندازه کول او د هغوی ثبتول.
  • ماشومانو کی د ښيی تغذی، حادی متوسطی او شدیدی خوارځواکی تصنیف بندی.
  • د ۲ کالو څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو میندو او ساتونکو ته د مناسبی تغذی د ( ای وی سی اف ) کړنو په اړه او د انتاناتو د مخنیوی په اړه مشوری ورکول.
  • که چیری ماشوم د متوسطی یا شدیدی خوارځواکی سره مخامخ وی نو د مناسبی تغذیی د کړنو (ای وی سی اف  ) په اړه یی میندو ته مشوره ورکړی ترڅو د ماشوم وده نورمال حالت ته راوګرځی.
  • په روغتیایی مرکز کی د بشپړونکی یا متتمه خوړو د نندارو(فود دیمناستریشن) دایرول.
  • که چیری ماشوم په شدیده خوارځواکی اخته وی نو د هغه لیږدول داکتر ته تر څو مناسبه درملنه وشی.
  • په تیر شوی ان ای دی کی د ویټامین أ ( ویته ای) اخستنی پلټنه کول  چی ماشوم اخیستی دی او کنه او که نه وی اخیستی ورته یی توصیه کړی.
  1. د امیندواری او شیدی ورکولو میندو ته مشوری:
  • امیندوارو او شیدی ورکونکو میندو ته د ښی او قوی غذا خوړلو مشوري او هره ورځ د اوسپینی او فولیک اسید تابلیتونو خوړل ورته تجویز کول.
  • په دی اطمینان حاصلول چی امیندواری میندی د ای اف اه کافی مقدار له روغتیایي مرکز څخه تر لاسه کوی.
  • د ټولنې په کچه د آیوډین لرونکې مالګی پر استفادی ټینګار او ملاتړ کول.
  1. د ټولنې په کچه:

د ټولنې روغتیایی ناظر ( سی اچ اس ) او ټولنی روغتیایی کارکونکی ( سی اچ دبیلو اس ) سره مرسته، تر څو د ټولنې روغتیایي کارکونکي وتوانیږی چې:

  • د دوه ۲ کالو څخه کښته ټولو ماشومانو د ودې، څارنه او مناسبی تغذیی د کړنو، د ټولنې په کچه د تغذیی په اړه مشوری د لارښود مطابق ( ای وی سی اف ) مشوری ورکړی.
  • امیندوارو او شیدی ورکونکو میندو ته د ښی او مقوی غذایی موادو خوړلو مشوری ورکړی او همدارنګه د اوسپینی او فولیک اسید د تابلیتونو د اهمیت بیانولو وړتیا ولری او دغه چاری د ټولنی په کچه ترسره کړی.
  • هره میاشت کی د تغذیی په اړونده ۱ الی ۲ پیغامونه ټولنی ته انتقال کړی.
  • د ټولنی روغتیایی ناظر ( سی اچ اس ) او روغتیایی کارکونکی سره مرسته کول ترڅو هغه کورنی وګوری چی ماشومان یی ښه وده نه کوی او یا په خوارځواکی اخته وی او مرستی ته اړتیا لری.
  1. د فعالیتونو ثبتول او راپور ورکول:
  • په منظمه توګه د تغذی خدماتو راپور ورکول په شمول د تغذی هغه خدمات چی د ای وی سی اف او  ام اس اچ یا د مور او ماشوم د پاملرنی په بخش کی تر سره کیږی.
  • د ټولنی روغتیایی ناظر او روغتیایی کار کوونکو سره د هغه معلوماتو او رهنمودونو شریکول چی د ټولنی په کچه د هغوی د دندو د پرمخ وړلو لپاره ضروری دی او هغوی ورته اړتیا لری.
  • د  دندې اړوند د یو شمیر نورو فعالیتونو ترسره کول چې د خپل مسئول لخوا ورته ورکول کیږي.

Job Requirements:

تعلیمې کچه، کاري تجربه ، وړتیا او مهارتونه:

د افغانستان تابعیت ولري

د طب متوسطه ( د هری څانګی ) فارغ.

     دولسم تولګی څخه فارغ ( ښونځی یا دینی مدارس) په دی شرط چی د نیوتریشن یو میاشتنی یا ۱۸ ورځنی تریننګ  اخیستی وی.

لږ تر لږه یو کال کاري تجربه په روغتیا برخه کی ولري

مهارتونه او وړتیاووي:

په پښتو او دري ژبو د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل،

د روغتیایې مرکز د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپیریال جوړولو مهارت درلودل

د روغتیايې مرکز د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې مهارت درلودل

Submission Guideline:

Submission Guideline:

1.Interested candidates apply through the below link: 

https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSfDMB9ub9y07_HzafXl9g2A2DmmepvAr5lzaWDp28xx_4Cb2Q/viewform?usp=publish-editor

Fill the Form Online and Submit your Cv Through the Below Email Address: jobs.ophcd@gmail.com

3.OPHCD has zero tolerance policy on sexual exploitation, sexual harassment, and abuse (SEA).

4.By applying to this position, you agree to all OPHCD policies regarding Data Protection and Sharing and also PSEAH.

Submission Email:

jobs.ophcd@gmail.com




 

Similar Jobs