Position Title: تغذی نرس ( Nutrition Nurse )

Activation Date: 15 March, 2026   Announced Date: 15 March, 2026   Expire Date: 19 March, 2026

  • Job Location: Helmand Kandahar Oruzgan Zabul
  • Nationality: National
  • Category: Health Care
  • Employment Type: Full Time
  • Salary: د دفتر د پالیسی مطابق
  • Vacancy Number: OPHCD-HR-76
  • No. Of Jobs: 35
  • City: center
  • Organization: OPHCD
  • Years of Experience: په روغتیايي کلینیکونو کې دتعذي اړوند برخه کې حد اقل (۱) کاله کاري تجربه ولري
  • Contract Duration: میاشتی ۹
  • Gender: Female
  • Education: د نرسنګ او یا قابله ګی څانګی څخه فارغ وی او سند یی د عامی روغتیا وزارت څخه تائید وي
  • Close date: 2026-03-19
 

About OPHCD:

د مؤسسې په اړه

د ارتقأ صحت او انکشاف جامعه موسسه  یوه غیر دولتي، غیر سیاسي او خپلواکه اداره ده چی  په ۲۰۱۷ کې تاسیس شوی او په ۴۱۶۰ شمیره جواز سره د اقتصاد محترم وزارت د غیر دولتي موسساتو څانګې او همدارنګه د ۷۶۲ شمیرې سره د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت سره راجستر شوی. سربیره پردې، دا سازمان د افغانستان د روغتیا ملي کلستر، د افغانستان د تغذیې ملي کلستر او اکبر غړیتوب لري. او پی اچ سی دی د یوې غیر دولتي موسسې په توګه د روغتیا، تعلیم، واش، محافظت او بشري حقونو، اقتصادي ثبات او د ټولنې دوامداره پرمختګ ته وده ورکولو له لارې د خلګو د هوساینې لپاره هڅه کوي چی د ښځو او ماشومانو، مخدره توکو کاروونکو، بې ځایه شویو او د 

Job Description:

مسؤلیتونه:

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ټولو پالیسیو، ستراتیژیو او تړون ته ژمنتیا او د ټولو کلینیکي اصولو او مقرراتو مراعات کول.

د روغتیا د ارتقا او ټولنې پراختیا موسسه  ټولو پالیسیو، اصولو او قوانینو ته درناوی.

د میاشتنۍ ریکویست اماده کول د   او پی دی مم او پی دی سم   موادو دپاره او د  پرګرام پورې اړوند موادو سم راجسټریشن کول.

د  او پی دی مم او پی دی سم   اړوند موادو سم مدیریت او ذخیره کول او په اړونده راجسترو او کارتونو کې د ویشل شوي موادو ثبت کول.

د 5 کالو څخه د کم عمر ټولو ماشومانو د تغذیې وضعیت سکرینینګ او ارزونه .  

او په سؤتغذی اخته ماشومان د لارښوونو سره سم  راجسټرکول، د تداوی او تعقیب کارتونه ورته جوړول .

په سؤتغذی اخته ماشومانو ته د اشتها تست اجرا کول.

د ای مم  پروتوکول سره سم د معتدل متوسط او شدید خوارځواکۍ او امیندواره او شیدې ورکونکو میرمنو ماشومانو ته    ار یو تی اف ، ار سی یو اف او سوپر سریال  او  خواړو ویشل.

د تعقیبي اصولو تطبیق  کول هغو ناروغانو ته چې غذايي مواد ترلاسه کوي .   

د اختلاطی ناروغانوریفرکول اړونده څانګو ته.   

د شفایاب شوو ، دایمی غیرحاضرانو ، ریفر شوو او بی نتجی مریضانو په سمه توګه د پرګرام څځه خارجول.

د او پی اچ سی دی  ولایتي دفتر ته د اونۍ او میاشتني فعالیتونو راپورونو چمتو کول، تصدیق کول او لیږل

دی حاد خوارځواکۍ  ماشومانواو امیندواره او شیدې ورکونکو میندو ته د, ار یو تی اف ، ار سی یو اف او سوپر سریال  سمه کارول ښودنه.

د کلینیک آمر، قابله ګانو، واکسیناتورانو، د تغذیې مشاورینو او سی اچ اس سره همغږي او منظمې ناستې ترڅو د تغذیې ټولیز پروګرام پیاوړی کړي او د غیرحاضرانو لیست له دوی سره شریک کړي ترڅو د ټولنې په کچه ترلاسه او تعقیب شي.

د تغذيې موادو د ضایع کیدو جدي مخنیوی ار یو تی اف ، ار سی یو اف او سوپر سریال) او د هغو ناروغانو څخه چې د تعقیبي لیدنو لپاره راجع کیږي د کارول شوي تغذیه موادو د خالي پاکټو راټولول.

د خپلو دندو د پلي کولو په اړه انعطاف منونکی.

متقابل درناوى او په پوره لېوالتيا سره ورسپارل شوې دندې ترسره کول او د اړونده سوپروایزر له خوا ورسپارل شوې اضافي دندې ترسره کول.

د تغذی نرس په مستقیم ډول د ار یو تی اف ، ار سی یو اف او سوپر سریال تغذیه توکو د ضایع کیدو، ویجاړودو یا ناسم استعمال لپاره د ساتنې لومړۍ درجې مسؤلیت لري چې کلینیک ته لیږل شوي، او دا ممکن ده که چیرته مواد ته خساره ورسول شی نود معاش کمولی او خساری تاوان به هم ورکوی. 

مراجعینو ته روغتیایی تعلیمات خصوصآ د سؤتغذی د مخنیوی په هکله مالومات وړاندی کول .

د تغذیې ټیم، نورو روغتیايي او تغذیوي کارکوونکو، او همدارنګه په همدې ساحه کې د ټولنې او سایټ رضاکارانو ترمنځ د ښې همغږۍ تأمینول.

ډاډ ترلاسه کول چې د راجع کولو مرکزونو کارکوونکي د پروګرام له ټولو اړخونو، په شمول د راجع کولو او بېرته راجع کولو معیارونو څخه خبر وي.

د تغذیې د سایټ له نورو کارکوونکو سره د سټاک (ذخیرې) غوښتنو په چمتو کولو کې مرسته کول.

د ټولو درملو، طبي موادو او تجهیزاتو خوندي ساتنه یقیني کول.

د پای نېټو څارنه کول تر څو ډاډ ترلاسه شي چې توکي د پای نېټې تر رسېدو مخکې وکارول شي.

د سټاک او طبي توکو د حرکتونو په اړه اوونیزه ارزونه ترسره کول او دقیق ریکارډ ساتل.

Job Requirements:

 تعلیمې کچه، کاري تجربه ، اومهارتونه                                                                                                  :

د افغانستان تابعیت ولري

د نرسنګ او یا قابله ګی څانګی څخه فارغ وی او سند یی د عامی روغتیا وزارت څخه تائید وي

په روغتیايي کلینیکونو کې دتعذي اړوند برخه کې حد اقل (۱) کاله کاري تجربه ولري،

مهارتونه او وړتیاووي:

په پښتو او دري ژبو د افهام او تفهیم مهارتونو درلودل،

د روغتیایې مرکز د کارکوونکو لپاره د ښه کاري چاپیریال جوړولو مهارت درلودل

د روغتیايې مرکز د کارکوونکو د ظرفیت لوړنې مهارت درلودل

Submission Guideline:

Submission Guideline:

1.Interested candidates apply through the below link: 

https://docs.google.com/forms/d/e/1FAIpQLSfDMB9ub9y07_HzafXl9g2A2DmmepvAr5lzaWDp28xx_4Cb2Q/viewform?usp=publish-editor

Fill the Form Online and Submit your Cv Through the Below Email Address: jobs.ophcd@gmail.com

3.OPHCD has zero tolerance policy on sexual exploitation, sexual harassment, and abuse (SEA).

4.By applying to this position, you agree to all OPHCD policies regarding Data Protection and Sharing and also PSEAH

Submission Email:

jobs.ophcd@gmail.com




 

Similar Jobs