About the Company
د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO)
د افغانستان د څېړنې، پراختیا او روغتیا اداره (ARDHO) یوه خپلواکه، غیر دولتي، غیرسیاسي او غیرانتفاعي مؤسسه ده، چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ټولنې د پراختیا او څېړنې په برخو کې د یو شمېر متخصصینو له خوا رامنځته شوې او د افغانستان د اقتصاد وزارت سره د ۴۷۲۷ شمېرې په لرلو ثبت شوې ده.
د دې مؤسسې اساسي موخه د نړیوالې ټولنې د یوې نه بېلېدونکې برخې په توګه د افغانستان د پرمختګ، هوساینې او دوامدارې پراختیا په بهیر کې اغېزمنه ونډه اخیستل دي. ARDHO د سیمهییزو ظرفیتونو د لوړولو، په بېلابېلو برخو کې د علمي څېړنو او شواهدو پر بنسټ د معلوماتو د تولید، د اغېزمنو او شواهدو پر بنسټ د غوره کړنو د ترویج، او د ټولنو په کچه د پرمختیايي پروژو د طرحې او پلي کولو له لارې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي.
د ARDHO فعالیتونه د بشري مرستو او پرمختیايي پروژو پلان جوړونه، د امکانسنجونې مطالعاتو طرحه او ترسره کول، او د غوره کړنو پر بنسټ د ټولنې د پرمختګ لپاره د ټولنېمحوره فعالیتونو مدیریت رانغاړي. دغه اداره هڅه کوي چې د خپلو پروګرامونو او خدماتو له لارې د هدفمندو ټولنو اړتیاوو ته ځواب ووایي او د هغوی د ژوند د شرایطو په ښه والي کې اغېزمنه ونډه واخلي.
ARDHO د ټولنې د هراړخیزې او دوامدارې پراختیا لپاره څو اړخیزه تګلاره غوره کړې ده او خپل خدمات د روغتیا، تغذیې، څېړنې، پوهنې، اوبو رسولو، حفظ الصحې او پاکوالي (WASH)، د خوړو خوندیتوب او معیشت په برخو کې وړاندې کوي.
د ښځو پیاوړتیا او د هغوی د ظرفیتونو لوړول د ARDHO له مهمو ګډو او بنسټیزو لومړیتوبونو څخه دي. دغه اداره هڅه کوي چې د ښځو پیاوړتیا د خپلو پروګرامونو او فعالیتونو په ټولو برخو کې په پام کې ونیسي، څو ښځې وکولای شي د ټولنې په پرمختګ او د خپلو کورنیو او ټولنو په هوساینې کې اغېزمنه ونډه ولري.
ARDHO د افغانستان په ډېری ولایتونو کې د فعالیت او د خپلو خدماتو د وړاندې کولو وړتیا لري او د ټولنو له اړتیاوو سره سم د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو د پلي کولو په برخه کې د سیمهییزو ټولنو له همکارۍ او باور څخه برخمنه ده.