د بست د دندو لایحه:
1. ټاکل شویو موخو ته د رسیدو لپاره کلني عملیاتي پلانونه جوړول.
2. د عملیاتي پلانونو د تطبیق سمستروار او کلني راپورونه جوړول.
3. د تائيد شوې مهالویش له مخې د لابراتوارونو آمریت اړوند مجالسو کې برخه اخستل.
4. د لابراتوارونو آمریت اړوند اسنادو په تنظیم کې مرسته کول.
5. په لابراتوارونو کې د محصلینو عملي ساعت اخستلو په جریان کې له استاد سره د عملي کار اړوند اړینو لوازمو په برابرولو کې مرسته کول.
6. د اړتیا په صورت کې د عملي کارونو لپاره د موادو تهیه کول.
7. د لابراتوارونو له تجهیزاتو او وسایلو څخه ساتنه او مراقبت کول.
8. په لابراتوارونو کې د محصلینو د عملي کارونو د ثبت او پروسيجر د اجرأ پر مهال له استاد سره مرسته کول.
9. د لابراتوارونو آمریت ته د ترسره شویو ورځنیو فعاليتونو راپور ورکول.
10. د لابراتوارونو په تفکيک د اړوندو وسایلو او تجهیزاتو لستونه جوړولو او کوډينګ کې له لابراتوارونو آمريت او اداري آمريت سره همکاري کول.
11. له اړوندو لابراتوارونو څخه د کمبوداتو لستونه راټولول او د لابراتوارونو آمريت ته سپارل.
12. په لابراتوارونو کې د اړینو بینرونو او معلوماتي چارټونو راځړول.
13. په لابراتوارونو کې د ښه نظم په موخه محصلین په ګروپونو ویشل او له استاد سره د عملي ساعت پرمهال د محصلینو په تنظیم کې مرسته کول.
14. په لابراتوارونو کې د عملي کارونو د ترسره کېدو څخه وروسته د اړینو تجهیزاتو بېرته منظم کول، په خپل ځای کې يې اېښودل او د یادو تجهیزاتو پاک ساتل.
15. په لابراتوارونو کې د ناپاکه ځایونو په نښه کول او اړوند خدماتي کارکوونکي/کارکوونکو ته یې د پاکولو سپارښتنه کول.
16. نورې هغه قانوني چارې ترسره کول چې د مستقيم آمر او ذی صلاح مقاماتو له خوا د قوانینو او مقرراتو په رڼا کې ورسپارل کېږي.