. (Finance Manager) د مالي او حسابي چارو عمومي مدیر

Open

Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Nangarhar - Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
Category
Finance
Published
2026-07-12
Nationality
Afghan
Gender
Male
Salary
As per SMCH Salary Scale Base
Contract Duration
درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي
Vacancy Number
SU-HR-036
No of Job
1

Education

BBB/ MBA

Experience

په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله پرله پسې کاري تجربه

Deadline

2026-07-25

About the Company

سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون، چې د هېواد په ختیځ کې د سپین غر پوهنتون تدريسي روغتون دی،   په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې یې فعالیت پیل کړی  او تر اوسه یې د معالجوي، تدريسي او تخصصي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ترسره کړی دی.اوسمهال روغتون د عمومي داخله، جراحي، کوچنیانو، نسایي ولادي، انتاني، توبرکلوز، فزیوتراپي، سترګو، غوږ، پوزې او  ستوني، جلدي، عقلي او عصبي، ستوماتولوژۍ، زړه ناروغيو تخصصي څانګې او معياري تشخيصيه لابراتوار په ګډون بېلابېلې څانګې لري.  دمجربو متخصصینو او مجهزو طبي وسایلو په مرسته د ناروغیو  دقیق تشخیص او اغېزمنه درملنه کوي.

 یاد روغتون له نږدې پنځلس کلونو راهیسې د ښه شهرت او ولسي باور څښتن دی. د روغتون مشرتابه او کارکوونکي د باکیفیته خدمتونو او د محصلانو لپاره د عملي زده کړو د مناسب چاپېریال برابرولو ته ژمن دي.

Job Summary

د بست د دندو لایحه:

1.       د مدیریت  د کلنیو عملیاتي او د اړتیا پر اساس د انکشافي پلانونو ترتیبول

2.       د ستراتیژیک پلان ،  عملیاتي حسابونو او اړتیا ارزونې  پر بنسټ د پنځه کلن مالي پلان او پنځه کلنې بودیجې ترتیبول

3.       د ستراتیژیک پلان ،  عملیاتي حسابونو او اړتیا ارزونې  پر بنسټ د کلني مالي پلان او کلنۍ بودیجې ترتیبول

4.       لویو برنامو او فعالیتونو لپاره د ځانګړې (Activity) بودیجو ترتیبول

5.       د روغتون په طبي او اداري برخه کې  د مالي چارو د  ترسره شویو پریکړو د تطبیق څخه ډاډ حاصلول.

6.       د مالي چارو دتنظیم لپاره د حسابونو معیاري اکاونټونو رامینځته کول او د کارونې څخه یې ډاډ ورکول.

7.       د طبي او اداري برخو د مالي او حسابي چارو لپاره د پالیسیو، میکانیزمونو او فورمونو ترتیبول.

8.       فارمیسي ته د راوړونکو درملو اړتیا، ګودام، بیلانس، کمپنیو، عمده پلورنځیوټاکنې او نرخنامو اخیستلو په برخه کې اجراات ترسره کول.

9.       تشخیصیه برخو لپاره د مصرفي موادو د اړتیا، ګودام، بیلانس، کمپنیو، عمده پلورنځیو ټاکلو او نرخنامو اخیستلو په برخه کې اجراات ترسره کول.

10.    فارمیسي او تشخیصیه برخو ته د راوړل شویو درملو او توکو د اوګرایي حساباتو تنظیمول.

11.    د کارکوونکو د معاشاتو، حق الزحمو، پیشکیو او نورو تادیاتو په برخه کې د پالیسۍ مطابق اجراات ترسره کول

12.    د تدارکاتي طرز العمل مطابق د عملیاتي او انکشافي خریداريو ترسراوی او د منظمو اسنادو د ساتنې ډاډ ورکول.

13.    د روغتون د نغدو پیسو (Cash Management)، بانکي حسابونو او ورځنیو مالي جریانونو مدیریت او نظارت ترسره کول.

14.    د روغتون د عوایدو د ټولو سرچینو (داخل بستر، سراپا، تشخیصیه،  فارمیسي او ستاژ ...) د ثبت، راټولولو او کنټرول څخه ډاډ حاصلول.

15.    ربعه وارو او کلنیو عایداتو مالیه جات، معاشاتو مالیه جات، د کور کرایې او شاروالۍ اړوند مالیه جاتو تصفیه ترسره کول

16.    په ټولو پروسیجرونو (OPD, IPD, Major & Minor Surgery, Laboratory) کې د پالیسۍ مطابق د تخفیفونو د ورکړې نظارت ترسره کول

17.    د روغتون د عادي او انکشافي خریداریو په برخه کې د هر ډول تادیاتو کتنه تائیدي او ډاډ حاصلول.

18.    د روغتون د مالي چارو په برخه کې داخلي او بهرنیو خواوو (تفتیش/بررسۍ..) لپاره د مالي چارو د اړینو معلوماتو وړاندې کول

19.    د مالي اسنادو، وچرونو، قراردادونو او حسابي سوابقو د تنظیم، خوندي ساتنې او آرشیف کولو څخه ډاډ حاصلول

20.    د روغتون د عوایدو د زیاتوالي او غیر ضروري مصارفو د کمښت لپاره د اصلاحاتي وړاندیزونو وړاندې کول.

21.    د څانګو په تفکیک د عوایدو میاشتیني، ربعه وار او کلني مقایسوي راپورونه ترتیبول.

22.    د درملو کمپنیو  په تفکیک فارمیسي ته د راوړل شویو او  خرڅ شویو درملو د مقدار، مالي ارزښت او فعالیتي فیصدۍ راپور ترتیبول.

23.    د هرې ورځې په پاې کې دورځینو عوایدو او مصارفو راپور ترتیبول او د روغتون رئیس او د پوهنتون مالي او اداري چارو آمریت ته استول.

24.    د بودیجې د تطبیق ربعه وار راپور ترتیبول او د روغتون اداري شورا او د پوهنتون علمي شورا ته وړاندې کول.

25.    د عوایدو او مصارفو د کلنیو مالي راپورونو (GJ,LD,BS,IS,CF) ترتیبول.

26.    د روغتون  د معالجوي څانګو په تفکیک د هرې څانګې د خدماتو د لګښت تحلیل ترسره کول او ګټې او زیان راپورونه یې ترتیبول.

27.    د روغتون د ثابتو شتمنیو (طبي او غیر طبي وسایل) د مالي ارزښت معلومات په مالي راپورونو کې شاملول.

28.    د خپلو اړوند کارکوونکو نظارت، ارزونې او ظرفیت لوړونې په برخه کې اجراات ترسره کول.

29.    د روغتون  ریاست او اداري شورا ته د عملیاتي پلان د تطبیق ربعه وار او کلني راپور ورکول.

30.    د اړوند مدیریتونو  د ربعه وارو او کلنیو توحیدي راپورونو تعقیب او کتنه ترسره کول.

31.    په اداري او مالي برخه کې د اړوند پالیسیو، طرز العملونو او پروسیجرونو د تطبیق کلني راپورونو ترتیبول.

32.  نورې هغه کړنې ترسره کول چې د روغتون اداري شورا، پوهنتون علمي شورا او بهرنیو ارزونکو لخوا په قانوني او اصولي ډول سپارل کیږي.

Job Requirements

د دندې شرایط:

 تحصيل کچه او کاري تجربه

1.       د اداري او تجارت په برخه کې لیسانس یا د ماسترۍ تر کچې لوړې زده کړې ولري.

2.       د مالي او حسابي چارو مدیریت په برخه کې دري کاله  پرله پسې مستنده کاري تجربه ولري.

3.       د روغتون د مالي سرچینو د مدیریت په برخه کې پوره پوهه او مهارت ولري.

4.       که له هېواد بهر یې لوړې زده کړې ترسره کړي وي باید اسناد یې د لوړو زده کړو په وزارت له لوري ارزیابي شوي وي.

کاري وړتياوې، ځانګړنې او مهارتونه

1.       پښتو او دري ژبو تر څنګ په  انګلېسي ژبه وپوهیږي.

2.       د مايکروسافټ آفس (ورډ، اکسل، پاورپینټ) پروګرامونو کارونې په برخه کې تخصصي پوهه او عملي تجربه ولري.

3.       په چارو کې شفافيت، د قوانينو، پالېسیانو، طرزالعملونو، تدريسي روغتون ارزښتونو او اداري اصولو ته ژمن وي.

4.       په اړونده برخه کې د طرز العملونو، پروسیجرونو، پلانونو او راپورونو په جوړولو کې پوهه ولري.

    په اداري فساد، اخلاقي جرمونو او جنایت نه وي محکوم شوی.5.

Submission Guideline

د سپين غر پوهنتون تدريسي روغتون يو تن د مالي او حسابي چارو عمومي مدير ته اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپله سي وي، د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال اسد میاشتې تر ۳ مې نېټې پورې لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون ته واستوي یا دې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري توګه وسپاري.

نوټ: نوماندان کولای شي د دندې غوښتنلیک د لاندې لینک څخه ترلاسه کړي.

https://www.spingharuniversity.edu.af/HR/JOB%20APPLICATION%20-%20SU-NGR.pdf