د داخله ناروغیو متخصص(ای سي یو) مسؤل

NEW Open

Spinghar Momand Curative and Teaching Hospital

Quick Summary

Type
Full Time
Location
Nangarhar - Jalalabad City, Nangarhar Province, Afghanistan
Category
Health Care
Published
2026-07-29
Nationality
Afghan
Gender
Male
Salary
As per SMCH Salary Scale Base
Contract Duration
درې میاشتې ازمایښتي او د هغې وروسته دایمي
Vacancy Number
SU-HR-037
No of Job
1

Education

ايم ډي او د داخله ناروغیو په برخه کې تخصص

Experience

په اړونده برخه کې لږ تر لږه (3) کاله پرله پسې کاري تجربه

Deadline

2026-08-04

About the Company

د سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي روغتون (سپین غر پوهنتون (ننګرهار) تدریسي) روغتون پېژندنه:

    سپین غر مومند پنځوس بستریز معالجوي او تدريسي روغتون، چې د هېواد په ختیځ کې د سپین غر پوهنتون تدريسي روغتون دی،   په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې یې فعالیت پیل کړی  او تر اوسه یې د معالجوي، تدريسي او تخصصي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهم رول ترسره کړی دی.اوسمهال روغتون د عمومي داخله، جراحي، کوچنیانو، نسایي ولادي، انتاني، توبرکلوز، فزیوتراپي، سترګو، غوږ، پوزې او  ستوني، جلدي، عقلي او عصبي، ستوماتولوژۍ، زړه ناروغيو تخصصي څانګې او معياري تشخيصيه لابراتوار په ګډون بېلابېلې څانګې لري.  دمجربو متخصصینو او مجهزو طبي وسایلو په مرسته د ناروغیو  دقیق تشخیص او اغېزمنه درملنه کوي.

 یاد روغتون له نږدې پنځلس کلونو راهیسې د ښه شهرت او ولسي باور څښتن دی. د روغتون مشرتابه او کارکوونکي د باکیفیته خدمتونو او د محصلانو لپاره د عملي زده کړو د مناسب چاپېریال برابرولو ته ژمن دي.

Job Summary

د بست د دندو لایحه:

1.       د  ICU د  ټولو ناروغانو بشپړه ارزونه، تاریخچه او فزیکي معاینه ترسره کول.

2.       د ناروغ دقیق تشخیص او د شواهدو پر بنسټ درملنیز پلان جوړول.

3.       د میخانیکي وینټیلیشن، اکسیجن درملنې او تنفسي ملاتړ مدیریت کول.

4.       د شاک، سیپسس، تنفسي ناکامۍ، څو عضوي ناکامۍ او نورو بحراني حالتونو درملنه کول.

5.       د ECG، ABG، لابراتواري او تصویري معایناتو تحلیل او تفسیرکول.

6.       د اړتیا پر مهال د مرکزي ورید کتتر، شریاني کتتر او نورو ICU پروسیجرونو ترسره کول.

7.       د CPR، ACLS او نورو عاجلو احیايي خدماتو رهبري کول.

8.       د ناروغانو دوامداره کلینیکي څارنه او د درملنې ارزونه کول.

9.       د اړتیا پر مهال د نورو متخصصینو سره مشوره او همغږي ترسره کول.

10.    د ناروغ د خوندیتوب ټولو اصولو رعایت کول.

11.    د انتاناتو د مخنیوي (IPC) پروتوکولونو عملي کول.

12.    د درملو خوندي استعمال او د طبي تېروتنو مخنیوی کول.

13.    د ICU ټولو ملي او نړیوالو کلینیکي لارښودونو تعقیبول.

14.    د کیفیت د ښه والي په پروګرامونو کې فعاله ونډه اخستل.

15.    د ناروغانو ټول طبي اسناد، پرمختګ، نسخې او راپورونه په بشپړ ډول ثبتول.

16.    د ICU ورځني راپورونه او احصایوي معلومات برابرول.

17.    د HMIS او M&E اړوند معلومات پر وخت سپارل.

18.    د طبي برخې کارکوونکو او محصلانو ته د ظرفیت لوړونې برنامې وړاندې کول.

19.    په علمي کنفرانسونو، Morning Report او CME پروګرامونو کې ګډون کول.

20.    په کلینیکي  او علمي برخو کې څېړنې ترسره کول.

21.    د نوکریوالۍ (On-call) مهالویش مطابق دندې ترسره کول.

22.    د ICU تجهیزاتو او درملو د مناسب استعمال او کارونې څخه څارنه کول.

23.    د بیړنیو پېښو پر مهال په روغتون کې فعال حضور درلودل.

د روغتون د پالیسۍ، اصولو او اخلاقي معیارونو رعایت کول.24        

Job Requirements

د دندې شرایط:

 تحصيل کچه او کاري تجربه

د عامې روغتیا وزارت  یا لوړو زده کړو وزارت څخه د داخله ناروغیو په برخه کې د تخصص فراغت تائید شوی سند ولري.

  د سترګو د هر راز ناروغیو په درملنه کې حد اقل درې کلنه کاري تجربه ولري.

په ایم ډی تحصیلي دوره کې د نمراتو اوسط (۷۵) څخه کم نه وی.

د محصلینو ته د نظري او عملي تدریس تجربه ولري.

دافغانستان د تابیعت درلودونکی وي.

کاري وړتیا،ژمنتیا او صداقت درلودونکی وي.

د کار وخت: د ماسپښن د (۲) بجو څخه د ماښام تر (۷) بجو پورې

Submission Guideline

د غوښتنلیک د سپارلو لارښود:

د سپين غر پوهنتون تدريسي روغتون يو تن د داخله نناروغیو متخصص(ICU) مسؤل ته اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپله سي وي، د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال اسد میاشتې تر ۱۲ مې نېټې پورې لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون ته واستوي یا دې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري توګه وسپاري